غازيانو(!) د شهيدانو پر وزارت جهاد وکړ

0 512

غازيانو(!) د شهيدانو پر وزارت جهاد وکړ؛
سرتېريو سلګونه انسانان وژغورل، خو بريدګرو اور بل کړ

سرخط ورځپاڼه

یو ‌شمېر وسله‌والو د دوشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې د ټولګټو چارو وزارت د شا لوري فرعي دروازې او د شهیدانو او معلولانو د ملاتړ ادارې مخکې لومړی موټربم برید وکړ او وروسته د شهیدانو او معلولانو د ملاتړ ادارې او بیا د ټولګټو چارو وزارت ودانیو ته ننوتل. 
د عیني شاهدانو په وینا، ۴ بریدګر چې برګې درېشۍ یې اغوستې وې او پر وسله او مهماتو سمبال وو، له یوه کرولا ډوله موټره را کوز او د شهیدانو او معلولانو د ملاتړ ادارې پر خوا یې منډه کړه. د شاهدانو په وینا، کرولا موټر د دغو کسانو تر کوزولو وروسته د ټولګټو چارو وزارت فرعي دروازې ته نږدې وچاودېده او وسله‌والو ورسره هممهال د معلولانو ادارې پر ساتونکیو ډزې پیل او انګړ ته ور ننوتل. 
د پېښې عیني شاهد بازمحمد وايي، بریدګرو د الله اکبر نارې وهلې او هر څوک یې چې مخې ته ورتلل، په مرمیو یې ویشتل. 
په همدې حال کې په ټولګټو چارو وزارت کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط سرخط ته ویلي، شاوخوا دوې میاشتې وړاندې دغه وزارت ته د برید په اړه خبر ورکړل شوی و. 
سرچینه وايي، شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې له همدې امله د وزارت ټول کارکوونکي یوه اوونۍ رخصت شوي هم وو، خو دا چې ورځنۍ چارې مخ ته يوسي، بېرته دفترونو ته راوګرځېدل. 
سرچینه زیاتوي، د برید تر خبر وروسته د وزارت امنیتي تدابیر هم سخت شوي وو، خو بریدګرو تکیتک وهلی او د شهیدانو او معلولانو د ملاتړ ادارې له لوري یې پر وزارت برید وکړ او د لسګونو ملکي کارکوونکیو د شهیدانولو او ټپیانولو تر څنګ یې د وزارت ودانۍ بشپړه سوځولې او په وینو لړلې ده. 
سرچینه وايي، نه پوهېږي چې د برید پر مهال یې ځان څنګه ژغورلی، خو بریدګرو یې لسګونه همکاران شهیدان او ټپیان کړي دي. دی وايي، بریدګر د ښځینه او نارینه‌وو د شهیدانولو تر څنګ، وړکتون ته ورغلي او هلته یې هم یو ماشوم شهید کړی دی. 
که څه هم د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونه په دې پېښه کې د ۴۰ کسانو د شهیدېدو او ۲۷ نورو ټپي کېدو خبر ورکوي، خو سرچینې سرخط ته ویلي چې په پېښه کې یوازې د ټولګټو چارو وزارت ۴۰ کارکوونکي شهیدان شوي او نږدې ۵۰ نور ټپیان دي چې ۲۸ یې ژور ټپونه لري. 
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، د ټپیانو په ډله کې ۱۱ ښځې او ۲۹ نارینه دي. دغه راز په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، ۷ مېرمنې او ۲ ماشومان شامل دي. د مجروح په وینا، د بریدګرو ۴ جسدونه یې هم د معاینې په موخه عدلي طب ته وړي دي. 
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، امنیتي ځواکونو تر ۳۵۷ ډېر کارکوونکي ژغورلي او خپلو کورنیو ته یې استولي دي. 
که څه هم تر اوسه د برید مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی نه دی، خو اجراییه رییس عبدالله عبدالله یې پړه پر وسله‌والو طالبانو ور اچولې ده. 
بله خوا د سیاسي او نظامي چارو کارپوهان وايي، پر ټولګټو چارو وزارت برید د افغانستان د پرمختګ د دوښمنانو کار دی او حکومت ته په کار ده چې د مخنیوي لپاره یې د دغو ادارو امینتي تدابیر سخت کړي. 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د قضیې د حل برخه کې پر پاکستان د امریکا متحده ایالاتو فشارونه ډېر شوي او دغه راز د افغان سولې برخه کې هم څه نا څه پرمختګ شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply