کترینه کیف:نړۍ ملالې یوسفزئ اؤ دهغې په څېر نورو جینکو ته اړتیا لري

0 1,083

کترینه کیف چې دا مهال پخپل ښائست اؤ فلمونو کې په غوره اداکارۍ  په ګرده نړۍ کې خپل په اربونو مینه وال لري، خو دغه مشهوره ۳۵کلنه پیغله بیا پخپله د پښتونخوا دسوات سیمې سره دتعلق لرونکې ملالې یوسفزۍ مینه واله ده .

دهندي فلمونو وتلې ستورې کترینه کیف وایي نړۍ ملالې یوسفزۍ اؤ دهغې په څیر نورو جینکو ته اړتیا لري اؤ هغه هیله لري چې یوه ورځ به ملاله پخپل طاقت نړۍ بدلوي.

کترینه کیف چې دا مهال پخپل ښائست اؤ فلمونو کې په غوره اداکارۍ په ګرده نړۍ کې خپل په اربونو مینه وال لري، خو دغه مشهوره ۳۵کلنه پیغله بیا پخپله د پښتونخوا دسوات سیمې سره دتعلق لرونکې ملالې یوسفزۍ مینه واله ده .

دامن نوبیل نړیواله جائزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ په کال ۲۰۱۲م کې یوازې د۱۱کلنۍ په عمر طالبانو په سر په ګولۍ ویشتلې وه چې ولې هغه دجینکو دتعلیم دپاره غږ پورته کوي اؤ له هغې راپدیخوا اوس ملاله په برتانیه کې میشته ده اؤ دبشري حقونو په ځانګړي ډول دجینکو د زده کړو دپاره مبارزه کوي.

ملاله یوسفزئ په دې وروستیو کې دخپل ځان اؤ دنړۍ دبې کوره شوؤ جینکو د ژوند په اړوند د “وي ار ډسپلیسډ”(مونږ بې کوره یو) په نوم یو کتاب لیکلی چې کترینه کیف یې هم په لوستلو بوخته ده .

کترینه د ټولنیزې رسنۍ انسټا کرام له خپلې پاڼې څخه دملاله یوسفزئ ددې کتاب سرپاڼه خپلو مینه والو سره شریکه کړې ده اؤ ملالې یوسفزئ سره یې خپل عقیدت اؤ مینه ښودلې ده.

په کتاب خپل نظر کترینه کیف په دې ټکو ورکړی “په دې کتاب کې د ملاله اؤ نورو مهمو جینکو کیسې یو شان اغېزمنې دي.داکتاب به د هاغو ټولو جینکو په خوبونو پوره کولو کې دهغوئ دمرستې اؤ ډادګیرنې سوب وګرځي چې په ځان باور لري”

کترینه په انسټا ګرام زیاتوي” ملالې ! زه دعا کووم چې یوه ورځ به ته پخپل طاقت نړۍ ته تغیر ورکړې، دا نړۍ تا اؤ ستا په څیر نورو جینکو ته اړتیا لري”

تر دې دمخه دتیرکال په اکتوبر کې لویې هندي فلمي ستوري شاه رخ خان هم په ټوئټر لیکلي وؤ چې ملالې یوسفزئ سره لیدنه به دهغه دپاره د ویاړ خبره وي

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply