پکتيا کې له يوه خصوصي طبي انسټيټيوټه سلګونه محصلين فارغ شول

0 924

شکـور کامـران 

ګردېز (پژواک، ٧ مرغومى ٩٧): په ګردېز کې د طبي زده کړو د يوه خصوصي انسټيټيوټ له پنځو بېلابېلو څانګو ۷۹۱ محصلين فارغ شول چې ۶۳ يې نجونې دي.

فارغ شوي محصلين او محصلينې وايي، په خپلو رشتو کې يې ښې نظري او عملي زده کړې کړې او چمتو دي چې په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې دندې ترسره کړي.

د رڼا طبي انسټيټيوټ مشر ډاکټر سميع الله احمدزی وايي، دې محصلينو ته په عالي نرسنګ، فارمسي، لابراتوار، عالي قابلګي او د غاښونو طب په څانګو کې زده کړې ورکړل شوې دي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په پنځو صحي څانګو کې يې زده کړې ترسره کړې، موږ په انسټيټيوټ کې په ټولو پنځه ګونو څانګو کې د عملي کار لپاره ښه او سټنډرډ سکلپونه جوړ کړي او د دې تر څنګ د پکتيا حوزوي روغتون سره قرارداد لرو چې له مخې يې په دغه روغتون کې هم محصلينو ته د عملي کار زمينه برابره شوې ده.))

د ياد انسټيټيوټ استاد ډاکټر اسدالله عادل وايي، نجونو محصلينو ته د ښځينه استادانو او هلکانو ته د خپلې برخې د نارينه استادانو له خوا د اسانتياوو تر بريده زده کړې ورکړل شوې او ډاډه دی چې فارغ شوي محصلين به په بېلابېلو سيمو کې په خپلو برخو کې ګټور کار وکړلی شي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ د انسټيټيوټ په چوکاټ کې عملي کارونه ورته کوو، لابراتوار او نور ضروري وسايل مو ورته مهيا کړي او معاينات ورته اجرا کوو. ښه نتيجه لري، ځکه پروسږنۍ دوره چې موږ فارغ کړې، اوس په شفاخانو او خپلو معاينه خانو کې عملا کارونه کوي.))

د ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري په روغتيايي برخه کې د ځوانانو، په تېره د نجونو روزل ډېر مهم او ګټور بولي او وايي، له دې سره به صحي برخه کې د ښځينه کارکوونکو او روغتياپالو تشه ډکه شي.

نوموړى د پکتيا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او مېرمنو پر لا مسلکي او معياري روزنه ټينګار کوي او زياتوي، د کانکور ازموينې له لارې بايد د لوړ نومرو اخيستونکې ځينې لېواله نجونې په فوق العاده ډول په طب پوهنځي کې شاملې شي.

دی وايي: ((مخکې هېڅ داسې څوک نه و چې پر صحي مسايلو پوه وي، ولې خوشبختانه اوس به دومره قابله ګانې وي چې په لرې پرتو کې سيمو کې د خلکو مشکلات حل کړي. مخکې د لرې ولسواليو لپاره له نورو ولايتونو قابله ګانې راتلې او هلته به يې دندې اخيستې، حتی له پاکستان نه راغلې، ولې د دوی په فارغېدو سره به ان شاءلله د دې زمينه برابره شي چې هلته کار وکړي او خپل ولس ته د خدمت جوګه وګرځي.))

فارغ شوي محصلين له زده کړو خوښ دي او وايي چې د عملي کار د دوام او د خلکو د خدمت هوډ لري.

د دوی له ډلې عبدالرحيم معصوم زي وويل: ((د زده کړو کيفيت بېخي ښه و؛ ځکه ټول هغه استادان چې دلته په طب پوهنځي کې د طب معالجوي درس ورکوي، هلته زموږ استادان و. تر اوسه مو هم يو څه عملي کار کړی او په آينده کې هم اراده لرو چې عملي کار وکړو.))

د عالي قابلګۍ څانګې فارغه عارفه وايي، لويه هيله يې د مور او ماشوم د مړينې کچې کمولو ته کار کول دي او که هر ځای کې اړتيا شي، دنده به ترسره کړي.

دې وويل: ((زه خپله چې دې څانګې ته راتلم، زما سره هوډ دا و چې خپلو خلکو ته خدمت وکړم. کله مې چې وکتل په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې کچه بېخي زياته ده، نو د دې په خاطر چې موږ کومې زده کړې وکړې، يقيناً خپل ولس ته به صادقانه خدمت وکړم.))

يوه بله فارغه شوې محصله نازيمه وايي چې د زده کړو ښه ماحول ورته برابر شوی و او له نورو نجونو او د کورنيو له مشرانو هم غواړي چې پر خپلو خويندو او لورګانو لوړې زده کړې وکړي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((د پکتيا ولسواليو کې چې موږ خپله وظيفه اجرا نه کړو، د نورو ولايتونو خو هېڅ زړه نه ښه کوي؛ ځکه زه خپله د پکتيا يم او کولی شم په هره ولسوالي کې وظيفه اجرا کړم. موږ په داسې فضا کې درس وويل چې ټولې استادانې ښځينه وې او له خپل درس او ځايه راضي يو، نورې نجونې هم بايد درسونه ووايي.))

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply