د هېواد د ځنګلونو پر څلورمه برخه تالان ګډ دی

0 743

که څه هم د کونړ چارواکیو په‌دې وروستیو کې ادعا کړې چې په دغه ولایت کې یې تر ډېره بریده د ځنګلونو وهلو مخه نیولې، خو په دغه ولایت کې باوري سرچینو سرخط ته ویلي چې مخکې طالبانو او اوس هم داعشیان د سیمې له اوسېدونکیو او ځینو حکومتي چارواکیو سره په ګډه د دغه ولایت ځنګلونه وهي او قاچاق کوي یې.

سرچينې وايي، هغه سیمې چې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي، هلته هغوی د سیمې له اوسېدونکیو او ځینو حکومتي چارواکیو سره د ځنګلونو وهلو او قاچاق ته لاس یو کړی او په هغو سیمو کې چې داعشیان واکمن دي، هلته داعشیان د سیمې له ملکانو او ځینو حکومتي چارواکيو سره په ګډه د کونړ ځنګلونه وهي او پاکستان ته یې قاچاق کوي.

 دوی زیاتوي، له هغه وروسته چې د کونړ په نرنګ ولسوالي کې د طالبانو فعالیتونه کم او د داعشیانو ډېر شوي، دغې ډلې د سیمې له یو شمېر بانفوذه کسانو او ځینو حکومتي چارواکیو سره د کونړ د ځنګلونو وهلو او قاچاق کولو ته ملا تړلې او ان د ځنګلونو شاوخوا ته یې وسله‌وال پيره درولي وي او په پوره ارامي او ډاډ دغه ملي شتمني لوټي او د خپلو جېبونو ډکولو لپاره یې قاچاق کوي.

د مالوماتو له مخې، په کونړ کې د نښترو، لمنځو او نورو ونو ځنګلونه له ۳ سوه زره هيکټاره ډېر غرونه نیولي، خو په هېواد کې د شاوخوا ۴۰ کلنې جګړې پر مهال د یادو ځنګلونو ۴۰ سلنه په ناقانونه توګه وهل شوې او پیسې یې د مافیا، وسله‌والو ډلو او سیمه‌ییزو ـ قومي ټېکه‌دارانو جېبونو ته تللې دي.

هلته ځينو سرچینو سرخط  ته داسې اسناد هم ورکړي چې له مخې یې، ځینې حکومتي چارواکي له داعشیانو او د سیمې له ملکانو سره د ځنګلونو په وهلو او لوټلو کې لاس لري.

د دغو اسنادو له مخې، د کونړ د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجي رییس سیداحمد مددزی د هغو کسانو په ډله کې دی چې د ځنګلونو له وهونکیو او قاچاقیانو سره مالي او نورې مرستې کوي، خو مددزی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، یو شمېر کسان لګیا دي چې پر وړاندې یې دسیسه جوړه کړي او دی په‌دې برخه کې له ځنګل‌وهونکیو سره نه یوازې مرسته نه‌کوي، بلکې ورسره اړیکې هم نه‌لري.

په همدې حال کې د نرنګ ولسوالي قومي مشران بیا نه یوازې ځنګلونه د دې ولسوالي د سیمې د اوسېدونکیو شتمني بولي، بلکې وهل او قاچاق یې هم خپل حق ګڼي.

قومي مشر قادر وايي، که څه هم د سیمې خلکو له ډېرې مودې راهیسې یاد ځنګلونه په خپله ساتل، خو له تېرو ۴ میاشتو راهیسې یې له داعشیانو او له یو شمېر حکومتي چارواکیو سره د ځنګلونو وهلو او قاچاق ته لاس یو کړی او د دريو ‌واړو اړخونو ترمنځ د ګډې هوکړې له مخې د نرنګ ولسوالي ځنګلونه وهي.

سرچینه وايي، داعشیانو د ځنګلونو څلورو خواوو ته امنیتي کمربند جوړ کړی، پوستې یې جوړې کړې او له ځینو حکومتي چارواکیو سره په همغږي د سیمې له اوسېدونکیو سره په خلاص لاس د ځنګلونو په پرې کولو او لوټلو لګیا دي.

بله‌خوا د کونړ اوسېدونکي حکومتي چارواکي په بې‌غورۍ تورنوي او وايي، سره له دې چې د ځنګلونو وهونکي او قاچاق کوونکي پېژني، خو بیا یې هم پر وړاندې اقدام نه‌کوي.

دوی له حکومته غواړي چې د دغې ملي شتمني د لوټلو مخه ونیسي او هغو کسانو ته سزا ورکړي چې د دغه ولایت ځنګلونه وهي او یا هم له قاچاقچیانو سره لاس لري.

د کونړ د والي مرستیال ګل‌محمد بیدار هم د کونړ په نرنګ ولسوالي کې د ځنګلونو وهل او په‌ دې کار کې د ځینو دولتي چارواکیو ښکېلتیا نه ردوي او وايي، د دغه ولایت عدلي او قضايي ارګانونه به د ځنګلونو وهلو برخه کې حکومت ته رسېدلي اسناد وڅېړي او هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې په‌کې لاس لري.

د کونړ چارواکي د دغه ولایت په نرنګ ولسوالي کې د پوځي عملیاتو پیلولو خبر هم ورکوي.

دوی وايي، ډېر ژر به په یادې ولسوالي کې د داعشیانو د ځپلو لپاره عملیات وکړي او ځنګلونه چې ملي شتمني ده، د هغوی او د سیمې اوسېدونکیو له وهلو او قاچاقه وژغوري.

د کونړ د کرنې ریاست د مسوولانو په وینا، اوس هم د دغه ولایت په اسمار، ماڼوګي، چپې درې او نرنګ ولسوالي کې د ځنګلونو وهلو او قاچاق روان دی.

د مالوماتو له مخې، د کونړ ځنګلونه د هېواد د ځنګلونو ۲۵ سلنه برخه جوړوي چې د سیمه‌ییزو زورواکانو او قومي ټېکه‌دارانو، د دولت د وسله‌والو مخالفانو او ځینو سیمه‌ییزو حکومتي چارواکیو لپاره د عاید ښه سرچینه ده او که دولت یې د وهلو او قاچاق مخه و نه نیسي، ښايي ډېر ژر دغه ملي شتمني ورکه او ګټه یې هم د مشخصو ډلو او کسانو جېب ته ولوېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply