د کوچني اختر اوربند د جنګ ماحول بدل کړ

0 735

اېمل پیاوړی

د روان کال د کوچني اختر اوربند چې د افغان دیني علماو د متفقې فتوا د غوښتنې په اساس وشو په افغانستان کې یې د جنګ ماحول بېخي بدل کړ، ځکه د دغه اوربند په ورځو او شپو کې طالب جنګیالي کلیو او ښارونو ته راغلل. له ولسونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه یې د کوچني اختر خوښۍ ونمانځلې.

دغه اوربند نړیوالو ته دا وښوده چې افغانان په خپلو کې سره یو دي او دوی همېشنۍ دښمنۍ نه سره لري او همدارنګه یې د طالب جنګیالیو ذهنونه هم روښانه کړل، ځکه دوی خلک له نږدې ولیدل، له هغوی سره یې خبرې وکړې، جوماتونو ته لاړل. دوی ته ټولې هغه شایعې غلطې ثابتې شوې چې د پاکستان استخباراتو او د دوی مشرانو ورته ویلې وې. دوی دا درک کړه چې جګړه یې مشروعیت نه لري او د خپل نظام او ولس پر وړاندې بې موجبه جنګېږي.

د اوربند له پایته رسېدو وروسته طالبانو د جنګ انګېزه له لاسه ورکړه، حتی ډېر یې بېرته خپلو لیکو سره یو ځای نشول، دوی نه غواړي چې په ورور وژنه او افغان وژنه کې ښکېل شي. دکوچني اختر اوربند د علماوو باور او عقیده، د حکومت او امنیتي ځواکونو زړورتیا او د خلکو مهرباني ټولو ته ښکاره کړه، ځکه د علماوو متفقه فتوا او منطق چې په اساس یې دغه اوربند رامنځته شو دومره قوي ؤ چې طالبانو هم مثبت ځواب ورکړ او اوربند یې ومانه.

د اوربند له برکته زموږ هیوادوالو په ځانګړي ډول ماشومانو څلور لسیزې وروسته یو واقعي اختر درلود. دغه اختر یې په ډېره خوښۍ ولمانځه او د باندې لوبو ته ووتل او خپلوانو او ملګرو سره یې وکتل. هر ځای له کومې وېرې پرته لاړل.

اوربند دا وښوده چې افغانان خپل تېر او ترخې خاطرې هېرولی او یو له بل سره پخلا کېدلی شي. که چېرې ګاونډي هیوادونه او استخباراتي کړۍ د افغانانو ترمنځ بدبیني زیاته نه کړي، نو هره شیبه هغوی سره یو ځای کېدلی شي.

 عمومي باور دا وو چې طالب جنګیالي به هېڅکله سولې ته غاړه کېنږدي، دا ادعاوې ناسمې ثابتې شوې او طالبانو د اوربند په ورځ په تکراري ډول وویل، چې له جګړې او تشدده ستړي دي. بل لورته زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو هم خپل شهامت وښوده. دوی د اوربند په مدیریت کې بریالي وو، په خپلو سنګرونو کې حاضر و او د ولسمشر د امر د پرځای کولو او د اساسي قانون په رڼا کې یې اوربند مراعت کړ.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وطنپالنې او قرباني په هېواد کې د وطنپالنې حس پیاوړی کړی. ځکه دوی داسې نه دي چې کوم مهارت او کمال یې نه زده او یا هم په زور دېته مجبوره شوي چې وسله واخلي. دوی حتی بل هر کار تر دې هم ښه کولی شي او هم ښه عاید ترلاسه کولی شي، خو د وطن مینې دوی دېته هڅولي چې باید د خپل وطن او خلکو دفاع وکړي.

د همدغې وطنپالنې او د دوی د سرښندنو او مبارزو له برکته اوس امنیتي ځواکونه د حکومت تر ټولو با اعتماده بنسټ ګڼل کېږي. افغانان پر دوی ویاړي او د ټولو هیوادوالو خواخوږي او ملاتړ له دوی سره دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply