افغانستان کې: څوک د چا ميراث دی؟ /محمد اسمعيل يون

0 786


ډېر وړاندې ماضي ته نه ځو؛ د خپلې اوسنۍ زمانې پر قضاوتونو قضاوت کوو، په همدې تېر څلورنيم کلن حکومت غږېږو، هر کار چې د اوسني حکومت په وس پوره نه وي؛ په هغه کې پاتې راشي او يا يې هم په کار کې څرګنده نيمګړتيا احساس شي، نو وايي دا خو د تېر حکومت ميراث دی. په همدې يو لنډ او نا معقول ځواب، ټولې خاورې پر تېر حکومت واچوي او په دې ډول خپل ځان له مسوليته وژغوري. خو که چېرې د همدې حکومت رغښت، جوړښت، واکمنو چارواکو، د کورني حالت څرنګوالي او بهرني ملاتړ ته وګورو، نو له تېر حکومت سره په کې ډېر زيات توپير نه ليدل کېږي. په تېر حکومت کې هم فساد په څپو و، اوس هم دی، هغه وخت هم جګړه روانه وه، اوس هم روانه ده، هغه وخت هم حکومت ائتلافي و، اوس هم ائتلافي دی، هغه وخت هم حکومت له بهرني ملاتړ پرته خپل ژوند نه شو تضمينولای، اوس يې هم نه شي خوندي کولای، هغه وخت هم ځانساتي، غوړه مالان او د وخت زامن په حکومت کې واکمن وو، اوس هم دي. هغه وخت هم د جنګسالارانو واک او راج چلېده، اوس هم چلېږي، هغه وخت هم زورواکو ولسمشر ته مخامخ کنځلې کولې، اوس يې هم کوي، همغه وخت هم د سنبلې (اتلسمه) په وحشت او دهشت نمانځل کېدله، اوس هم نمانځل کېږي، هماغه څېرې چې همغه وخت په ټلوېزيونونو کې ځلېدلې، اوس هم ځلېږي. ډېر کم کيفي او يو څه ظاهري بدلونونه محسوسېدی شي. کومې څېرې چې د بن تر کنفرانس وروسته پر هېواد واکمنې شوې، د کرزي په لنډمهاله، منځمهاله او دوو انتخابي دورو کې يې امتداد پيدا کړ، له يوې دورې بلې ته لا پسې وغوړېدلې، البته په طبيعي ډول به ځينې عمر خوړلې څېرې د ژوند له مداره وتلې وې، خو همغه فکري او سياسي جريان چې له همغې ورځې حاکم و، تر نن ورځې په ډېر کم تغير او توپير سره دوام لري. زه د هغو اشخاصو له جملې څخه يم چې له لنډ مهالې دورې څخه بيا تر ننه پورې د حکومت ټوله اډانه په دقت سره څارم. له همغه پيله او تر دې دمه چې زما په ګډون هر شخص د وخت د ناخوالو پر وړاندې بغاوت کاوه، نو د همغې زماني واکمنو غوړه مالانو، ځانخوښو به د متعصب، ژبپال، نشنليست او فاشيت په ګڼو نومونو تورنولو. کله چې د اشرف غني د حکومت بڼه راجوړه شوه، نو موږ فکر کاوه چې ظاهراً د يو تريخ او غوڅ سړي په وجود کې به د کرزي د وخت غوړه مالان وده ونه کړي، ځای به يې راڼه، ژورليدي او زړور خلک ونيسي، خو کله چې دا حکومت خپل لومړني ګامونه پورته کړل، نو پخواني غوړه مالان هم ګام پر ګام له دې حکومت سره همغږي شول. زه په دې حکومت کې د نورو ډېرو ترڅنګ يو دوه داسې څرګند غوړه مالان پېژنم چې د ولسمشر کرزي د حاکميت په وروستيو کې يې په پټه او څرګنده زموږ د هغو ملي مبارزو او مظاهرو مخالفت کاوه چې موږ د ملي هويت د خونديتابه او ځلا لپاره کولې، دې خلکو به همدا ويل چې: [تاسې ((رييس صاحب)) ته مشکلات جوړوئ، دا وخت اوس د دې خبرو نه دی، رييس صيب پرېږدئ چې ملت راټول کړي، اوس د هويت د پورته کېدو وخت نه دی.] موږ به يې ماجرا جو معرفي کولو او خپل ځانونه به يې د وخت پر سياستونو او رمزونو پوه ګڼل.
کله چې د ملي هويت د خونديتابه ستونزه د کرزي له حاکميته د غني حاکميت ته راورسېده، نو موږ بیا هم لاريونونو ته اړ شولو، غني بيا د ښاغلي کرزي همغو پاتې شونو ښاغلو ته دنده وسپارله چې موږ سره په دې باب وغږېږي، هغوی بيا موږ ته وويل چې [اوس د دې وخت نه دی چې تاسې دا مسئلې راپورته کړئ، ملک بحران ته ځي. ((رييس صاحب)) نورې ډېرې ستونزې لري، له دې مسئلې څخه تېر شئ او تاسې خو پوهېږئ چې دا ځينې ستونزې موږ ته له تېر نظامه په ميراث پاتې دي، دا بايد همغه وخت حل شوې وای، د تېر نظام مشکلات اوسنی حکومت او رييس صاحب نه شي حل کولای.] دا مهال نو زما اوسېله ختمه شوه، ما ويل تاسې نه پوهېږئ چې د تېر نظام ميراث څه شی دی او څوک دي؟ د تېر نظام ميراث خو همدا تاسې ياستئ، چې په هغه حکومت کې هم واليان او وزيران وئ او اوسني کې هم، دا مشکلات خو هغه وخت کې هم وو، اوس هم دي، هغه وخت هم تاسې چارواکي وئ او اوس هم ياست، هغه وخت هم تاسې موږ په بېلابېلو نومونو تورنولو او اوس هم همدا کار کوئ، هغه وخت به مو هم ويل چې ((رييس صاحب)) ته جنجال جوړوئ او اوس يې هم وايئ، چې ((رييس صاحب)) ته جنجال جوړوئ، که چېرې د تېر حکومت او يا د کرزي صيب د ميراث خبره وي، نو خو ستاسو دواړو په ګډون ډېر د کرزي ميراث ياستئ، خپله همدا ښاغلی اوسنی جمهور رييس د کوم نظام ميراث دی؟ ايا د بن له کنفرانسه رانيولې بيا تر ننه پورې د همدې حکومت برخه نه وه؟ ايا دی د مرستو د انسجام ادارې مشر نه و؟ د ماليې وزير نه و؟ د کابل پوهنتون رييس نه و؟ د واک د لېږد بهير مشر نه و؟ چې په دومره واک کې څوک د تېر حکومت ميراث نه وي، نو بيا يې نور څوک ميراثيان دي؟ 
ما هغه وخت دې ښاغلو ته دا خبره هم وکړه، ګورئ چې سبا بل حکومت راځي، هسې نه چې موږ بيا محکوميت کې او تاسې بيا حاکميت کې اوسئ او بيا به مو موږ د تېر حکومت د ميراثيانو په توګه د مجرمينو په تور تورن کړي يو، ايا تاسې به موږ ته داسې تضمين راکړئ چې پر همدې دوو حکومتونو بسنه وکړئ او بل کې شريک نه شئ؟ 
دا مې يوه بېلګه راوړه، اوس ټول حکومت له داسې بېلګو ډک دی، اوس خبره دا کوم چې د اوسني حکومت اصلي جوړښت په سلو کې (نوي) همغه کسان دي چې په تېر حکومت کې راټاله وو. واکمن، مداحان، فسادګر او نور همغه د وخت زامن دي چې پرون هم په حاکميت کې وو، نن هم دي او سبا به هم وي. ډاکټر غني کېدی شي يوازې (لس) سلنه اشخاص چې په هغه کې يو شمېر ځوانان او ځينې هغه اشخاص چې له دې ټولنې څخه لرې او له لويديځه راغلي دي، د حکومت پر ځينو مهمو څوکيو ګومارلي وي، نور نو هماغه غر او هماغه کربوړي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې د تېر حکومت ميراث خو اوسني حکومت ته پاتې شو، د اوسني به هم سباني ته پاتې شي که نه؟ په خواشينۍ سره بايد ووايو چې ځواب يې (هو) دی، هغه څوک چې د وخت پر نبض پوه دي، هغوی د زمانې له باد سره سم چلېږي، د وخت د توپان مخې ته نه ودرېږي، خو هغوی چې د وخت نادودې نه شي زغملی، له هغه سره مقابلې ته وردانګي، يا يې د وخت توپان له ځان سره وړي او يا د توپان مسير بدلوي، خو د وخت زامن له وخت سره سم زېږي، بيا ژوندي کېږي او د وختونو له رنګونو سره خپل رنګ بدلوي، تر موږه ډېر ((هوښيار)) دي.
مـــوږه لېونو د زمانې ګرېوان نيولی دی
خلک هوښياران دي له وختونو سره ځي
ډېر حکومتونه او ډېر نظامونه همدغه ډول اشخاصو له ګړنګه غورځولي. د وروستۍ پايلې په توګه مې وړانديز دا دی چې د اوسني حکومت د مهمو سياسي او اداري چارواکو يو اوږد لېست بايد د رسنيو او زمانې حافظې ته وسپارل شي چې دا ډول اشخاص بل حکومت ته د متواتر ميراث په توګه په ميراث پاتې نه شي په دې مانا چې هغه حکومت به هم دغسې ريشخند کړي، لکه دا دوه تېر حکومتونه چې يې هم وخوړل او هم يې ملامتي پر نورو وربار کړه. هدف دا دی چې د ((غني حکومت)) ((غني ميراث)) کوم ((غريب ولسمشر)) ته پاتې نه شي.
((دا ليکنه د اوربند اوونيزې په تېره (۱۳)مه ګڼه کې خپره شوې ده.))

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply