د نړۍ د مشهورو شرکتونو اجرایوي مدیران د خپلو کار کوونکو څو برابره تنخوا اخلي؟

0 580

ژباړه: حمیدالله حمیدي



د نوي قانون له مخې اوس د شرکت عادي کار کوونکي کولی شي د خپل اجرایوي مدیر له تنخوا هم خبر شي. د نړۍ د مشهورو شرکتونو ډېری اجرایوي مدیران ان د خپلو عادي کار کوونکو څلور زره برابره لوړ معاش اخلي. دا چې اجرایوي مدیران باید د خپلو عادي کار کوونکو څو برابره تنخوا واخلي، ډېره له پامه لوېدلې خبره ده. د دوی د معاشونو دغه کچه کال پر کال پورته ځي. نږدې دېرش کاله پخوا د ځینو بهرنیو مشهورو شرکتونو اجرایوي مدیرانو د خپلو عادي کار کوونکو شل برابره لوړ معاش اخیست، خو وروستۍ څېړنې دا په ډاګه کوي چې اوس دغه شمېره په یوه عادي شرکت کې ۳۱۲ برابره شوې ده، خو په ځینو نورو کې بیا له دې هم پورته ده. د بېلګې په توګه، د ډونالډ شرکت اجرایوي مدیر د دغه شرکت د یوه عادي کار کوونکي په پرتله ۳۱۰۱ برابره لوړ معاش اخلي چې په یوه کال کې لږ تر لږه ۲۱ میلیونه ۷۱۶ زره ۵۲ ډالره کېږي. په داسې حال کې چې د دغه شرکت یو عادي کار کوونکی د کال یوازې ۷ زره ۱۷ ډالره تنخوا لري. دا چې دغه شرکت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څانګې لري، نو کېدای شي له امریکا پرته د ځینو نورو هېوادونو د خلکو لپاره دا یو ښه معاش وي. په ۲۰۱۸ ز کال کې بالاخره هغه قانون تصویب شو چې د یوه شرکت عادي کار کوونکی هم باید د خپل اجرایوي مدیر له معاش یا تنخوا څخه خبر وي. موږ په دې لیکنه کې د نړۍ د ځینو مشهورو شرکتونو د اجرایوي مدیرانو او د همدې شرکتونو د عادي کار کوونکو په اړه معلومات را ټول کړي. هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ. 
  
ټوېټر: په زړه پورې خو دا ده چې د ټوېټر شرکت  اجریوي مدیر هېڅ معاش نه لري، ځکه چې دی په خپله د شرکت یو شریک دی او د کار کوونکو شمېر یې ۳۳۷۲ تنو ته رسېږي. دغه راز د هر منځني کار کوونکي کلنۍ تنخوا یې ۱۶۱۸۶۰ ډالره ده. 
  
الفابېټ: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو کارکوونکو ۰.۰۰۰۰۰۵ برابره لوړ معاش اخلي. د کار کوونکو شمېر یې ۸۰۱۱۰ تنه دی. 
د اجرایوي مدیر معاش یې یو ډالر دی. دا په دې مانا نه ده چې د یوه ډالر په بدل کې کار کوي. د ډېری شرکتونو اجرایوي مدیران خپله د همدغو شرکتونو پانګوال او څښتنان وي. 
د هر منځني کار کوونکي کلنۍ تنخوا یې: ۱۹۷۲۷۴ ډالره ده. 
  
امازون: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۵۹ برابره لوړه تنخوا اخلي. د کار کوونکو شمېر یې ۵۶۶۰۰۰  تنه دی . دغه راز د هر منځني کار کوونکي کلنۍ تنخوا یې ۲۸۴۴۶ډالره کېږي. 
  
کرافټ هاینز: د دغه شرکت اجرایوي مدیر له خپلو عادي کارکوونکو څخه ۹۱ برابره لوړه تنخوا اخلي او د کار کوونکو شمېر یې ۳۹۰۰۰ تنه دی. 
د اجرایوي مدیر  کلنی معاش یې ۴۱۹۴۱۷۹ ډالره دی. دغه راز د  هر عاي کار کوونکي کلنی معاش یې ۴۶۰۰۶ ډالره دی. 
  
نتفلیکس: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۱۳۳ برابره لوړه تنخوا اخلي او د کار کوونکو شمېر یې ۴۸۵۵ تنه دی. دغه راز د اجرایوي مدیر کلنۍ تنخوا یې ۲۴۳۷۷۴۹۹ ډالره ده.دغه راز د هر عادي کار کوونکي کلنۍ تنخوا یې ۱۸۳۳۰۴ ډالره ده. 
  
مایکروسافټ: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۱۵۴برابره لوړه تنخوا اخلي او د کار کوونکو شمېر یې ۱۳۱۰۰۰ تنه دی. دغه راز د اجرایوي مدیر کلنۍ تنخوا یې ۲۵۸۴۳۲۶۳ ډالره ده. 
د هر عادي کار کوونکي معاش او اضافه کاري په کلني ډول ۱۶۷۶۸۹ ډالره کېږي. 
  
اینټل: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۲۱۱ برابره لوړه تنخوا اخلي. د دغه شرکت د کار کوونکو شمېر ۱۰۲۷۰۰ تنو ته رسېږي. 
د اجرایوي مدیر کلنی معاش او نور امکانات یې ۲۱۵۴۴۷۰۰ ډالره کېږي. 
د یوه عادي کار کوونکي کلنی معاش یې ۱۰۲۱۰۰ ډالره کېږي. 
  
کاترپنیلار: د دغه شرکت اجرایوي مدیر له خپلو عادي کارکوونکو څخه ۲۱۳برابره لوړه تنخوا اخلي. د کار کوونکو شمېر یې ۹۸۴۰۰ تنو ته رسېږي. اجرایوي مدیر یې په کلني ډول ۱۴۰۳۵۲۰۹ ډالره تنخوا اخلي. دغه راز هر عادي کار کوونکی یې بیا په کلني ډول ۶۵۷۷۰ ډالره معاش لري. 
  
جی‌پي‌مورگان چیس: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۳۶۴ برابره لوړه تنخوا اخلي. 
د دغه شرکت د کار کوونکو شمېر ۲۵۲۵۳۹ تنو ته رسېږي. 
اجرایوي مدیر یې په کلني ډول ۲۸۳۲۰۱۷۵ ډالره معاش او نور امکانات لري. دغه راز هر عادي کار کوونکي ته یې په کلني ډول ۷۷۷۹۹ ډالره تنخوا ورکول کېږي. 
  
جانسون اند جانسون: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۴۵۲ برابره لوړه تنخوا اخلي. په شرکت کې یې د کار کوونکو شمېر ۱۳۴۰۰۰ کسانو ته رسېږي او اجرایوي مدیر یې په کلني ډول ۲۹۸۰۲۵۶۴ ډالره تنخوا لري. 
د دغه شرکت هر عادي کار کوونکي ته په کلني ډول ۶۶۰۰۰ ډالره ور کول کېږي. 
  
ماراتن پترولیوم: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۹۳۵ برابره لوړه تنخوا اخلي. په دغه شرکت کې لږ تر لږه ۴۴۰۰۰ کسان په کار ګومارل شوي دي. اجرایوي مدیر یې په کلني ډول ۱۹۶۷۰۸۰۷ ډالره معاش اخلي. دغه راز  د شرکت هر عادي کار کوونکي ته په کلني ډول ۲۱۰۳۴ ډالره معاش ورکول کېږي. 
  
سکیچرز: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۱۵۱۲ برابره لوړه تنخوا اخلي. 
د دغه شرکت د کار کوونکو شمېر ۲۴۵۹۹ کسانو ته رسېږي. 
اجرایوي مدیر یې په کلني ډول ۷۷۷۳۹۹۲ ډالره تنخوا اخلي. 
په دغه شرکت کې په کلني ډول یوه عادي کار کوونکي ته ۵۱۴۰  ډالره ورکول کېږي. 
د دغه شرکت ډېری کار کوونکي واړه پلورونکي دي چې له امریکا بهر  ژوند کوي. 
  
استه‌لودر: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۱۶۹۰ برابره لوړه تنخوا اخلي. 
په دغه شرکت کې لږ تر لږه ۷۷۶۰۰ تنه پر کار بوخت دي. اجرایوي مدیر یې په کلني ډول ۴۸۷۵۳۸۱۹ ډالره تنخوا لري. 
د دغه شرکت هر عادي کار کوونکي ته په کال کې ۲۸۸۴۵ ډالره معاش ور کول کېږي. 
د دغه شرکت ډېری کار کوونکي واړه پلورونکي دي چې له امریکا بهر  ژوند کوي. 
  
مکډونالډ: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۳۱۰۱ برابره لوړه تنخوا اخلي. 
په دغه شرکت کې لږ تر لږه ۲۳۵ زره کسان پر کار بوخت دي. اجرایوي مدیر یې په کلني ډول ۲۱۷۶۱۰۵۲ معاش اخلي. 
دغه راز هر عادي کار کوونکي ته یې په کال کې ۷۰۱۷ ډالره ور کول کېږي. 
د مکډونالډ شرکت ډېری کار کوونکي واړه پلورونکي دي چې په پولنډ کې ژوند کوي. 
  
ماتل: د دغه شرکت اجرایوي مدیر د خپلو عادي کارکوونکو ۴۹۸۷ برابره لوړه تنخوا اخلي. 
د دغه شرکت د کار کوونکو شمېر ۳۵۲۸۰ کسانو ته رسېږي. اجرایوي مدیر یې د کال ۳۱۲۷۵۲۸۹ ډالره تنخوا لري. 
په ماتل شرکت کې یوه عادي کارکوونکي ته د کال ۶۲۷۱ ډالره معاش ور کول کېږي. 
د دغه شرکت ډېری کار کوونکي په مالیزیا کې ژوند کوي چې د نورو شرکتونو د کار کوونکو په پرتله ډېر کم معاش اخلي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply