پکتياوال: که ولسمشر کړې ژمنې عملي نه کړي رايه نه ورکوو

0 872



د پکتيا ولايت قومي مخورو، د مدني ټولنو استازو، د ولايتي شورا يو شمېر غړو او ځوانانو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، که ولسمشر ورسره کړې ژمنې عملي نه کړې، رايه نه ورکوي. دوی زیاته کړې ولسمشر په تېره پنځه کلنه دوره کې د پکتيا لپاره هېڅ اساسي کارونه نه دي کړي او هغه ژمنې، چې له پکتياوالو سره يې د ټاکنو پر مهال کړې وې يوه هم نه ده عملي کړې. د ولايتي شورا وکيل محمدالرحمن قادري وويل، د ټاکنو پر مهال له پکتیاوالو سره ۱۲ بېلابېلې ژمنې لاسليک کړې، خو يوه هم عملي شوې نه ده. د يادولو ده، چې په دغو ۱۲ پروژو کې د مچلغو بند، د ګردېز-غزني تر منځ غځېدلی سړک، د مامورينو ښارګوټی، صنعتي ښارګوټی، د امنيه قومنداني ودانۍ او واردېدونکې برېښنا پروژې شاملې دي چې ځینې یې یوازې پرانیستل شوې او نورې هغه یې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply