د ماشومانو پر وړاندې اغېزمنې خبرې!

0 1,039

– کرامت الله اخلاص یار

 

دا خو ټول منو ، چې ماشومان د کور ګلان ګڼل کېږي، هغه مينه چې د پلار مور او د کورنۍ د نورو غړو لخوا ورکول کېږي. ماشوم یې په اخېستلو ډير خوند اخلي، دا چې موضوع (( د ماشومانو پر وړاندې اغېزمنې خبرې)) ده نو اصلي موضوع ته راګرځم.

هغه خبرې چې د ماشوم په ورځني ژوند باندې اغېزمنې تمامېږي او د ماشوم په ذهن باندې بده اغېزه کوي، نو کورنۍ بايد ماشوم ته د داسې خبرو کولو څخه ډډه وکړي.

که چېرې مونږ د ماشومانو پر وړاندې هغه اغېزمنې خبرې وکړو ، چې د ماشوم پر ذهن باندې منفي اغېز کوي ، نو لېرې به نه وي، چې د ماشوم فکر به په غېرې مشروحو خبرو اخته شي.

د ماشومانو لپاره دا ډېره اړينه ده، چې اکثره وخت د ښو ماشومانو سره ملګرتيا یا ناسته، پاسته وکړي، چې
ترڅو د هغوی څخه ښې خبرې زده کړي، نه داسې چې د بدو ماشومانو سره خپله ملګرتيا یا ناسته پاسته وکړي، کنه ماشوم به په بدو خبرو کولو او بدو کړنو اخته شي.

هغه خبرې چې د ماشومانو پر وړاندې اغېزمنې تامېږي په لاندې ډول دي:

۱: وله له مرګ سره جوړ یې

که چيرې یو ماشوم ته د مور، پلار او د کورنۍ د نورو غړو لخوا داسې خبره وشي، نو ماشوم دا دردک کوي چې بیخي اړیکه یې دا دنيا سره پرې شوي وي، یعنې د دنيا څخه یې زړه تور شوی وي . نو په داسې خبرو سره ماشوم ناهیلی کېږي، له ځان سره داسې پرېکړه کوي، چې ځان وژلو ته مجبور کړي او په داسې خبرو سره ماشوم دا وايي چې اله زرکه مړ مې کړه. هيڅ وخت بايد ماشوم ته داسې اصطلاحات وړاندې نه شي.

۲: په ماشومانو باندې بې ځايه نومونه اېښودل

کورنۍ او د کورنۍ نور غړي باید هيچا ته دا اجازه ورنه کړي، چې ماشوم په داسې ناوړه او بدو نومونو وبولي، چې ماشوم ترې کرکه کوي او ستونزه ورته جوړه وي، لکه شرمناک،کمزوری، بې زړه، ورک شه، او داسې نورو نومونو یادول، چې ماشوم د داسې نومونو په اورېدلو سره دېر خواشینی کېږي، ځان ورته کم رنګه ښکاري او د انسانيت څخه یې زړه تور شي.

داسې اشخاص هم لېدل کيږي، چې په ماشوم باندې د بې ځايه نومونو اېښودلو خپل وخت تير کړي، ځکه چې دوی خو هېڅ کوم بل کار نه لري، خاص دغو ته تکړه وي، چې په ماشومانو باندې د بې ځایه نومونو اېښودلو او د ماشومانو د ځورولو او داسې نورې هغه کړنې ترسره کوي، چې په هېڅ ډول سره انسانيت ته د منلو وړ نه وي.

که چيرې مونږ په ماشومانو باندې هغه نومونه، چې هېڅ د منلو وړ نه وي کېږدو، نو داسې نومونه د ماشوم په ذهن باندې بده اغېزه لرلی شي. نو که د داسې بې ځايه نومونو اېښودلو پر ځای ماشوم ته هغه اخلاقي چوکاټ وښودل شي، چې ماشوم ژوند ټولنيز کوي، نو دا به تر دې ډيره بهتره وي. هيله لرم، چې د داسې نومونو اېښودلو څخه بايد په کلکه ډډه وشي.

۳: ماشومانو ته جنګي خبرې کول

جنګ یو داسې عمل دی، چې په ماشوم باندې ډيره اغېزه کولی شي. جنګ داسې عمليه ده، چې د بشري ټولنې د تباهۍ او بد بختۍ سبب ګرځي. چې د ټولنې بنسټيز ارزښتونه او د ټولنې صحت او اقتصاد له منځه وړي او ډيرې جسمي او روحي ناروغۍ رامنځته کوي.

هغه سریالونه،فلمونه، ډرامې او د جنګ کېسې چې جنګي مسایل پکې خپاره شوي وي، دا ډول مسایل د ماشوم په ذهن باندې ډېره اغېزه کولی شي. نو باید ماشوم د جنګي فلمونو او د جنګ کېسو څخه لارې وساتل شي.

۴:په ماشومانو باندې بې ځایه تورونه لګول

ځیني اشخاص شته، چې په ماشومانو باندې بې ځایه تورونه لګوي، چې دا دې لامل کېږي، چې د ماشوم بدني او روحي پیاوړتيا باندې زیاته اغېزه وکړي.

اکثره وخت په ماشومانو باندې د غلا او یا د پیسو د پټولو تورونه لګول کېږي، چې هيڅ رښتيا پکې نه وي، بلکې دورغ وي. که چېرې ماشوم داسې عمل هم ترسره کړي ، نو باید د شخص لخوا ونه تمبول شي. همدارنګه باید ماشوم ته وويل شي، چې بيا داسې کار یا عمل ترسره نه کړې ، نو په دې سره به ماشوم ډاډ ترلاسه کړي او نورو ماشومانو ته به هم دغه عمل وروښايي. پلارونه یا نور اشخاص باید پر ماشومانو باندې هغه بې ځایه تورونه ونه لګوي، چې د ماشوم د تباهۍ سبب کېږي.

۵: په ماشومانو باندې د خوړو اغېزه

خواړه د ماشوم په رواني حالت کې زیات ارزښت لري، خواړه د ماشومانو هغه داخلي او خارجي فعاليتونه اصلاح کوي. خواړه د ماشوم د بدن په مقاومت، رواني حالت او داسې نورو ناروغيو په مقابل کې ، د تفکر کولو او نورو کړنو باندې اغېزه کوي.

خواړه باید ماشومانو ته په مسلسل ډول ورنه کړل شي، بلکې باید ماشوم دې ته وهڅول شي چې ترڅو په خپله د خواړو سره مينه پيداکړي. ماشوم ته باید هغه خواړه ورنه کړل شي، چې نا خوښي ښکاره کوي، باید د هغوی پر ځای نور مناسب خواړه ورکړل شي. هغه خواړه چې ماشوم یې په سم ډول غضمولی نه شي، باید داسې خواړه ماشوم ته ورنه کړل شي، کېدای شي چې داسې خواړه ماشوم د ناسنوسې سبب وګرځي.

۶: په ماشومانو باندې د کمپيوټر او تلويزون ليدلو اغيزه

په ماشوم باندې د کمپيوټري یا تلويزوني خپرونو او یا هغه نورې خپرونې، چې د ماشوم د ذهن مطابق یا د ذوق وړ یې نه وي، نو دغه په ماشوم باندې ښه اغېزه کولائ شي. که چېرې ماشوم د تلویزون یا کمپيوټر هغه شیان چې د ماشوم اړتيا ورته لري او یا یې خوښ وي نو ماشوم زر تر زه دا احساسوي او ژاړي او دا غواړي، چې دغه شیان اوس زما سره په لاس کې وای او ما ورسره لوبې کولی. که چېرې د دې پرځای موږ ماشوم ته دا وښايو چې د تلويزون یا کمپوټر باندې د ځينو خپرونو لېدل، چې ستا په رواني روغتيا باندې اغېزه کوي او د داسې خپرونې چې د بې ځایه شیانو او اجناسو څخه ترتيب شوي وي،لکه:((که چيرې ماشوم ننځکه د کمپيوټر یا تلويزون پر پرده وویني، نو ماشوم ژر تر ژره تر اغېزې لاندې راځي او دا وايي چې آيا دغه ننځکه دې اوس زما سره وای او که چيرې اوس را سره وای نو ما به اوس لوبې ورسره کولی.

هيله، دا چې تر خپلې وسې پورې، ماشومان د تلويزوني او کمپيوتړي ناوړه جنګونو د لېدلو څخه لېرې وساتل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply