روحاني: ایران کې د اوبو کمښت خطرناک دی

0 524


د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد د انرژۍ له وزیر او په دې برخه کې له خپلو سلاکارانو سره په یوه غونډه کې ویلي چې په ایران کې د اوبو کمښت ګواښوونکی دی. هغه په دې اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې ایران کې د اوبو د ذخایرو کمېدل به خورا بدې پایلې ولري. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې هېواد کې د اوبو د کمښت او یو لړ نورو ستونزو له امله په وار وار په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه هم شوي دي. روحاني دا وضعیت بحراني یاد کړی دی او ویلي یې دي چې که په دې برخه کې عاجل اقدامات ونه شي ښایي وضعیت لا ترینګلی شي. د یادونې ده چې ایران څو ورځې مخکې په تهران کې د اوبو په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د اوبو او انرژۍ مرستیال هم ورغوښتی و او ورسره یې یاد هېواد ته د هلمند سیند د تلونکو اوبو پر سر خبرې کړې وې، که څه هم تر اوسه د یادې ناستې بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي خو وړاندې تر دې ایران د هلمند سیند اوبه خپل حق بللې او ترې یې په وړیا توګه د استفادې غوښتنه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply