د ټرمپ نوی خبرې یو حماقت دی،که ننګونې؟/هلمند پردېس

0 1,242


د ټرمپ نوي خبرې که څه هم احمقانه ښکاري،خو تر شاه یې ټولو هغو هېوادونو ته چې غواړي،د افغانستان استخباراتي لوبه کې امریکا وننګوي،او یا په نړیواله کچه غواړي ځانونه مطرح کړي،د دغې لوبې لپاره په ښکاره وړاندیز وکړو،چې رامخکې شئ،کچېرې ځانونو کې ځای وینئ،نو جګړې ته رامخکې شئ.

خو دې ده(ټرمپ)؛خبرې د هرهیواد لپاره ځانته پیغام لري،دې بلګې په توګه به زه په لنډ ډول خپل تحلیل درسره شریک کړم.

اول: د ټالبانو او افغانانو لپاره د ټرمپ نوی خبرو پیغام دا دئ،چې افغانستان کې سوله او د افغانستان راتلونکي پر تاسو پورې اړه لري،دا که تاسو غواړئ،او یا نه؛خو دا ستاسو مسولیت دئ،وطن به مو جوړئ،او يا ورانوئ.

مګر د ټالیب لپاره یې خاص پیغام دا دئ، چې تاسې باید له خپلې بړستنې څخه پښې نوره بهر نه کړئ، که مو بهر کړې، پر تاسو یوه ټنګه قدرت او امتیازات کوران کړې، چې نه یې ووینې، چې د ده په خبرو کې ښه واضحت سره د شوریانو یرغل ته برات ورکول، او د مجاهدینو ردول، د ټالبانو او داعشایانو تر منځ جګړه یې ښه بېلګه بللی شو،نو ټالیبان مجبور دي،چې د پاکستاني استخبارتو هغه پالیسي کومه چې دوی یې پر مخ وړي،له سره غور وکړي،چې دا پالیسي او ترهګري راتلونکي کې د دوی لپاره څومره ګټه او تاوان درلودلی شي.

د روسیې، اېران او پاکستان لپاره بیا بېل، بېل پیغامونه لري، ځکه چې اوس دا درې واړه هیوادونه غواړي، په افغانستان کې د افغانو ملي ګټې او د امریکا پالیسي وننګوي،خو امریکا ورته وایي،چې ګرانو بچو؛زه پوهیږم تاسې کومه لوبه غواړئ،پیل کړئ، او د چا په مقابل او پردي میدان کې څنګه د شاه لخوا ګوزار وکړئ،مګر تاسې دا مه هیروئ، چې موږ نه پوهیږو؛ موږ پوهیږو او د دې هر څه امکاناتو لرو،چې په نړیواله کچه مو له سترو اقتصادي،سیاسي مشکلاتو او بندیزونو سره مخ کړو، چې پاکستان کې د هیګو په اړه د عمران خان اقتصادي توصیه،پر اېران نوي نور بندیزونه، او پر روسیې د اوکراین هیواد لخوا د اخیري کړکیچ له وجې؛ چې اوکراین بیا د یوې میاشتې لپاره اضطراري حالت اعلان او د اوروپا او امریکا لخوا پر روسیې وروستي اقتصادي بندیزونه او سخت تاوانونه یې؛ ښه بېلګه بللی شوو.

مګر که بیا هم تاسې په افغانستان کې زموږ د سولې پروسې سبوتاژ کول غواړئ،نو بیا ورمیدان ته شئ،او هلته دا جګړه تاسې پر مخ یوسئ،چې درته معلومه شي،چې له سیره څو پخیږي.

خو د هندوستان لپاره بیا ځانګړی پیغام لري،هغه دا چې هندوستان مجبور دی،چې په سیمه کې د خپلو راتلونکي اقتصادي پلانونو د پلي کولو لپاره په زغرده میدان ته راودانګي،او د پاکستان،روسیې او ایران د ترهګرۍ مخه ونیسي،ځکه چې کچېرې راتلونکي شلو او دریشو کلنو کې هندوستان غواړي،چې په نړۍ کې یو ستر اقتصادي قوت ووسیږي،د هغې لپاره په کار ده،چې پاکستان؛چې هر رنګه کیدای شي،اصلاح کړي،کنه راتلونکي به دغه ترهګریز هیواد د هندوستان د سترو اقتصادي پروژو د پلي کولو په مخکې ستر خنډ وي.

اوس افغانانو خصوصا سیاسي قشر،دولتي او حکومتي چارواکي،ولس او ټالیبانو ته په کار ده،چې د افغانستان نیباتي جګړې باندې له سره فکر وکړي،ملي یوالی او تل پاتې سوله، دټرمپ دغې نوي پالیسي او د ګاونډیو دوښمنو هیوادونو شوم اهداف وننګوي،همدا یو ښه فرصت دی،موږ افغانانو لپاره بیا بل چانس نشته،بغیر د افغان وژنې او ورور وژنې څخه،نو ښه به دا وي،چې له زغم،وطندوستۍ او ملي یوالي څخه ګټه واخلو،کنه بغیر له دې څخه به هر ګاونډي هیواد زموږ ملک د خپلو ملکونو او ملي ګټو پر وړاندې د جګړې د ډګر په شکل وکاروي.



د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply