د فاطمیانو پښه وښویېده

0 637

افغان حکومت وتوانېده، د فاطمیون لښکر په نامه هغه لویه دسیسه شنډه کړي چې په افغانستان کې ورته دوې میاشتې وړاندې ښه ډلونه وډنګول شول. د سیاست او جګړې په دې تاوده ډګر کې سړی کله کله لوبې ته تر پیل له مخه او ډېر کله وروسته متوجه شي.

د فاطمیون لښکر ته د فعالیت په موخه د بهانې برابرولو لومړنۍ هڅه د افغانستان په مرکزي سیمو کې د یوې مشخصې کړۍ او ډلې له خوا په څو جبهو کې هممهاله د جګړې اور بلول وو چې د ولسمشر غني د حکومت د هوښیارو ګامونو په لړ کې ورته اوس د پای ټکی کېښودل شو.

د افغانستان په غزني او روزګان کې هممهاله د طالبانو او هزاره‌مېشتو تر منځ د جګړې خبرونو هغه مهال زور واخیست چې یو شمېر وسله‌والو د طالبانو په نوم د هزاره‌مېشتو پر خوندي کلیو بریدونه وکړل او هغوی ته یې د هوايي فریاد زمینه برابره کړه.

په کابل کې یو شمېر کړیو او رسنیو په لوی لاس داسې هڅه وکړه چې د غزني په جاغوریو او مالستان کې جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي  او همدا جګړه یوه بهانه کړي او د سیمې د خلکو د دفاع په نوم هغه هزاره افغانان پکې تنظیم شي چې د فاطمیون ډلګۍ په لیکو کې یې سوریه لوټې لوټې کړه او یوه برخه یې په عراق کې د عربو په وژنو کې پراخ لاس درلود.

سره له دې چې ځینو اړخونو هڅه کوله، د خلکو د دفاع په هدف دې حکومت سیمه‌یزو خلکو ته چې موخه یې همدا هزاره ځوانان وو وسله ورکړي، خو د افغانستان د امنیت شورا په ډېر ځیرکانه ډول سره ځانګړي ځواکونه سیمې ته واستول او د ۲ اوونیو په موده کې یې حالات قابو کړل.

سره له دې چې دې ډرامې ته په سیاسي کړیو کې هراړخیز تبلیغات وشول، خو د یوه منظم پلان له لارې د فاطمیون را ټوکېدلې جرړې فعلاً په نطفه کې شنډې کړای شوې.

د دغې ایرانۍ مزدورې ډلې لپاره په غزني کې قوماندان علیپور او په روزګان کې شجاعي ته دنده سپارل شوې وه چې د طالب په نامه جګړې ته زور ورکړي او له کابله به مشخص کسان د مرستې په توګه لوبې ته نوی رنګ ورکوي.

په دې ډله کې یو شمېر وکیلان، پخواني او اوسني چارواکي هم د شخصي ملېشو په ډول سیمې ته ولاړل چې پیل کړې لوبه ستره وښيي او د فاطمیون ډلګۍ ته د فعالیت مشروعیت پیدا شي. په دغه ډله کې د هرات وکیل بهزاد، د فراه یو مستعفي والي شاه‌جهان او په کابل کې د یوه قومي ګوند یو مشر له خپلو شخصي ملېشو سره په تصویرونو کې راڅرګند شول چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د لارښوونو په حال کې دي او بل شوي اور ته خس او خاشاک برابروي.

د فاطمیون د غوړېدلو د پلان د خنثی کولو په موخه پر قوماندان علیپور باندې په غور کې افغان ځواکونو برید وکړ، خو د خلکو د مداخلې له کبله روغ ووت. پر شجاعي وسله‌والو طالبانو برید وکړ او خبره یې تر روغتونه ورسېده.

سره له دې چې وسله‌والو طالبانو دا خبره رد کړه چې په روزګان کې یې پر هزاره‌مېشتو برید کړی، بلکې ادعا یې وکړه چې د نوم‌بدي خپل‌سري قوماندان شجاعي وسله‌والو په سیمه کې په مېشتو خلکو زورزیاتی کاوه چې د خلکو د دفاع په ټس کې د ده تر شلو وسله‌وال د طالبانو په برید کې لولپه شول.

د غزني کیسه بیا لږ بل ډول ښکارېده او په جاغوریو او مالستان کې وروستیو بریدونو دا پوښتنې راپورته کړې چې د طالبانو له ۱۷ کلن احتیاط او زغم سره سره ولې پر هزاره‌مېشتو سیمو برید پیل کېږي؟ ولې په تېرو ۱۷کلونو کې وسله‌والو طالبانو ان د د دغو هزاره‌مېشته سیمو حکومتي مامورانو او امنیتي کسانو ته هیڅ نه ویل او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د دوی تګ راتګ ازاد وو او د هغوی پر سیمو یې امنیتي چتر خپور کړی و؟

د کومو عواملو له مخې طالبانو په تېرې یوې نیمې لسیزې کې هزاره افغانانو ته لاس ور اوږد نه کړ؟ ایا زور یې نه رسېده او که جګړې ته د قومي او مذهبي رنګ ورکول کېدو د مخنیوي لپاره یې دا کار کاوه؟

دا ټولې پوښتنې ښيي چې یو شمېر کړیو په سیمه کې د یوه تمام عیاره قومي او مذهبي جګړې او اختلاف د را منځ ته کولو ناکامه هڅه وکړه چې د ملت او حکومت د سیاسي بیدارۍ له کبله دا ټوله توطیه د اوس لپاره شنډه شوه.

ځینې تحلیل‌کوونکي باور کوي چې په دې لوبه کې ایران هم غونډاري وار کړل، خو پر هدف و نه لګېدل. پاکستان ته هم اشاره کېږي چې د قومي او سیاسي درزونو د پراخولو هڅې یې کړې دي، خو ښکاري چې په کابل کې چارواکيو او نظام اوس د دې وړتیا تر لاسه کړې چې له هر لوري د کوچنيو کوچنيو را الوتونکو بادونو لوری بدل او را الوتې بړبوکۍ په هوا کې دړې وړې کړې.

په کابل کې د قوماندان علیپور په نیول کېدو سره حکومت د فاطمیون وسله‌والې ډلې د را منځ ته کېدو ټول پلان له ماتې سره مخامخ کړ چې د افغانستان د مرکزي سیمو دننه یې د یوه ملېشه ځواک د جوړولو لپاره له کور دننه او بهر لارښوونې تر لاسه کړې وې. د علیپور د خوشې کولو په توبه نامه کې دا ډول اندېښنې ځواب شوې او ښکاره شوه چې افغان ځواکونه د سوریې او عراق په برخلیک د نه اخته کېدو ډرامې ته د پای ټکی کېښود او هڅه کوي د دولتي زور په کارولو سره هر څه تر کنټرول لاندې کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply