دښمن ته د جمهوررئیس غني پیغام

0 662

اېمل پیاوړی

د افغانستان دښمنانو د دوشنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې پر دوه ملکي ادارو (فوایدعامې وزارت او د شهیدانو او معلولیت د حمایت اداره) باندې د تروریستي برید پرمهال زموږ لسګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل. داسې ځوانان چې په سختو شرایطو کې یې مسلکي زده کړې کړې وې. دوی د خپلو کورنیو لپاره رڼایي او د هیواد معنوي پانګه وه او عملاً خلکو ته په خدمت او کار بوخت وو.

دا له وحشته ډکه پېښه په یوه بشپړه ملکي ساحه کې چې هلته د خلکو د استوګنې کورونه هم دې را پېښه شوه. دغې پېښې د ټولو افغانانو زړونه ودردول او ټولو د دښمن پر دغه بشري جنایت چې ترسره یې کړ لعنت ووایه. که څه هم طالبانو پر دې پېښه خاموشي اختیار کړه، مګر دوی په هیڅ صورت د دغه جنایت له مسوولیت څخه نشي تښتېدلی، ځکه د دوی وحشتونو، جنایتونو او فعالیتونو هر چاته د دې زمینه برابره کړې چې دغه ډول بوږنونکې پېښې رامنځته کړي.

جمهوررئیس غني دغې بوږنونکې پښې ته په اشارې د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې په واضح توګه وویل: ”هر څومره چې زمونږ وینې توی کړئ، مونږ په ننواتو نشې راوړئ، دا وطن اراده لري او اوس جدي ظرفیت لري چې خپله لاره خپله وټاکي. که تاسې فکر کوئ چې وطن له دې تګلارې نه، چې د اساسي قانون د لویی جرګې د اجماع نتیجه ده، شاته ځي، بیا فکر وکړئ.“

افغانان زور ته د تسلیمۍ خلک نه دي، که تسلیمېدلی، نو انګرېز او پخواني شوروي ته به تسلیم شوي وای چې له هغومره وحشت او دهشت سره راغلي وو، شوبلې، چورلکې او عصري او وژونکې وسلې یې لرلې، مګر افغانان په ډېره مېړانه او قوت د هغوی پر وړاندې وجنګېدل، نو ترهګر او د دوی ملاتړي دې هم عبرت واخلي او د جنګ لاره دې پرېږدي ځکه چې د جنګ له لارې هیڅ شی هم نشي ترلاسه کولی.

جمهوررئیس غني د افغانستان دښمنانوته په خطاب کې وویل:” جنګ د حل لاره نه ده، که تاسې افغانان يئ، ټول افغانان لکه تاسې غوندې دي، زور ته څوک سر نه ږدي. تنها لاره د سولې ده، تنها لاره د یو بل د منلو ده. چا باندې ظلم کوئ؟ د چا اولادونه دي چې نن مکتب ته نه ځي، د چا مېرمنې دي چې نن روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري، څوک دي چې نن لکه ګیاه غوندې، پرې کېږي او څوک یې پوښتنه نه کوي؟ دلته واضح ضرورت ده چې مونږ پوه شو چې زمونږ اراده تغییر نه کوي.“

ولسمشر غني افغان وسله وال طالبان پر دې وننګول چې که رښتیا هم افغانان یئ او د افغانیت دعوه لرئ، نو بیا ولې د خپلو هیوادوالو پر ضد دغه ډول جنایتونه ترسره کوئ، ولې هغوی بې موجبه وژنئ او ولې له هغوی څخه د ژوند ارام اخلئ؟ ځکه له تېرو اتلسو کالو څخه هره ورځ د طالب د جنایتونو په ټس کې زموږ هیوادوال شهیدانېږي، کورنۍ مو د ویر په ټغر کېني.

طالبان باید له تېرو پېښو زده کړه وکړي او دا ومني چې د زور او جبر له لارې هیڅوک هم په افغانستان کې واک ته نشي رسېدلی. دوی که رښتیا هم د واک شوقیان وي، نو د ټوپک پرځای دې د قلم او د جنګ پرځای دې د سولې او خدمت لاره اختیار کړي. دا ولس په زور نه ماتېدلی شي، نه تسلیمېدلی شي او نه هم خپلېدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply