استرالیا د کرکټ د شپږم ځل قهرمانۍ په هڅو کې

0 1,222

اسټرالیایۍ لوبډله چې په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ په کچه یوه پیاوړې لوبډله ده، تر اوسه په نړیوالو جامونو کې تر ټولو موافقه او بریالۍ لوبډله ثابته شوې.

اسټرالیا چې له انګلستان سره د کرکټ په غوړېدا او پرمختګ کې پوره ، پوره مرسته کوی آن په ښوونځیو کې د کرکټ مضمون لری، چې د ښوونځیو له دورې څخه زده کوونکی په کرکټ بوخت وی او کله چې زده کوونکی د فراغت مرحلې ته رسېږی، د زده کړو تر څنګ د کرکټ په برخه کې هم پوره مسلکی او ماهره وی.

همدا علت دی چې د نړۍ په کچه خورا خطرناک لوبغاړی د نورو هېوادونو ترڅنګ په اسټرالیا کې زیات موندل کېږی.

لومړی راځو دېته چې اسټرالیا په ۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې څه وکړل، چې یو ځل بیا غواړی په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې هم همداسې لوبه وکړی، ترڅو د شپږم ځل لپاره د نړیوال پنځوس اوریزجام اتلولی یوسی.

۲۰۰۳ م کال نړیوال جام او کوربانه هېوادونه
۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام د کرکټ نړیوالې شورا اتم پړاو جام و، د دغه جام لوبې د افریقا په براعظم کې په درې هېوادونوکې ترسره شوې.
افریقا، زِمبابوې او کینیا درې هېوادونه د ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام کوربانه وو.
دا نړیوال جام په ۱۵ لوبغالو کې ترسره شو، چې پکې ۱۲ سهیلی افریقا کې وو، دوه په زِمبابوې کې وو او یو لوبغالی بیا د کینیا په پلازمېنه نایروبی کې و.
دا لومړی ځل و چې د افریقا په لویه وچه یا قاره کې نړیوال پنځوس اوریز جام ترسره شو.
نمېبیا د لومړی ځل لپاره په دغه نړیوال جام کې ورشامله شوې وه.

د ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام لومړنی ټورنمنټ و، چې ۱۴ لوبډلې پکې ولوبېدې.
نړیوال پنځوس اوریز جام په هرو څلورو کلونو کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا دایرېږی، له دې وړاندې دغه جام ته د غوراوی جام سیالۍ تر سره کېږی، چې بیا ترې د غوراوی جام مخکښې لوبډلې نړیوال جام ته لاره مومی.

په ۲۰۰۳ م کال ورلډ کپ کې لوبډلې په ۲ ګروپونو وېشل شوې وې، چې اووه لوبډلې الف یا ای ګروپ کې او ۷ لوبډلې په ب یا بی ګروپ کې ولوبېدې.

د هر ګروپ له اووه، لوبډلو درې، درې لوبډلو یې دوهم پړاو یا سوپر شپږ پړاو ته لاره موندله.

په ۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې په الف ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، پاکستان، زِمبابوې، نېدرلېنډ او نمېبیا شاملې لوبډلې وې.

د الف ګروپ له ۷ لوبډلو څخه درې لوبډلو اسټرالیا، هندوستان او زِمبابوې سوپر سېکس یا شپږ غوره پړاو ته لار وموندله، انګلستان، پاکستان، نېدرلېنډ او نمېبیا له سیالیو بهرشول.

په بی ګروپ کې سریلانکا، نیوزیلېنډ، سهیلی افریقا، ویسټ انډیز، کینیا، کاناډا او بنګله دېش شامل وو.

سریلانکا، کینیا او نیوزیلېنډ د شپږ غوره لوبډلو پړاو ته لار وموندله.

بنګله دېش، کاناډا، ویسټ انډیز او سهیلی افریقا له سیالیو بهرشول.

دا مهال د افغان لوبډلې نوم او نښان نه و؛ هغه مهال چې کینیا او نمېبیا په نړیوال جام کې لوبېدل نن سبا یې نوم او نښان ورک دی او پر ځای یې افغان پیاوړې لوبډله په نړیوال جام کې د هېوادوالو له نندارې او تودو چکچکو سره مخ کېږی.

شپږ غوره لوبډلو پړاو او لوبډلې یې
د سوپر سېکس پړاو لوبډلو څخه اسټرلیا، کینیا، هندوستان او سریلانکا لوبډلې نیمه پایلوبو ته ولاړې، زِمبابوې او نیوزیلېنډ په شپږ غوره لوبډلو په پړاو کې له سیالیو بهرشوې.

کینیا تر سیمی فاینل یا نیمه پایلوبو پورې ولاړه، چې دې چارې د کرکټ نړۍ خورا حېرانه کړه.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسټرالیا، سریلانکا ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه، سریلانکایی لوبډله له سیالیو بهر شوه او اسټرالیایی لوبډله سیده پایلوبې ته ورسېده.
او دوهمه نیمه پایلوبه کې هندوستان په نړیوال جام پایلوبه کې د کینیا د خوبونو تعبیرته د پای ټکی کېښود او په ۹۱ منډو هندوستان کینیا ته ماته ورکړه، کینیا له سیالیو بهر شوه او هندۍ لوبډله اسټرالیا پسې پایلوبې ته ور ورسېده.

په پایلوبه کې اسټرالیا، هندوستان ته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه او په دې ډول اسټرالیا د ۲۰۰۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام اتلولی واخېسته.

دا دریم ځل اتلولی وه، چې اسټرالیا وګټله.

په پایلوبه کې ریکی پونټېنګ ۱۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا څلورم لوبغاړی و، چې د نړیوال جام په پایلوبه کې یې سلیزه ووهله.

اسټرالیا او نړیوالو جامونو اتلولۍ
اسټرالیا ۱۹۸۷ ، ۱۹۹۹ ، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ م کلونوکې د نړیوالو پنځوسو اوریزو جامونو اتلولۍ ګټلی دی او سږ کال یې اراده کړې، چې یو ځل بیا دغه اتلولی وګټی.
اسټرالیا سږ کال له خپلې اتلوۍ دفاع کوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply