پر پاکستان دې نړیوال فشار زیات شي

0 690

اېمل پیاوړی

سره له دې چې هم افغانستان اسلامي هیواد دی، هم وسله وال طالبان د اسلام دعوه لري او هم قران کریم په سوله او پخلاینې ټنیګار کړی، مګر د دې ټولو باوجود وسله وال طالبان بیا هم د سولې پرځای بې موجبه او نامشروع جنګ ته ادامه ورکوي او هره ورځ زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدانوي.

 د اسلام د مبین دین د ارشاداتو په رڼا کې باید مسلمانان په هر ځای کې د سولې او هوساینې د ټینګولو لپاره هلې ځلې وکړي. عدالت او قانون ته غاړه کېږدي او د نورې نړۍ لپاره مثال وګرځي، مګر د وسله والو طالبانو او ترهګرو ډلو له امله نن سبا اسلام او مسلمانان د ترهګرو په نوم شهرت لري، ځکه د دوی اعمال او کړنې په ظلم، وحشت او زور ولاړې دي.

د نړۍ پوهان هم د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو په تائید سولې ته ارزښت ورکوي او ولسونه دېته هڅوي چې له یو بل سره په سوله کې ژوند وکړي.

Hellen keller  -1 هیلن کیلر یوه مشهوره امریکایي لیکواله وایي، سوله او ریښتینولي د شایستګی قیمت لري چې په لوړه سطحه زمونږ توجه جلبوي. دا سکالو زمونږ د ملت د اتحاد، اتفاق او امنیت څخه ښه ده. د پخلاینې پیغام مونږ ته د زړه خوشحالي پیدا کوي چې باید د دې الهی پیغام لپاره مبارزه وکړو او وایي چې د سولې په خپرولو او تبلیغ کې به زیاته هڅه وکړم.

2- Benjamin Jewett)) بنجامین جوټ د اکسفورډ د پوهنتون استاد او د افلاطون د کتاب ژباړن په (غیرتي ژوند) کتاب کې داسې لیکي د سولې ورځ په ورځ پراخوالی د بشر راتلونکي شاید سعادت او نیکبختی ته ورسوي.

د سولې خواږه چې چا څکلي وي نو د جنګ د نوم په اورېدو هم ټکان خوري، سوله هغه مرغه دی چې انسانان یې په خپله مینه، الفت او عاطفې خپلوي .  سوله د وګړو ترمنځ خواخوږي او ترحم زیاتوي، یو له بل سره د اړتیا پرمهال نور مرستې ته هڅوي او په سوله ییز چاپیریال کې انسان د نورو د لاس او ژبې له ضرره خوندي وي. 
د سولې په نعمت او اړتیا تر بل هر چا افغانان زیات پوهېږي، ځکه د تېرو څلورو لسیزو جګړو په افغانانو داسې بدې ورځې، پېښې او شیبې ولیدلې چې نور به یې حتی د اورېدلو تاب هم ونه لري. موږ ولیدل چې د جګړ ې له امله خلک بې کوره شول، کډوال شول، بدمرغه شول، ووژل شول، د کورنۍ غړي او خپلوان یې له لاسه ورکړل. د نورو له لوري وځورول شول، جایدادونه او شتمنۍ یې لوټ شوې. لنډه دا ډېرې او سختې نادودې یې ولیدلې.

له همدې امله افغانان هم د سولې په قدر پوهېږي ، هم اړتیا ورته لري او هم یې اساسي غوښتنه ده، خو درېغه چې طالب وسله وال او ګاونډی پاکستان لا هم رحم نه لري او لا هم له جګړې لاس نه اخلي او هره ورځ په ترهګریزو بریدونو، وحشتونو او جنایتونو لاس پورې کوي. په دې وروستیو کې چې د سولې نړیوالې هڅې پیل شوې دي نو د افغانانو هیله مندي هم زیاته شوې ده او باور دی چې پر پاکستان د نړیوال فشار له لارې به طالبان هم له جګړې لاس واخلي او سولې ته به راضي شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply