کال ۱۳۹۷ وروسته له پر له پسی انتحاري حملو څخه په افغانستان کې
چا ته یو ســو، له چـــــــا شکوه ، د بیدادۍ سره مخ یو
چی مـو هستي شــوله برباد ،د بربادۍ ســــــره مخ یو
تورو دیوانو د نفرت ،ایښــــــی په زړونو مــو وحشت
ربه! دا څه دی زمونږ حــالت؟د بی دردۍ سره مخ یو
یو خواته لاس بل خواته خپه ،بله خوا پروت دی د چا سر
بل خوا پرتي د زړه قطرې،څــه بیرحـــمۍ سره مخ یو
د دي حــــالاتو اندیښــنو، کړلو بد رنـــګه مــوژوندون
د وهم شـــپي دي تیره وو،د لاچـــارۍ سره مـــــــخ یو
د فرشـــتو په جــامو کې ، دیوان راګرځي په خــوا کې
د دي بی حــاصـلو نـادانو، نافهـــمۍ ســـــــره مـــخ یو
نه راخیژي لــــه یو دانا ،نه یو آواز لــــه یو آشـــــــــنا
نه چا له حــاله کړو آګـــاه ،ځـــکه خوارۍ سره مخ یو
په ډیرســوچــونو د تدبیر،بدل مــو نه کړلــــــــــوتقدیر
ګیر یو دامـــو کې د تذویر، د پریشــــانۍ ســره مخ یو
بهـــارونه واړه غمــجن ، د یـــــــــو دبل پســـي راځي
د بهــــبود زیرۍ نه راوړي ، نا امیدۍ ســره مــــخ یو
ربه! تیارۍ مــو د باطن ، په مـــــعرفت کړه راروښان
چي جـهالت او نا پوهي نه ، بد بینـــۍ سره مـــــــخ یو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320