خلیلزاد: افغانان دې د ۴۰ کلنې جګړې ختمولو لپاره له اوسنیو فرصتونو استفاده وکړي

0 539

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۷) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د سولې لپاره اوس یو فرصت پیدا شوی او افغانان باید خپل سیاسي اختلافات یوې خواته کولو سره له دې فرصتونو څخه استفاده وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت له خوا د سلواغې په ۸ مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد دا څرګندونې نن د افغانستان د رسنیو له استازو سره د ځانګړې لیدنې پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې، په قطر کې یې دا ځل له طالبانو سره ځانګړې لیدنې لرلې، چې له پخوانیو سره یې توپیر درلود او تر هغو پخوانيو لیدنو ډېر ښه وو.

خلیلزاد ویلي، د دې لیدنو پر مهال پر څو مهمو موضوعاتو پرمختګونه وشول او په پرنسیپ کې پر دوو مهمو موضوعاتو موافقه هم وشوه.

خو د امریکا دغه استازي زیاته کړې، له دې مخکې چې په خپلو هڅو کې کومې بریا ته ورسیږي، باید نور کار وکړي.

خلیلزاده وایي: ((زه باوري یم او ویلی شم، چې د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.))

د هغه په وینا، اوس یو فرصت پیدا شوی او افغانان باید له دې فرصتونو څخه استفاده وکړي، خپل سیاسي اختلافات یوې خواته کړي او په بیړې سره له دې فرصتونو سره مثبته معامله وکړي.

دی وایي، اوس باید په افغانستان کې د نورو تراژیدیو مخه ونیول شي او دا ۴۰ کلنه شخړه نور په ښه توګه پای ته ورسول شي.

د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ویلي، د قطر په ناستو کې یې طالبان وهڅول چې له افغان حکومت سره مستقيمو خبرو ته کېني او دا د امریکا د تګلارې برخه هم ده.

د هغه په وینا، همدا خبره یې د افغان دولت چارواکو سره هم کړې ده، چې دی بین الافغاني مذاکرات غواړي او افغانان باید د بین الافغاني مذاکراتو ته یوه لاره پیدا کړي.

ده زیاته کړې: ((د افغان شخړې هواری په خپله د افغانانو په لاس کې دى.))

خلیزاد وایي، دا يوه ناسمه خبره خپره شوې چې افغانان له دې پروسې یوې ډډې ته ساتل شوي دي، دا خبره سمه نه ده، د افغانان غږ هر چېرته ځای لرلی.

د هغه په خبره، د دوی لپاره لویه اندېښنه افغان ځواکونه او ثبات ده، په دې برخه کې د افغانانو اندېښنې هم د منلو وړ دي.

ده زیاته کړې، دوی د یوه هر اړخیزه اوربند لپاره کار کوي، په دې برخه کې له افغان حکومت او نړیوالو همکارانو سره په اړیکو کې دي چې د دې هدفونو لپاره پر یوه میکانیزم هوکړې ته ورسیږي.

د موقت حکومت په اړه زلمي خلیلزاد ویلي، په دې اړه یې له طالبانو سره هیڅ ډول خبرې نه دي کړي.

ده زیاته کړې: ((موږ د افغانانو لپاره په بیړه کې یو څو چې روانه جګړه او تاوتریخوالي څومره چې ژر کېږي، ختم شي، خو موږ حالات ګډوډ پرېښودل هم نه غواړو. خو دا روانه پروسه به بشپړوو.))

د یادونې وړ ده، چې د سولې د روانو هڅو په اړه ولسمشر غني نن ولس ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی هم د بیړې سوله غواړي، خو په تدبیر سره.

هغه د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله یادونه وکړه، چې ملګرو ملتونو ورسره ژمنه کړې وه، خو بیا يې سمه ساتنه ونه کړه او ووژل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply