ایا پاکستان د بنګله دېش له تجربې درس اخیستی؟

0 749

لیکوال طاها صدیقي پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی

ژباړه: اېمل پیاوړی

ایا پاکستان د بنګله دېش له تجربې درس اخیستی؟

دریمه برخه

د پښتون ژغورنې غورځنګ همدارنګه ادعا لري چې د پاکستان انتظامي او استخباراتي سازمانونو له لوري لسګونه کسان تښتول شوي دي چې تراوسه یې لا هم برخلیک نامعلوم دی. د دې غورځنګ بله غوښتنه د تښتول شویو کسانود برخلیک معلومول، بېرته خپلو کورنیو ته د هغو راستنول او په قبایلي سیمو او ښارونو کې د پاکستاني پوځ له لوري د انسان تښتونې ودرول دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو غوښتنو څخه یوه هم په پښتون مېشته قبایلي سیمو کې د قانون د حاکمیت او د دوی بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه ده. دا غورځنګ د پاکستان له دولت څخه غواړي چې د دې هیواد اساسي قانون حاکمیت دې قبایلي سیمو ته هم پراخه شي تر څو د دغو سیمو د پښتنو حقونو ته درناوی وشي او رعایت شي.

په قبایلي سیمو کې مېشت پښتانه لا هم د برتانوي هند دورې د وخت  د قوانینو پر اساس چې زیات وخت ورباندې تېر شوی دی، په جمعي توګه مجازات کېږي. د پاکستان د دولت استازي او مقامات حتی په ځینو مواردو کې د یو کس د خلاف کارۍ او قانون ماتونې په پلمه  ټوله قبیله مجازات کوي. په همدې دلیل د پښتون ژغورنې غورځنګ په قبایلي سیمو کې د خلکو حقونو او قوانینو ته د درناوي کولو غوښتنه کوي، تر څو د هغوی حقونه خوندي شي او جمعي مجازات پایته ورسېږي.

د پاکستان پوځ او حکومت د دې پرځای چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشروع غوښتنې ومني او مثبت ځواب ورکړي، برعکس د دې غورځنګ ځپلو ته یې کار ویلی دی.

عمده او پاکستاني رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو خبري پوښښ تحریم کړی او خبرونه یې نه خپروي. د پاکستان پولیس هم په زنځیریي توګه د دې غورځنګ رهبران نیسي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې مشران د پاکستان ځینو ښارونو ته له ورتلو منع کوي. هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان په ځينو ښارونو او سیمو کې خپلې قانوني اعتراضي غونډې وکړي. په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې رهبران د پاکستاني مقاماتو له لوري ممنوع الخروج شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند په یوه رسنیزه ناسته کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو او رهبرانو تور پورې کړ. هغه  ډېر واضح وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ د دښمنو دولتونو په ملاتړ او دستور د پاکستان ضد کار ترسره کوي. [د پاکستاني مقاماتو لپاره دا کوم نوی تکتیک نه دی] دا هغه تکتیک دی چې پاکستان یې تل د خپلو منتقدانو د بې اعتباره کولو لپاره استفاده کوي.

اما د پاکستان د پوځ او دولت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ ځپل بې ګټې دي، ځکه د پاکستان د حکومت له لوري  د دې غورځنګ د رهبرانو او غړو د ځپلو کمپاین او د هغوی ځورول او اذیت د پښتنو په منځ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د غورځنګ د نورو ملګرو محبوبیت لا زیات کړی دی او د دې غورځنګ د غونډو د ګډونوالو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply