د جلال اباد ښار په یوه مارکېټ کې اورلګېدنه لا هم دوام لري

0 828



د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په يوه مارکېټ کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅې ګړندۍ شوي او هڅه کېږي چې نورو ځايونو ته يې د غځېدو مخه ونيول شي. د ننګرهار د اطفايې مدير د معلوماتو له مخې، اور سهار وختي د برېښنا د شارټۍ له امله د نور محمد په نوم ديو تن مارکېټ کې چې په کې د سيمسارۍ او نور توکي پلورل کېږي، لګېدلی دى. نوموړی وايي، اور د مارکېټ په شپږو پوړونو کې جريان لري او د اور وژنې ډله هڅه کوي چې نورو مارکېټونو ته د اور غځېدو مخنيوی وکړي . که څه هم تر دې دمه د زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي؛ خو په مارکېټ کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت توکو شتون درلود. سيمې ته د اطفايې مديريت اړوند د اور وژنې ډلې ترڅنګ، د ملي اردو د اور وژنې واسطې او د جلال اباد ښاروالۍ د اوبو ټانکرونه رسېدلي، ترڅو اور مړ کړي او نورو ځايونو ته يې د غځېدو مخه ونيسي؛ خو د مارکېټ پراختيا او د اور د شدت له امله به ساعتونه نور وخت ونيسي ترڅو اور په بشپړ ډول مړ کړل شي. بل لور ته امنيتي مسوولين سيمې ته رسېدلي او هټيوالو سره خوندي ځايونو ته د مالونو په لېږد کې همکاري کوي.

سپوږمۍ رادیو

Image may contain: cloud, sky and outdoor

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply