يو کس څنګه هېر کړو؟ / ژ: محمد ياسين ستانکزی

0 915

که يو شي سره مينه لرئ او ترلاسه کړي مو نه وي، نو دا طبیعیي ده چې خفه به وئ؛ خو بايد دا زده کړئ چې ژوند وکړئ او له ماضي نه پند واخلئ؛ نه دا چې ځان تباه کړئ. د هغه په اړه فکر مه کوئ،  کوښښ وکړئ چې په مهمو موضوعاتو ځان مصروف کړئ. تاسې بايد خپل احساس په خپله انتخاب کړئ. هڅه وکړئ چې بيا ماضي ته لاړ نه شئ، د (هغه) په ځای د راتلونکي په اړه فکر وکړئ. د ماضي په اړه فکر کول تاسې ته زيان رسوي؛ نو هڅه وکړئ چې د راتلونکي لپاره پلان ولرئ او دغه حس په ځان کې قوي کړئ. هغه شيان چې د (هغه) د يادېدلو لامل کيږي له منځه يوسئ؛ لکه: جامې او نور شخصي توکي… ترڅو هغه دې ياد نه شي او ستاسو ذهن مصروفه نه کړي. خپله انرژي پر يوه موخه متمرکزه کړئ، چې وکولای شئ ماضي هېر کړئ او نوي موخې تاسې ته د ژوند کولو انرژي درکړي. د خپلو ياديزو په اړه يوڅه وليکئ، ټول منفی او نامطلوبه احساسات، چې د هغه خاطرې په تاسې کې ژوندۍ کوي وليکئ، وروسته خپله ليکنه څيرې کړئ يا ويې سوځوئ.  دغه لاره تاسې سره د حيرانتياوو په کمولو کې مرسته کوي. د حيرانتيا شتون تاسې سره مرسته نه شي کولی. ځان له ټولنيز حمايته مه محروموۍ. کله چې موږ ټول هغه چاسره، چې په وړاندې يې د صميميت او نږدېوالي احساس کوو خبرې وکړو ارامه کيږو؛ نو د کورنۍ د غړو، ملګرو او خپلوانو سره د خپلو ترخو يادونو په اړه خبرې وکړئ، د هغوی همدردي د خفګان د کمولو ترڅنګ تاسې سره د (هغه) په هېرولو کې مرسته کوي. په دغه وخت کې خدای مه هېروئ او په دعا کولو سره ځان ارام او صبور کړئ.

د هغه کس د هېرولو لارې چې مينه ورسره لرئ:

۱ـ ومنئ: لومړۍ کاردا دی، چې څه شوي دي هغه ومنئ. د هغه موضوعاتو په اړه فکر کول، چې د کېدو امکان يې کم وي؛ لکه (کېدای شي بېرته راوګرځي يا شايد دا ځل هر څه بدلون ومومي او نور… ) پرېږدئ. په هېځ وجه د (هغه) د خبر اخيستلو په فکر کې مه اوسئ. که په ريښتيا ستاسې اړيکه له نوموړي کس سره پرې شوې وي، اړينه ده چې په واقعیت باور وکړئ او په غير واقعی چارو سره ځان مه ځوروئ.

۲ـ پاکاري وکړئ: د نورو د هېرولو يو له لومړنيو پړاوونو څخه  زموږ د ژوند پاکول دي له هغه وسايلو څخه، چې موږ په مستقيمه توګه د هغه کس په ياد کې اچوي. هغه نښې چې د (هغه)  څخه لرئ له خپلو سترګو نه لرې کړئ، وايي (چې له سترګو لاړ هغه له زړه لاړ) یعنی له زړه نه ځي هغه څوک چې د سترګو له ديده پناه شي. د زړه نه د تلو له پاره بايد (هغه) او د هغه نښې له سترګو لرې کړئ.

۳ـ  مصروفه واوسئ: هېڅ شی د مصروفيت او بوختيا په اندازه تاسې د هغه په اړه  له فکر کولو نه شي خلاصولی. که هرڅومره قوي واوسئ او په يو وخت کې د ګڼو موضوعاتو په اړه د فکر کولو وړتيا ولرئ؛ خو کله چې په واقعي توګه ستاسې ذهن د يوې کليمې ښکار شي، نه شئ کولئ هغه د فکري لومړيتوبونو له کتاره وباسئ؛ نو اړينه ده، چې يو درسي برنامه يا جدي کار قبول کړئ او د هغه په کولو مصروفه شئ. دغه کار دوې ګټې لري؛ يو دا چې خپل وخت مو په يو مهم کار ولګاوه  او بل دا چې (هغه) مو له خپل ذهن نه يو څه لرې کړه.

۴ـ په ډله کې داخل شئ: په ډله کې اوسېدل د يو خاص شخص په اړه د فکر په نه کولو اغيز لري. حتا کولای شئ داسې يوه ډله وټاکئ،  چې هغوی سره لږ پېژندګلوي لرئ، دغه صورت کې په جدی توګه د ډلې په مسايلو کې ښکېل کېږئ. د خپلو خوښيو په نظر کې نيولو سره کولای شئ نوي ملګري پيدا کړئ. په ادبي، ورزشي او هنري ټولنو کې د غړيتوب په اخیستلو تاسې له نوو کسانو سره آشنا کېږئ او په غير مستقيم ډول سره ستاسو له ذهن نه  د (هغه) د لرې والې لامل کيږي.

۵ـ ماضي ته وګرځئ: مقصد دا نه دی، چې کېنئ او د (هغه) اړوند یادونه تکرار کړئ. زموږ هدف د هغه له وخت نه هم پخوا وخت دی. د څه وخت له پاره له هغو الکترونیکي وسایلو، چې له ډېرو لارو کولای شي د هغه خبر تر تاسو ورسوي لرې و اوسئ.

ځان له هغو شیانو سره مصروفه کړئ، چې ډېر کلونه مخکې خلکو له هغو نه استفاده کوله. لاسی شیان جوړ کړئ، پلي تګ وکړئ، ګلان وکرئ؛ ټول هغه کارونه وکړئ، چې له الکترونیکی وسایلو سره اړیکه ونه لري.

۶ـ موسیقي مه هېروئ: د بېلتون په ورځو کې غمګینې او عاشقانه سندرې ستاسې حال خرابولی شي، د مستو سندرو اورېدل کولی شي تاسې خوښ او خوشاله کړي. کېدای شي په لومړیو کې ځان درته مسخره ښکاره شي، چې  زما دغه حالت وګوره او دا مستې سندرې اورېدل!خو په لاشعوری توګه لږ لږ ستاسې په روح او روان اغیز کوي.

۷ـ منډه وکړئ: ورزش کول هم لکه موسیقی ستاسې د روح او روان په ښه کېدو کې د پام وړ اغيز لري. البته زموږ موخه هغه ورزش نه دی؛ لکه: د شطرنج لوبه. دغو ورځو کې اړينه ده هغو لوبو ته مخ کړئ، چې ستاسې د بدن حرارت پورته بيايي همدا بسنه کوي، چې په پارک کې منډه وکړئ؛ څو دغه خبره ښه ثابته شي.

۸ـ خوراک مو سم کړئ: که هېڅکله په خپل ژوند کې د سم خواړه په فکر کې نه وئ، اوس يې وخت دی، چې يوه غذايي برنامه د خپل صحت لپاره؛ نه د غټوالي يا ډنګروالي لپاره جوړه کړئ. له دغه پنځه ډوله خوراکي توکو(لبنيات، غله باب، پروټين، سبزۍ، مېوې او لږ غوړ او خواږه) څخه ګټه واخلئ. بشپړه غذايي برنامه نه يواځې ستاسې د جسمي حالت د پرمختګ له پاره ګټوره ده؛ بلکه په روحي او رواني حالت هم مثبت اغيز کوي.

۹ـ د ځان په فکر کې واوسئ: که تاسې د عمر تر پايه د غم او خفګان لمنه ونيسئ، له انسانانو او خلکو څخه لرې اوسئ؛  په دنيا کې څه بدلون راځي؟ ايا هغه کس چې تاسې ورسره مينه درلوده یا هغه تاسې سره مينه درلوده او اوس نه شته؛ کوم زيان ورسيږي؟ نو اړينه ده، چې راپورته شئ او لږ د ځان په فکر کې شئ. د پام وړ کار چې ځان ته کولای شئ، هغه ظاهري ښکلا ته پام کول دي. دغه جمله (د چا له پاره سټايل جوړ کړم؟) عجيبه پوښتنه ده، چې د ډېرو کسانو له پاره مطرح کيږي. د ځان له پاره سټايل ووهئ او د ځان له لېدو نه خوند واخلئ.

۱۰ـ بښنه وکړئ: په انګلیسي کې يو عبارت دی( Forgive and forget) (وبښئ او هېر کړئ) که ټول پورته ياد شوي کارونه مو وکړل او حالت مو لږ ښه شو، خپل عادی ژوند ته وګرځېدلئ، يا نور د غچ په فکر کې نه وئ، له خفګانه ووتلئ؛ نو دا يې وخت يې دی، چې بښنه وکړئ؛ (هغه) او د هغه ټولې کړنې، چې ستاسې د ځورولو لامل شوي دي هېرې کړئ .

په دې مهم  کار سره کېدای بيا هم ونه شئ کړای، چې په بشپړه توګه (هغه) هېر کړئ؛ خو دومره به ستاسې په زړه او ذهن کې خيره شي، چې شتون او يا نشتون يې ستاسې په ژوند کې ځوروونکی تمام نه شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply