ایرو ایشیا: افغان ستونزه؛ یوازې د پاکستان، طالبانو او امریکا ترمنځ د حل وړ نه ده

0 592

 

د افغانستان ستونزه یوازې د امریکا، پاکستان او طالبانو تر منځ د خبرو له لارې د حل وړ نه ده. ایرو ایشیا رېویو په یوه مقاله کې وایي په دې وروستیو کې د سولې خبرو په افغانستان کې سختې اندېښنې راولاړې کړې دي. سرچینه وایي امریکا په دې باوري ده او په دې اړه کره اسناد او ثبتونه هم لري چې پاکستان د طالبانو ملاتړی دی او ددغه ډلې پرمټ په سیمه کې خپلې موخې تعقیبوي نو بیا ولې له طالبانو سره د پاکستان په حضور کې خبرې کوي. سرچینه کاږي طالبان د پاکستان په اشاره جګړه کوي او د سولې خبرې هم ددوی په اشاره مخ ته وړي نو امریکا ته په کار ده، چې په هر ډول خبرو او مذاکراتو کې افغان حکومت ته د ګډون زمینه برابره کړي او د افغان چارواکو په حضور کې له طالبانو سره خبرې وکړي. نشریه کاږي تر هغه چې افغان حکومت د مذاکراتو یو لوری نه وي نو د افغانستان د سولې خبرې دغه هېواد لسیزو پخواني حالت ته بیايي او د نارامیو او جګړو یو بل پړاو ته لار پرانیزي. په مطلب کې راځي بریالۍ سوله به هغه وي چې طالبان افغان حکومت د یوه رسمي حکومت په څېر وپېژني او له دغه حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply