دا کتاب له ورکېدو وژغورئ!/حبیب الله غمخور

0 714


داطلاعاتواوکلتوراغلي وزيري صاحبې! 

که پښتنی مېرمنی دعبدالروف بينوااثر دوباره چاپ سي دورکېدومخهبه یې ونيول سي .

تاسوديوې ميرمني  په توگه د(( پښتنی مېرمنی ))په نوم  داعلمي اوتاريخي اثر چې دهيواد دمشهور عالم اوليکوال عبدالروف بينوا په قلم ليکل سوی اوپه ۱۳۲۳ لمريز کال کي پنځه سوه ټوکه چاپ سوی دی په دوهم ځل چاپ  له ورکېدووژغورئ .

دا کتاب دلمړی اووروستی ځل لپاره په ۱۳۲۳ لمريز کال  پنڅه سوه ټوکهچاپ سو.پدې کتاب کي دعبدالروف بينوا صاحب دڅېړنيززيار اوزحمت په نتيجه کښي  دافغانستان ديوشمېر هغو ښځو چې شاعراني وې اويا دعلم او فرهنگ په نورو برخوکي مصروفي وې  ژوند ليک ليکلی اوپدې کتاب  کښي یې چاپ کړی دی .

داچي دمرحوم بينوا صاحب  ددې هڅو اوقلمی زيارته به ديوه افغان اوانسان په توگه څومره درناوی سوی وي دابله خبره ده،پدې بايد پوه سو چې زموږ په هيوادکي هيچا اوهيڅ  چارواکي  دومره ملي او ارزښتمن کارندي کړی .

دا کتاب (( ۵۰۰ )) ټوکه ۷۴ کاله پخواچاپ سوی،تاسو فکر وکړی چي دا به زموږ ځوان نسل له کومه کړی .

دافغانستان دعلومواکاډمی پخواني غړي مشهورليکوال اوتاريخ پوه محمد اعظم سيستاني صاحب  تيره شپه په تليفوني خبروکي راته وويل چي دافغانستان دعلومو اکاډمی په کتابتون کي نه وو .نوڅنگه کېداي سي چي يوعادی افغان زلمي دهغه دلوستلو امکان ولري ؟

داکتاب ماته زماډېر درانه اودقدروړ دوست او علمی شخصيت  ښاغلیغلام نبي مبتکرصاحب لخوا ډالی سوی ،زه په ډېر احتياط گذاره ورسره کوم ځکه کاغذ مخ پر زړېدو اوحروف یې مخ پر ورکېدودي .

ديوه افغان اوکتاب دمينوال په توگه دداطلاعاتواوکلتوروزارت له محترمې وزيري نه په تکرار داغوښتنه کوم  چې دا کتاب له ورکېدو وژغوري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply