د افغانستان د مقدس جهاد په هکله د یو لړ څرګندونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

0 615

ارګ، کابل: زموږ پر ګران هېواد د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته، افغانانو د یو ملي پاڅون په نتیجه کې د خپلې مقدسې خاورې د خپلواکۍ په خاطر جهاد پيل کړ. 
د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د مقدس جهاد د اعلان په طرفدارۍ او د دغه یرغل د غندلو په هکله نړۍ بشپړه اجماع درلوده، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې په لوړ اکثریت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل په ضد یو اعتراضیه پرېکړه لیک صادر کړ او دغه یرغل یې وغانده. 
همدارنګه د ۳۴اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه بیانیه ورکړه چې پخوانی شوروي اتحاد په کې مقصر ګڼل شوی و او له قید و شرط پرته یې ژر تر ژره له افغانستان څخه د سرو لښکرو پر وتلو ټینګار کړی و. 
د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو ټولو جمهور رئیسانو نه یوازې دا چې دغه یرغل غندلی؛ بلکې دوی د افغانانو د مقدس جهاد ملاتړي پاتې شوي دي.
د جهاد په دوران کې افغانانو انتحاري بریدونه، نه کول او نورو هېوادونو ته یې هیڅ ګواښ نه و متوجه کړی.
په دې حساس تاریخي پړاوو کې نړۍ له ابهاماتو څخه ډکه ده، همدارنګه نړۍ د بدلون په حال کې ده او د بدلون او ابهام په دغه چوکاټ کې اکثره هېوادونه په ټولو برخو کې له سره خپلې نوې محاسبې کوي.
له نورې نړۍ سره زموږ اړیکې د مشترکو ګټو په اساس تدوین شوي دي، په افغانستان کې نړیوالې قواوې یوازې د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د نړۍ او د همدغه دوستو هېوادونو د امنیت لپاره پرتې دي.
د ملي وحدت حکومت له پيل څخه تر اوسه افغانانو خصوصاً زموږ اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د بقا او د خپلو خلکو د هوساینې لپاره په لسهاو زره قربانۍ ورکړي دي، هر هېواد ته خپلې ګټې مهمې دي او د هېواد په دغه حساسو شرایطو کې زموږ لومړیتوب دا دی چې له هره اړخه په خپل ځان اتکا زیاته کړو.
د څرګندونو او د یو هېواد د رسمۍ پالیسۍ ترمنځ توپير موجود وي، نو ځکه موږ د یو لړ څرګندونو په هکله د امریکې د متحدو ایالتونو د دوست هېواد له حکومت څخه د دیپلوماتیکو لارو د یو شمېر پالیسیو په اړه وضاحت غوښتی دی او تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې له موږ سره شریک شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply