د ورک خراسان لنډ تاریخ/ همایون دوست

0 876

قفقاز (کوهي قاف) کې، ارمن د ټبر صنعتي، سوداګریز او مذهبي په مخ تللی متمدنه پلازمینه وه، پارس په (۵۰۲ م.) خپلی د امپراترۍ سیوری په وغزاوه.
اسلام سپیڅلی دین ودی په پړاو کې، عربانو دا خلک خپل تازه غوړیدلی دین ته دعوت کړل چې له وړاندیزه دوی ډډه وکړه، هغوی هم په ( ۶۴۷م.) د حبیب الله په سر لښکری د توری په زورم۹ ښار فتحه کړ، کوربانه کسب خاوند یی، «همدان»، «استانه»، «نیشاپور»، «استانه»، او «اصفهان» ته هجرت وکړ، ورپسې په (۱۲۰۱م.) سلجوقیانو نوموړی سیمي نه بیا عربان په ټکولو، ټکولو وشړل او خپل وکدار یی په کې وګماره.
په (۱۲۴۷م.) چنکیز لښکر د غوبل په پس منظر کې، له متمدنه خراسان څخه مازی د غلغلی ښارغوندی لوټی، لوټی کڼډوالی پاتی شوی او خراسانیان یی د کډوالي په یوی بلی بیساری زوراوری څپی«استانه»، «هرات»، « بلخ »، « بخارا» او « …» ته را پور وهل، په (۱۴۷۲م.) په دغو کنډرو بیرته پارسیانو منګولي خښي، چې ترکانو بیا (۱۵۲۲م.) په خونړوی نښتو کې دوی مات کړل او خراسان یی خپله خاوره وګنله، خو ورسته د دی سیمی ملکیت له وجې روسان څو واری ورسره ښکر په ښکر اړم شول او نوموړی سیمه به دوی د انډوخر په کشالو کې لاس په لاس شوه، چې ایله په (۱۸۷۸م.) د یوجوړجاړی پایله کې عثمانی ترکې برخه وګڼل شوه، په ړمبي نړیوالی جکړه کې بیا روسانو په کې، یو کال مودی له پاره (۱۹۱۶-۱۹۱۷) په دی پلمه خپل ځواکونه ځای په ځای کړل چې ګواکي سیمه خپل اصلی خاوند ته سپاری او هلته له سره ارمنیان میشت کړل، په همدی مهال کې د روسي دننه د اوکتوبرانقلاب په بدلون سیاسی قدرت بلشویکانو لاس ته ورغي ، دوی وپتیله چې تعروضي پوځي عملیات وځندوی، د فنلند، پولند او خراسان په کډون د قفقازځینی نیول شوو سیمو نه ځواکونه وباسی، د پوځیانو په وتو سره سمدم، د مفتی په فتوا، پاریدلو ترکانو په لاس میشت شوی ارمنیان قتل عام شول؛ خوابدی ارمنیانو دغي خونړۍ پیښه ته د ځان په وړاندی مذهبی کرکی رنګ ورکړ او ناورین باندی یی د «ملي فاجعی» نوم کیښود چې د غميزی یاد یی په هر کال کې تازه کیږی، دوی ویر د ترسره کولو په ترڅ کې تور د ماتم کالي اغوندی او له سترګو اوښکي څڅوی، له دی وجی یی لا تر ننه پوری د دواړو هیوادونو اړیکي داسی ترینګلې دی چې بیخي یو بل زغملای نه شي.
خراسان په (۱۹۱۹ – ۱۹۲۰م.) کلونو کې د اتاترک ناستځای او د ترکیی ملي غورځنګ درستیزوالي مرکزهم پاتي شوی دي.
وسمهال ارزوم د ولسوالي مرکز دی.۵۰ رزه نفوس لري، خپل لرغوني ارزښت بایللی خو نوم یی(« حراسان» «horasan») په بڼه خوندی ساتلی.
*
دغه مهاجر خراسانیان ټول د وریښمو لاری په اوږدو کې د پرتو ښارنو په مرکزونو کې استوګن شول، دوی معمولاً ښاری کسب کار (پیشه وران) (ښایی د پیښور نوم هم له همدی سره تړاو لری ) او فن کار وو، له بل پلوه د ژوند پایښت له پاره هم مجبور وو چې خپل شغلي مهارتونه لا غښتلی کړی، همدا وجه وه، په ځانګړی توګه د تیموریانو په پیره کې د معماری په برخه کي د هوښیار وزیر علي شیر نوایی په نووښت د دوی کاری او هنری وړتیا نه پریمانه ګټه واخیستل شوه، په همدی مهال د خراسانیانو لوی قافلی د مشهد او نیشاپور نه ننی افغانستان ته د کار موندنی په موخه کډوال شول، په بلخ کې د سخي صاحب مزار، هرات یی ښکلی سینګار شوی په ودان کړل، … ښایی په همدی ویاړهم سیمو په تدریجي توګه د خراسان نوم خپل کړی وی.
*
طالـع اوقو جانیمغا بلالیق بولدی *هر ایشنی کیم ائیلدیم خطالیق بولدی
اوزیئرنی قویوب هندغه ساری یوزلندیم *یا رب نه تئییم کی اوز قارالیق بولدی
«بابری توزک»
کابل کوهدامن ولسوالی د کلکانو «اغاسرای» تاریخي ارزښت دا دی چې په همدی ځای کې سردار عبدالرحمان خان د انګریزانو سیاسي استازی «ګریفین» سره ورسته د دری ورځنی لیدو، کاتو د افغانستان امیر شو. دویمه دا چې په ترکستان کي د ازبکانو له لاسه د ماتی ورسته ظهیرالدین بابرهم همدلته لنکر واچو او خیال کې وه چې خراسان فتحه کړی، خو نه پوهیده چې دا خراسان اصلاً چیری او کوم خوا ته پروت دي، نو ځکه یی د خراسان موندني په لټون هر خوا لښکری واستولي، خراسان نه موندل کیده، ځکه هغه شتون نه درلود، دبخت یوه غشی په لور ناڅاپه د هیلوغوټۍ د غړیدو د امیدونو زیری ورکړ، په همدی ځای کې د پښتنو په هڅوني هندوستان پاچا کیدو شوق په سر ورغی، چې بیا یی هلته پښتنو نه د پښتنو په مټ سیاسي واک غصب کړ، دا پورتنی شعر په همدی کاروان سرای کې لیکل شوی یاني:
غشي د بخت می وویشت لورپه لور * نښی شوی ختا، په خپل سرمې شوی بلا
نه وینم چاره بله دروموم به هند په لور * پاکه لویه ربه دلته شرمنده شوم اومخ تور
ظهیرالدین بابر: عرب په مجموع کې عجم، پوزه یی جګه وی که ټیټه، پوټکي رنګ یی تور وی او که سپین، هندو وی که مسلمان ټول خراسانیان بولي؛ هندوانو ته بیا د دوی له پولو به څلور خواو بهر د عربانو په ګډون، د دنیا ټول مخلوق خراسانیان ښکاری، په دي شان له بلخه، بدخشان، فرغانه، ترکستانه، سمرقند، او بخارا ټول سودا ګریز کاروانونه، چې د خراسان په نیت درومي، مخه یی کابلستان ته وی، له کابله د خراسان په هوډ چې روان شې، مخ په کندهار درومی، کابل او کندهار د خراسان ستر مارکیټونه کڼل کیږی. «بابری توزک».
*
مؤرخین ریښتیا وایی چی اسلام مقدس دین په راتللو سره خراسانیان راغلل، خو دلته سوال دا دی، چې د کومه او کله راغلل؟ دوی په دوه پړاونو هجرت راوکړ یو دا چې عربانو په یرغل کې خپله پارس چارواکو د دوی کاری شغلونو ماهرین له ځانه سره «همدان» (د پارس پلازمینه وه) ته راوستل او ښار په ودان کړ، نوری یی هغه خراسانیان ؤ چې اسلام ته د «دعوت» نه ډډه کوله یا د جزی ورکړی وسه هم نه درلود، نو راتښتیدل؛ بله د دوی د هجرت لویه څپه زموږ سیمي ته د چګیز لښکرو د پښو لاندی چخړیتیدو له ویری پناه راوړه او په منطقه کې، لکه عرب، قزلباش ګجر نور …، قومونو په څنګ میشت شول، ښارونو په هراخیزو کارونو کې اخته شول. که په رسمی ادبیاتو کې، که وار، وار د ظهیرالدین بابر او یا ورسته بیا انګلس استعماریانو په یادشتونو کې د «خراسان» نوم اخستل شوی دي تل یی مطلب د «شرق» نه، یعني «ختیځ» یا «خاور» نه وی. له دی پلټني مې موخه دا ده، خپلو هیوادوالو ته جوته کړم چې د افغانستان په ګڼشمیر قومي هیواد کې سترنوموټي خراسانیان لګه [«ابومسلم خراسانی» «نادر شاه خراساني» ( افشار)] نور ښه، ښه خراسانی شاعرانو، طبیبانو، معمارانو، انځورګرانو دنیا ته سترګي غړولی او پټی کړی دي، خو که د ایراني افسانه لیکونکو مؤریخنو په اوسطورو ډډه ونه لګوو، نو په دی منطقه لا تر ظهیرالدین بابر پیره پوری، نه د هغه مخکې یا ورسته خراسان په نامه څه شي شتون درولو، پرته د، په شمار، ببشماره مسلکی او ماهر خراساني مزدور مهاجرینو نه.
چې مطلب اوږد نه شي، د دی په اړوند د دوهم خراسان کوم چې زموږ ګاونډ کي په پوله را سره بروت او اوس د ایران یو ولایت دی، دا چې په کومه بدنامه طریفه یی د انګلیس په ملاتړ، په بی غیرتی، او د دوی په خبره په ناموس فروشي د افغانستان له بدنی وشلاوه، راتلونکی یو نظر کتنه په وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply