په طالبانو بولي لګېدلې؛ څوک به يې په ښه قيمت واخلي؟ / خوشحال آصفي

0 546

په داسې حال کې چې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت او امریکا لخوا د سولې پراخې هڅې روانې دي؛ دغې ډلې هم د نړۍ هيوادونو ته سفرونه پيل کړي دي. تېره ورځ وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې له لارې اعلان وکړ چې له ايران څخه د دغې د پلاوي له راتګ وروسته به د سيمي نورو هيوادونو ته هم سفرونه وکړي. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې ايران ته يې د پلاوي موخه د سيمې له هېوادونو سره ددوى د اړيکو د لړۍ يوه کړۍ ده او ددوى پلاوى به په نږدې راتلونکي کې د سيمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي ترڅو د هغوى ملاتړ خپل کړي.

دوه ورځې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى و چې د طالبانو پلاوى تهران ته راغلى او د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سره يې کتلي دي. دوه اوونۍ وړاندې په اماراتو کې له امريکا، پاکستان، سعودي او اماراتو سره تر خبرو وروسته تهران ته د طالبانو د پلاوي دا دويم سفر دى چې ترسره کوي يې. له دې وړاندې هم دغې ډلې په ځلونو ايران ته سفرونه کړي دي. له ايران وړاندې مسکو، چين، سعودي عربستان او پاکستان ته هم په چکر تللي و.

تر ټولو جالبه بيا دا ده چې د سيمي هيوادونو ته د طالبانو سفرونه وروسته له هغې ډېر شول؛ کله چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د چین، ايران او مسکو په ګډون د سيمي هيوادونو ته سفر وکړ. خو پوښتنه دا ده چې د سيمي هيوادونو ته د طالبانو سفرونه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له سفرونو سره څه تړاو لري؟

د سيمي هيوادونو ته د طالبانو او د پاکستاني چارواکو د سفرونو تړاو په دې کې دی چې پاکستان اوس په وسله والو طالبانو سوداګري پيل کړې ده. کله چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له عمران خان څخه د يو ليک لارې غوښتنه وکړه چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي؛ نو پاکستان خپل ځان په روانه لوبه کې بريالی او امریکا او افغان حکومت خپل ځان ته اړمن وليدل. هماغه و چې پاکستان د طالبانو پر سر نوې لوبه پيل کړه.

پاکستان د دې لپاره چې د طالبانو پر سر له افغان حکومت او امریکا څخه ډېر امتياز ترلاسه کړي نو په دغه ډله يې د سیمي د هيوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د سيالو هيوادونو تر منځ بولۍ ته وړاندې کړه. اوس د امریکا رقيب هيوادونه هڅه کوي چې له پاکستان سره د طالبانو پر سر د بولۍ ميدان ته وځي.

د طالبانو ښه سوداګر څوک دي؟

په اوس وخت کې د وسله والو طالبانو ښه سوداګر ايران، مسکو، چین او سعودي عربستان دي.

ايران

ايران ځکه غواړي دغه بولي وګټي چې له يوې خوا يې امريکا سره ټاټنې ژوول پيل کړي او له بلې خوا د افغانستان د اوبو د کنټرول لپاره غواړي چې د افغانستان په جغرافيه کې د بندونو د تخريب لپاره يوه ډله ولري. ايران پوهيږي چې که له وسله والو طالبانو سره د امريکا په نوښت سوله وشي نو امریکا به د افغانستان له جګړې بريالۍ بهر شي او په ضمن کې به په افغانستان کې د سولې په صورت کې د افغان حکومت مخه د اوبو د مهار لپاره واوړي. نو اوس مهال د وسله والو طالبانو په کنټرول سره غواړي چې له يوې خوا امریکا د افغانستان په جګړه کې بوخته وساتي او له بلې خوا دافغانستان د اوبو د کنټرول مخه ونيسي.

روسيه

مسکو په سيمه کې د امریکا سرسخته سيال او په افغانستان کې د امريکا د حضور ننګوونکی هيواد دی. مسکو په سيمه کې د داعش پروژه د ځان پر وړاندې د امريکا لخوا برابره شوې پروژه بولي او د همدې لپاره چې په افغانستان کې د دغې ډلې سره د مقابلې لپاره داسې ډله ولري چې روسيه پرې کنټرول ولري؛ هڅه کوي چې د پاکستان لخوا د طالبانو پر سر روانه بولي دوی وګټي.

چین

چين هم په سیمه کې د سياسي او اقتصادي لحاظه د امريکا سيال او د پاکستان نيږدې دوست بلل کیږي. د دې لپاره چې په افغانستان کې له امريکا سره ښه سيالي وکړي غواړي چې په وسله والو طالبانو کنټرول ولري. نو د همدې لپاره په روانه بولۍ کې چين هم غواړي چې ګټونکی شي.

سعودي عربستان

که څه هم پاکستان، قطر او سعودي عربستان په سیمه کې هغه هيوادونه دي چې په افغانستان کې يې د وسله والو طالبانو نظام په رسميت پيژندلی و؛ خو تېر کال کله چې په کندهار ولايت د والي په ميلمستون کې د طالبانو لخوا خونړی بريد ترسره او په کې د سعودي عربستان ډيپلوماتان ووژل شول نو دغې پيښې د پاکستان او سعودي عربستان اړيکې ترينګلې کړې. ځکه د معلوماتو وروسته په ډاګه شوه چې دا بريد د پاکستان لخوا پلان شوی و. له دې سره له طالبانو سره هم د سعودي عربستان اړيکې سړې شوې. ځکه عربستان ويل چې طالبان زما په چنده چليږي او پاکستان بېرته د همدوی په خلاف وکارول نو هماغه و چې د طالبانو او سعودي اړيکې سړې شوې.

اوس د دې لپاره چې پر طالبانو دغه کنټرول بيرته ترلاسه او همداراز د دې لپاره چې سعودي عربستان له قطر سره خپل رقابت وپالي؛ غواړي له وسله والو طالبانو سره خپلې اړيکې ورغوي. په همدې خاطر په روانه بولۍ کې سعودي عربستان هم هغه هيواد دی چې پر وسله والو طالبانو پانګونه کولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply