د وسلهوالو طالبانو استازیو تر امریکایانو، روسانو، پاکستانیانو، عربانو او چینایانو وروسته دا ځل تهران ته تللي، هلته یې له ایراني چارواکیو سره لیدلي او پر افغان سولې ورسره غږېدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، له طالبانو سره یې مهمې او مفصلې خبرې کړې دي.
قاسمي ویلي، د افغان طالبانو یو پلاوی د یکشنبې په ورځ تهران ورغلی او هلته یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکیو سره خبرې کړي او په وینا یې پر دغو خبرو د افغانستان حکومت هم خبر دی.
که څه هم افغان حکومت یا طالبانو تراوسه د دغو خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د ډسمبر په ۲۶مه د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې افغان حکومت له طالبانو سره د ایران له اړیکو خبر دی او د تهران او طالبانو ترمنځ خبرې به دوام ولري.
که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د ایران حکومت له وسلهوالو طالبانو سره پر خپلو خبرو او اړیکو اعتراف کوي، خو د افغان سولې په دې ګرم موسم کې تهران ته د طالب پلاوي تګ او هلته له ایرانیو چارواکیو سره یې پر افغان سولې او جګړې بحث ښيي چې ایران تر پاکستان وروسته د افغانستان په قضیه کې پوره لاس لري.
څه موده مخکې افغان ځواکونو په غزني کې د وسلهوالو تر ځپلو او نیولو وروسته، داسې وسلې ترلاسه کړې چې د ایران نښان پرې لګېدلی و.
دغه راز افغان چارواکیو او بهرنیو ځواکونو هم څو ځله په افغانستان کې له فعالو وسلهوالو ترهګرو ډلو سره د ایران د اړیکو او د هغوی د ملاتړ په اړه اندېښنې ښودلې وې.
د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي هم نږدې یوه میاشت مخکې هغه سپکې او درنې وسلې، هاوانونه او د جګړې نور تجهیزات رسنیو ته وښودل او پر ایران یې تور پورې کړ چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، وسلې ورکوي او غواړي په یاد هېواد کې روانه جګړه همداسې دوام و مومي.
بلهخوا د شنبې په ورځ د هرات د امنیه قومانداني د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیر فضل رحمان خادم هم پر ایران تور پورې کړ چې په یاد ولایت کې د مهمو شخصیتونو، سوداګرو او افغان ځواکونو په ترور کې لاس لری.
نوموړي وویل چې د دوی د څېړنو له مخې، په هرات کې د شویو ترورونو ۸۰ سلنه د سپاهپاسداران په مستقیمه لارښوونه، یاد ولایت کې د ایران د کونسلګرۍ له لوري رهبري کېږي.
خادم زیاته کړه، هر کله چې په هرات کې د یوې سترې، ملي او اقتصادي پروژې د بنسټ ډبره کېښودل کېږي، ورسره هممهال د سوداګرو او پانګولو د ترورونو کچه هم زیاتېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي له طالب پلاوي سره د ایراني چارواکیو غونډه نه یوازې مهمه بللې، بلکې ویلي یې دي چې دا کار د یوه پلان له مخې شوی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې د افغان جګړې او سولې برخه کې د ایراني چارواکیو او طالب پلاوي پلان څه دی؟
د پوهنتون استاد سیدهاشم یې په اړه سرخط ته وویل چې ایران تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې، د مذهبي او قومي اختلافونو رامنځته کولو او کلتوري یرغل ترڅنګ یې د وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی، وسلې او تجهیزات یې ورکړي او اوس غواړي په افغان سولې پروسې کې هم بېرته پاتې نهشي او خپلې موخې پهکې ولټوي.
د طالبانو پلاوی داسې مهال تهران ته تللی او هلته یې پر افغان سولې او جګړې خبرې کړي چې تر دې وړاندې یې د افغان سولې په اړه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې له امریکا، پاکستان، اماراتو او سعودي سره تر درې ورځنۍ غونډې د افغان حکومت د سولې له مرکچي پلاوي سره له لیدو انکار وکړ.
تر دې غونډې وروسته تمه کېده چې طالبان به د افغان سولې په بله غونډه کې چې ټاکل شوې په روانه میلادي میاشت کې د سعودي په جدې ښار کې جوړه شي، له افغان حکومت سره د سولې مېز ته کېني، خو طالبان بیا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او وړمه ورځ یې په یوې اعلامیې کې په یاده غونډه کې د افغان حکومت له استازیو سره له لیدو انکار وکړ.
سرخط
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320