ترامپ او افغانستان کې د پاکستان جنګ!/ د. صلاح الدین سعیدي

0 660

د آمریکې جمهور رئيس د خپلې د نوي کال د کابینې په اوله غون‌‌‌‌‌‌ډه کې ویلي چې د امریکې پرځای دې افغانستان کې هند، پاکستان او روسان وجنګیږي.

جناب ترامپ پوهول په کار دي چې پاکستان په افغانستان کې دادی له اویا کلو نه زیاد جنګیږي او د یو شمېر نورو دلایلو او افغاني فکتورو او عواملو سره، د افغان لاسپوڅو، دیسانت شوو او د جان کیري په لاس جوړ شوو حاکمیتو سره د افغان اولس او د ترور او دهشت د غوړیدو لاملونه، د افغان اولس د تراژېدۍ لامل او افغانستان کې د امریکې د ناکامېدو لامل همدا افغانستان کې د پاکستان د مداخلې او جګړې لامل دی چې تاسې اوس پرې بیا ټينګار او تأکید کوئ! 
دا تأکیدونه څو لاملونه لرلای شي او لري: اول داچې جناب ترامپ د افغانستان د غمیزې درست تصویر نه لري او یا داچې د مسایل په حل که د ټولو دمخه یواځې او ېواځې خپل منافع او خپل مصالح ورته مهم او اساسي دي. دا چې د افغان اولس او افغانستان باندې څه راځي دا به ورته مهم نه وي. 
که داسې وي چې شواهد هم ښکاره کوي نو ‌‌‌‌‌‌ډېرې بدې پایلې د افغانستان او سیمې خلکو ته، سولې ته او امریکې ته لرلای شي او لري. 
له ياده ونباسئ چې افغانستان سره مرسته یعنې امریکې او نړېوالې سولې سره مرسته او جګړې اول خطکې قربانیانو سره مرسته او د وجیبې اداء ده!

سیمې او حالاتو ته په کتو او درست تصوير او درست تحلیل دا وایي چې د پاکستان جګړه او مداخله دې په افغانستان کې مهار شي او هغوی ته دې نوره د مداخلې فرصت نه ورکول کیږي او د پاکستان افغان ضد جګړې ته دې د پای ټکۍ کېښودل شي. 
د ښاغلي ترامپ وروستی تأکید چې پاکستان دې افغانستان کې وجنګږیږي، ددې مانا هم لري چې په پټو معاملو کې د افغانستان سرنوشت بیا د پاکستان لاس ته ورکړل شوای دی. 
دا خطرناکه او ناروا کار به امریکې ته به هم ښې پایلې ونه لري او د دوی ته به د سترو پښېمانیو موجب هم شي چې ناوخته به وي! 
افغان ملت دې بيا هم پرې خبر وي!

د هند هېواد مرستې افغان اولس ته دقیقې،‌ حسابي او ‌‌‌‌‌‌ډېرې استوارې او د قدر وړ دي. مونږ د هند له حکومته او خلکو د زړه له کومې مننه او قدر داني کوو. خو دا مرستې نباید د سیمې د اصلي نبض د بې خبرو په سفارش افراط او تفریط ته وکاږلې شي!

روسان افغانستان كې د جګړخپله سابقه لري او هغوی به بیا بې ځایه قدم وانخلي!

دحل لار:
-پاکستان په ريښتنې له افغانستان منع کول. 
-سیمه کې مظلومو اولسو سره د هغوی د حقوقو د وصول مرسته کول.سیاسي سولې سره ريښتی ملاتړ کول دي. بلوچانو او پښتنو سیمه کې نورو مظلومو اولسو دلته سترې قربانۍ ورکړې او ورکوي ! 
– افغانستان کې شکلي، بې محتوی دیموکراتیک ساختارو ته محتوی ورکول او نهادينه کول.
– رېښتنی افغان حاکمیت ایجاد او د هغه مهارتونه لوړول او د قانون د تطبیق سره پراخه مرسته کول!

دا هغه عمده تدابير دي چې په عالم اسباب کې د امریکې او سیمې د خلکو د نجات لار کېدلای شي. 
هغه نجات چې امریکې ته به هم د اوړو پوزه جوړه کړای شي. 
آمریکه دې هم پرې خبره او پوه وي! 
ما پر دواړو غاړه خلاصه کړه! 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply