سوله به راځي !/ محمد بشیر یوسفزوی

0 629

یو شمېر خواخوږو، له جنګه ستړو او معلولو هېوادوالو د افغانانو د لویې هیلې چې د سولې تامین دی په موخه له هلمند څخه راوخوځېدل، مخ پر کابل راغلل، مګر پلي راغلل، په لاره کې یې ګرمۍ، ستړې، لوږې او تندې وزغملې او څلوېښت ورځې یې په تڼاکو پښو مزل وکړ، بالاخره کابل ته راورسېدل.

د سولې دغه ارمانجن او د هېواد خواخوږي بچیان په لاره کې له بېلابېلو خلکو سره ولیدل، هغوی ته یې د سولې پیغام ورساوه، خلکو د دوی تود هرکلی وکړ، دوی یې ښکل کړل او د دوی د پښو تڼاکو ته یې اوښکې وڅڅولې. دغه د سولې لارویان ستړي شول، خو بې حوصلې نشول، په ټینګ عزم او اراده یې پلازمېنې کابل ته ځانونه ورسول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې نه د امنیتي تهدیدونو پروا ولرله او نه یې هم د کابل د ګردجنې هوا، د ارګ له کلا څخه راووت او په موټرونو کې د حضوري چمن سیمې ته ورغی. هلته یې د عمومي واټ پر سر د سولې دغه لارویان یو یو په غېږ کې ونیول، د ولسمشر غني ټټر او اوږه د سولې د دغو لارویانو او ارمانجنو په اوښکو لمده او خیشته شوه.

د سولې د کاروان هر غړي ولسمشر غني ته په ژړا او سلګیو کې وویل سوله غواړو، تلپاتې سوله. ولسمشر غني د دوی د سلګیو او ژړاګانو د کرارولو لپاره هغوی په خپله غېږه کې دمه کړل، په شا یې وټپول او کرار کرار یې ډاډګېرنه ورکړه.

د روغبړ او هرکلي وروسته ولسمشر غني راغی د احمدزهیر تر څنګ په لومړي کتار کې کېناست. د سولې د هغه ارمانجن انسان ترڅنګ چې خپله ټوله کورنۍ یې جګړې ورڅخه اخیستې او سترګې یې وسله والو طالبانو ور ړندې کړې وې، ولسمشر غني د خپل لاس ګوتې د احمدزهیر د لاس په ګوتو کې ورکړې او بیا یې د هغه لاس په خپل ورانه کېښود. د هغه درد یې درک کړ.

د سولې د ولسي حرکت مشر ولسمشر غني څخه له دې امله مننه وکړه چې د دوی قدرداني یې وکړه، د دوی هرکلي ته ورغی او د واټ پر غاړه سره لمر ته ورسره یو ځای کېناست. دوی ته یې غوږ ونیوه د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې په ډېر زغم واورېدل او بیا یې د دوی ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه.

ولسمشر غني چې کله وینا ته پورته شو، نو لومړی یې هغوی ته هرکلی ووایه او د دوی دغه ملي، انساني ، اسلامي او مدني حرکت یې وستایه او هغوی ته یې په خطاب کې وویل تاسې د ولس رښتینی او رسا غږ یاست، څه مو چې وویل ټول مو منم، د سولې لپاره چې هرې چېرې ووایئ زه درسره ځم او مذاکراتو ته چمتو یم، حتی یو کلن اور بند ته هم چمتو یم.

ولسمشر غني له دغه کاروان څخه وغوښتل چې طالبانو ته دې ورشي او د دوی له مشر دې هم د اوربند غوښتنه وکړي او هم د سولې مذاکراتو د پیلولو، ولسمشر غني وویل، د سولې خبرې باید ژر تر ژره نتیجې ته ورسېږي او موږ خپل ولس ته خوښۍ راوړو. هغه زیاته کړه، د سولې د مذاکراتو لپاره هیڅ ډول قید او شرط نه لري او په ټوله ازادۍ او خپلواکۍ چې چېرې طالبان وغواړي نو افغان حکومت ورسره ناستې او مذاکراتو ته چمتو دی.

د سولې په برخه کې د ولسمشر غني نیت، اراده، عزم او وروستۍ عملي هڅې د ولس او نړیوالې ټولنې او بهرنیانو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لري او د ولس هیلې یې یو ځل بیا راټوکولي او که خدای کول ژر تر ژره به سوله راشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply