علي وزیر: نور د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږو

0 909

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پارلمان غړی علي وزير وايي، دوي په ډېرو خبرو غلي پاتې شوي خو نور به په يوه خبره هم خاموشي اختیار نه کړي. هغه په کراچۍ کې د نقیب مسید د لومړي تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کې ویلي، کراچۍ ته پښتانه له مجبورۍ راغلي، نه د ترهګرۍ لپاره، خو د ده په خبره پښتانه دلته هم د نورو سیمو په څېر ځورول کېږي. نوموړي د شمالي وزيرستان د خېسور د پېښې یادونه وکړه او زیاته یې کړه دوي به نور د پښتنو سپکاوی ونه زغمي او د ظلم پرضد به خپله روانه مبازره دوامداره وساتي. هغه وويل په وزيرستان کې انګرېزانو هم دغه ډول عملونه کول خو د پښتنو له پاڅون وروسته یې انجام پنجابیانو ته هم مالوم دی. وزیر زياته کړې پښتون تل په خپل عزت سر ورکړی دی او له دې وروسته به هم د خپل عزت ساتلو لپاره قربانۍ ورکوي. نوموړي د جلسې پر ګډون والو غږ وکړ چې نور به يو کېږي او د ظلم پر ضد به ګډ غږ پورته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply