د دوهمې نړېوالې جګړې ترمخه د امریکا او افغانستان اړیکې

0 601

ژباړه او راټولونه:ج. بازوان 
نانجینګ پوهنتون


په شلمه پېړۍ کې د انګریزي ښکېلاک څخه د ازادۍ اخیستلو ترمخه امریکا د افغانستان په اړه تل یو محافظه کاره او له ابهامه ډکه تګلاره غوره کړې وه. د دغې مبهمې تلګلارې څو غټې وجې دا وې: 
۱. په ۱۹۱۹م کال ازادۍ ترلاسه کولو وروسته افغانستان توانېدلې ؤ چې د دوو زبر ځواکونو هر یو روسیه او بریتانیا ترمنځ د واک موازنه رامنځته کړي او له جرمني، ایټالیا، فرانسې او جاپان سره يي خورا ښې اړیکې لرلې. همدارنګه د دوو نړېوالو جګړو په منځ کې امریکا د انزوا(Isolationism) تګلاره غوره کړې وه او نه يي غوښتل چې په نړېوالو مسایلو کې زیات ښکېله شي نو ځکه افغانستان ورته مهم او ستراتیژیک نه ؤ. د دې ترڅنګ په اسیا وچه کې د نورو سترو هېوادونو ترمنځ ترمخه لا سیالۍ روانې وې او امریکا نه غوښتل چې د نورو سترو هېوادونو سلطه يي واک وننګوي نو ځکه امریکا د اسیا وچې لپاره ډېره محدوده تګلاره غوره کړې وه.
۲. د دوهمې نړېوالې جګړې ترمخه امریکا فکر کولو چې افغانستان موقعیت دومره ستراتیژیک او مهم نه دی نو ځکه يي نه غوښتل چې له افغانستان سره اقتصادي او پوځي مرستې وکړي. په سیمه کې د بریتانیا شتون هم امریکا دې ته هڅوله چې د افغانستان په چارو کې دخیله نه شي.
۳. په وچه کې را ایسار او لرې پروت افغانستان د کلتور،‌عنعناتو او ټولنیز جوړښت او د سیاسي چارو په اړه امریکا زیات مالومات نه درلودل. 
۴. امریکا او افغانستان د یو بل په بهرنۍ تګلارو کې لومړیتوب نه درلود نو ځکه هم امریکا د افغانستان په اړه یو له ابهامه ډک تګلاره غوره کړې وه. 
په کال ۱۹۲۱م کې د محمد ولي خان په مشرۍ لومړی افغان هیئت له امریکا سره د سیاسي اړیکو ټینګول او د افغانستان لپاره د امریکايي پانګې راجلبولو په خاطر په سفر ولاړو. د امریکا له ولسمشر (Warren Gamaliel Harding) د افغان هیٍئت سره د بریتانیا له سلا مشورې وروسته وکتل. دغه هیئت د شاه امان الله خان هغه خط هم د امریکا ولسمشر ته وسپارلو چې په کې يي د امریکا سره د اړیکو جوړولو په اړه غوښتنه کړې وه، خو د امریکا ځواب ډېر سوړ، له ابهامه ډک او منافقانه ؤ. د ولسمشر په ځای خط ته ځواب د بهرنیو چارو وزیر (Charles Evans Hughes) وجه دا وه چې که څه هم افغانستان اوس ازادي ترلاسه کړې وه مګر دوي بیا هم افغانستان د بریتانیا نفوذي ساحه ګڼله او هلته هرڅه يي د بریتانیا په سلا مشوره ترسره کول. د دې ترڅنګ افغانستان یو ورسته پاتې هېواد ؤ نو دوي په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه کم لیدل. 
د اروپا د سفر په دوران کله چې شاه امان الله خان وغوښتل چې د امریکا په سفر هم ولاړ شي امریکا په ډېرې بدشرمۍ سره دغه غوښتنه رد کړه. وروسته په ایټالیه کې د امریکا د سیاسي چارو استازي (Wallace Murray) شاه امان الله خان ته یو ټیلیګرام ولېږلو او ورته يي وویل چې د امریکا د خپلې دودیزې تګلارې د محدودیتونو له وجې نه شي کولای چې افغانستان په رسمیاتو وپیژني او د دې ترڅنګ د امریکا لپاره ستونزمنه ده چې د یو هېواد باچا هرکلی دې وکړي. له هغه را وروسته محمد نادرشاه په وار وار د امریکا سره د اړیکو جوړولو په لړ کې منډې ترړې وکړی خو لکه د تېر په څېر امریکا په افغانستان سترګې پټولې.
په کال ۱۹۳۴م کې د امریکا د بهرنېو چارو وزیر (William Phillips) ولسمشر (Franklin D. Roosevelt) په دې قانع کړو چې ولې باید نور مونږ افغانستان نور په رسمیاتو وپیژنو. هغه ولسمشر ته وویل: که څه هم زمونږ په فکر افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی مګر د نړۍ ستر ځواکونه ټول افغانستان په رسمیاتو پیژني او له نوموړي هېواد سره سیاسي اړیکي لري نو بیا ولې مونږ د افغانستان په اړه تل محافظه کاري غوره کړو؟ افغانستان اوس یو باثباته هېواد او سیاسي حاکمیت او استحکام يي ورځ تر بلې ښه کېږي، نو باید مونږ افغانستان په رسمیاتو پېژندلو سترګې پټې نه کړو. ولسمشر (Franklin D. Roosevelt) د خپل بهرنېو چارو وزیر خبره ومنله او محمد ظاهر شا ته يي د دوو هېوادونو ترمنځ د لسو کلونو سړو خبرو اترو وروسته د رسمي اړیکو او د افغانستان په رسمیات پېژندلو اړوند یو لیک ولېږلو. 
تر دې د مخه په افغانستان کې د امریکا کومه پانګونه نه وه مګر په کال ۱۹۳۷ کې د نیویارک د تیلو د استخراج یو شرکت د افغانستان په شمال کې پانګونه وکړه خو دوه کاله وروسته دغه پروژه بنده شوه هغه ځکه چې له یوې خوا په افغانستان کې د تیلو تقاضا کمه وه او له بلې خوا افغانستان په وچه کې راګېر هېواد ؤ نو د تیلو استخراج په لوړه بیه تمامېدل.
د دې ترڅنګ یو بل ستر مشکل د شوروي اتحاد نیوکې وې. د شوروي اتحاد د افغانستان په شمال کې د لویدیځو شرکتونو په فعالیت اندېښنه لرله او هغه يي‌ د خپل امنیت ته ګواښ بللو. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply