پر جنګ تمرکز د سولې په مخالفت مه تعبیروئ

0 610

اېمل پیاوړی

د ولسمشر غني یو شمېر مخالفین په شعوري ډول پر جنګ د حکومت د تمرکز زیاتوالی د سولې په مخالفت تعبیروي او داسې تبلیغوي چې ګواکې ولسمشر د سولې مخالف دی، مګر د سولې لپاره د ولسمشر په نیت، اراده او تعهد ځکه ذره شک نشي کېدلی چې د سولې لپاره چې اوسنۍ کومې زمینې برابرې دي دا ټولې د ښاغلي غني د پرلپسې هلو ځلو او تمرکز له برکته دي. حتی په بار بار یې ویلي چې که سوله زما د سر په قېمت هم راځي، نو سر مې له سولې قربان.

ولسمشر غني له سولې سره عاطفي او احساساتي چلند نه کوي، ځکه دغه ډول چلند د هیواد او ولس په خیر نه دی. د هغه دریځ دادی چې سوله له چا څخه په هدیه کې هم نه غواړي  او نه هم د دې لپاره چاته په ننواتې ورځي. هغه وایي افغانان د سولې غوښتونکي دي. د جرګې، خبرو او استدلال ظرفیت لري. تر بل هر چا خپلې ستونزې په ښه توګه درک کوي، نو له دې امله یې ټینګار پر دې دی چې د سولې پروسه دې د بین الافغاني مذاکراتو له مخې ترسره شي. د همدې لپاره یې د سولې مذاکره کوونکی پلاوی ټاکلی، مګر طالبان له بین الافغاني مذاکراتو ډډه کوي.

د دې دوه عمده دلایل دي. لومړی دلیل دادی چې طالبان داسې څه نه لري چې د مذاکراتو لپاره یې د خبرو مېز ته وړاندې کړي او هلته ورباندې بحث وشي، ځکه دوی پوهېږي چې دا اولس کاله د پردیو په لمسون د خپل هیواد او هیوادوالو، نظام او حکومت پر ضد جنګېدلي دي. دویم دلیل یې دادی چې دوی غواړي له امریکا څخه امتیاز ترلاسه کړي او له همدې امله یې ټول ټينګار پر دې دی چې له امریکا سره مذاکرات کوي.

اکثره کسان پرځای د دې چې پر طالبانو له سولې څخه د ناغیړي له امله نیوکه وکړي، برعکس پر حکومت نیوکه کوي، حال دا چې د ملي یووالي حکومت د پيل راهیسې د سولې د راوستو لپاره ښکاره او واضح دریځ درلود. ولسمشر غني حتی د رسنیو پر وړاندې وویل، چې حکومت د سولې نیت، اراده او برنامه لري، مګر طالبان لا هم غلي دي. پرځای د دې چې له افغانانو سره خبرې وکړي، له امریکا، روسیې، چین او حتی د ایران له لارې د خبرو هڅه کوي، مګر د دوی جنګ او ستونزه له افغان حکومت او افغان ولس سره دی، دوی باید منطقي فکر او چلند وکړي.

افغان حکومت د سولې د تحقق په خاطر خپل عملي پلان له ملت او نړیوالو سره شریک کړ. د سولې لپاره داسې پلان چې تر دې پخوا یې په افغانستان کې سابقه نه درلوده او په دې د ټولو هېوادوالو اجماع شته. حکومت او ولسمشر غني تلپاتې او باعزته سولې ته ژمن  دي او سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو عملي او ګټوره پایله ترلاسه کړي.

مګر تر هغو چې سوله نه وي راغلې، جنګ به دوام لري او د حکومت تمرکز به پر جنګ ورټول وي، ځکه ولسمشر غني د مخه هم ویلي و چې موږ جنګ او سولې دواړو ته چمتووالی لرو، سوله مو لومړیتوب او جنګ مو مجبوریت دی. حتی هغه دا هم ویلي وو چې که طالبان په نرمۍ سولې ته غاړه کېنږدي، نو موږ به سوله د جګړې ډګر ته یوسو او د جګړې ډګر ته د سولې وړل پر جنګ د تمرکز زیاتوالی دی لکه نن سبا چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د دښمن مهم کسان په نښه او له منځه وړل کېږي، نو هیله ده چې پر جنګ تمرکز د سولې په مخالفت تعبیر نشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply