د بريالي ژوندانه څلور طلايي لارې / شمس الحق حيران

0 554

لومړی – فيسبوک کارول کنټرول کړئ

د یوې وروستۍ څېړنې له مخې که تاسو په یوه ورځ کې تر سل ځله زیات خپل ځيرک موبایل د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو د تعقیبولو لپاره وکاروئ نو پوه شئ چې په اروايي ناروغۍ اخته شوي یاست.

فيسبوک ټولنيزه رسنۍ نن تر بل هر وخت زيات کاروونکي لري په دې پوهيږو چې په فېسبوک کارولو روږدي یوو او پرېښودل يې هم راته ګران دي ځکه واکمنان سیاسي ډنډورې غږوي، نور بیا هره ورځ د واک خپلولو په موخه نوي ائتلافونه جوړوي او د کرکټ د ټيمونو برياوې مو هم د فيسبوک کارولو ته هڅوي. داسې انديښنې شته چې فيسبوک د سالمو سياسي فعاليتونو تر څنګ د نا سالمو سياسي موخو لپاره هم کارول کېږي. ويل کېږي دغه پاڼه د امريکا د استخباراتي ادارې (سي .آي .اې) له خوا څارل کېږي او خپل ټاکلي وګړي له دې لارې څارې او معلوموي چې هغوی له چا سره په کومه کچه اړيکې لري؟ د سالمو سياسي فعاليتونو په لړ کې د عربي هېوادونو اوښتونونه، ټاکنیزي سیالۍ او منډې ترړې، د سیمې، هېواد او نړۍ په کچه د اقتصادي، سیاسي او پرمختيايي بدلونونو په اړه چټک خبرونه، د سولې لپاره کېدونکي اقدامات او د عام ولس او سیاسیونو هيلې د یادونې وړ دي.

سره له دې چې دغې پاڼې د نړيوالو اړيکو په ټينګښت کې خورا ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړې دي خو بيا يې هم زيانونه  تر ګټو زيات دي. د مالوماتو خونديتوب يو له هغو اندېښنو څخه دی چې هر کله د فيسبوک په اړه د خلکو په خوله وي، دوی له دې خبرې سر ټکوي چې په فیسبوک پاڼه کې يې مالومات خوندي نه دي. د همدې اندېښنې له امله په ۲۰۱۱ز کال کې په ميليونونو فيسبوک کارنو له خپلو غړيتوبونو پريکون وکړ.

خو اړینه نه ده چې د دې هر څه منفي خطر خپل ژوند ته پېښ کړو، موږ په ډېرې اسانۍ سره کولای شو خپل فیسبوک کارول کنټرول او محدود کړو. د ځان، زده کړو، شالید، اندونو او کار زیار په اړه هر ډول مالومات پر فیسبوک خپاره نه کړو. په ياد ولرئ چې هر انسان په ورځ کې د يو معلوم سټرېس د زغملو وړتيا لري نو کوښښ وکړئ چې ددې معلوم سټرېس د زغملو ځای په بې ځايه سټرېس اخيستلو ‌‌ډک نه کړئ.

دویم) مينه وکړئ

د زړه له تله مينه کول مو د ژوند لوری بدلولی او د زړه مراندې پياوړې کولی شي. ځکه خو سپارښتنه کېږي چې مینه وکړئ، يوه ريښتوني مينه يوه داسې مينه چې د زړه له ژورو سرچينه اخلي. له لوی الله سره مينه، له مورجانې سره مينه، د خدای(ج) د پراخو کایناتو له ښکلا سره مينه او له خپلې مېرمنې او اولادونو سره مينه. ستاسو بدن الله تعالی داسې پيدا کړی چې د دردونو يا خوند سرچېنه کېدلی شي، تاسو کوم يو انتخابوئ؟ دا ټاکنه ستاسو په خپل لاس کې ده.

درېيم) د مننې کولو وړتيا پيدا کړئ

تر بل هر چا وړاندې لومړی د الله جل جلاله مننه او شکر آدا کړئ. وروسته که سوچ وکړو؛ د انسانانو د قدر پېژندلو لپاره هم ډېر فرصتونه لرو، بسنه کوي چې له هغو کسانو مننه وکړئ چې ستاسې قدر او لاسنیوی یې کړی او کوي یې، ستاسو بریا خپله بریا بولي، د ژوند په خوږو او ترخو شېبو کې درسره مل وي او تاسو ته د ژوند له ستونزو سره د مبارزې لار ښيي. دا کسان کېدای شي ستاسو والدین، ښوونکي، وروڼه او خویندې یا مخلص ملګري وي.

څلورم) پړاو په پړاو لوبه وکړئ

بريا ته بايد په تدريجي توګه ځانونه ورسوئ. په بيړې او ورخطايۍ سره هېڅکله هم څوک بريا ته رسېدای نشي. بريا ته د رسېدلو لپاره به پړاو په پړاو مخکې ځئ. که غواړئ چې په لومړۍ هڅه کې بريا ته ورسېږئ نو بښنه غواړم، دا ډېره ستونزمنه ده.  ستونزمنه لا څه چې ناشونې برېښي. تل هڅه وکړئ چې د خپلې بریا لپاره مو ځان ته پړاوونه جوړ کړئ او پړاو په پړاو مخ پر وړاندې وخوځېږئ. اجازه راکړئ د طبيعت له پرانیستي کتاب یوه داسې غوره بېلګه درته راوړم چې یوازې د بصیرت خاوندان یې درک کولای شي: د اوبو او کاڼو د مبارزې کيسه به مو ډېر ځايه ليدلې وي؛ باوري يم چې د دې معرکې اتل (اوبه) هم پېژنئ. پوهېږئ که اوبو په لومړۍ ورځ له کاڼو سره د مبارزې په ډګر کې بريا غوښتلې وای او د ماتې په صورت کې يې له هڅو لاس اخيستی وای نو څه به پېښ شوي وای؟ ځواب روښانه دی:

اوبه له منځه تللې او معرکه کاڼو ګټله، خو دا چې اوبه دې کاڼو په هسکو کړنګونو کې راولوېدې، کلونه، کلونه په تېرو پرښو ولګېدې اما د لوبې له ډګره په شا نه شوې، تديجي او پړاو په پړاو مبارزه يې وکړه؛  نو په پايله کې د اوبو مړاوي، بې هيبته، آرام او پڅ بهير د تورو او لويو کاڼو تېرې او غوڅوونکې څوکې وسولولې او ځان ته يې لاره پکې جوړه کړه او دا لوبه يې وګټله. همدا ده د ژوند د بريا کيسه او همدا دی دې هغې لوبې د ګټلو راز چې هره شېبه ورسره لاس او ګرېوان يو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply