ستانکزی: د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه منحل کړو

0 1,280

سيد حسين پاچا

 

شيرمحمد عباس ستانکزی:

مونږ به د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه منحل کړو

طالبانو په انحصار نه غواړو“ کې يوځل مخکې ولس ته امتحان ورکړی

 

طالبانو د ”مولوي احسان الله“ په مشرۍ د ننګرهار له نيولو مخکې له احمدزيو سره په ازره کې ځينې ژمنې کړې وې، خو د کابل له نيولو سره سم يې ډاکټر نجيب الله وواژه. ملا بورجان وملا مشر هم په همدې تړاو وژل شويدي

ولسمشر غني :

ټول افغانان پوهېږي چې له ډاکټر نجيب سره څه ډول دوکه وشوه”ملګرو ملتونو هغه ته د سولې د ټينګېدو تضمين ورکړی و، خو بدبختانه په ناورين بدل شو.”

ښاغلي غني‌ وويل افغان حکومت د سولې د بندو دروازو ماتولو لپاره ټينګه اراده او نيت لري او همدارنګه يې زياته کړه چې د امريکا لخوا د سولې پيل شوي هڅې د افغان حکومت د سولې يوه برخه ده چې مالکيت يې د افغان حکومت په لاس کې دی.

ولسمشر غني همدارنګه زياته کړه چې با تدبيره سوله يې غوښتنه ده:”موږ سوله ژر غواړو، په سرعت يې غواړو، خو په تدبير يې غواړو،تدبير ځکه مهم دی چې بيا پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي.”

د شيرمحمد عباس ستانکزي به يا ياد وي او يا نه، خو تر ډېره داسې بريښي چې طالبانو [پاکستان او متحدينو يې] په ديپلوماتيکه کچه او هم په قومي کچه احمدزيو ته د جرګې له ليارې دا ژمنه او ډاډ ورکړی وو چې ډاکټر نجيب الله به نه وژل کيږي، خو کله چې ملا بورجان د سروبي په تنګي سيمه کې له پلانه خبريږي سملاسي غبرګون ښيي او د هماغه غبرګون په نتېجه کې له خپلو ملګرو سره يوځای ووژل شو.

د واک د انحصار خبره يې هم د ډاډ وړ نه ده. د دوی مرکې او هغه خبرې چې ((موږ د کابل له نيولو روسته واک جرګې ته سپارو او موږ بيرته خپلو مدارسو ته ګرځو، خو بيا هغسې ونه شول)) له رسنيو سره به وي. مدرسو اوه لس کاله ګرمه لوبه وساتله. دېته په کتو طالبانو او پاکستان خپل باور په ملي ونړيواله کچه قولاً وعملاً بايللی، نو هسې هوايي خبرې خوند نه کوي. د ملګرو ملتونو د تضمين او ډاډ باوجود خبره خرابه شوه. نړيوال په دې پوهيږي چې ډاکټر نجيب الله طالبانو نه دی وژلی، خو پر طالب وتپل شو.

تېر ته په کتو افغان ولسمشر پر حقه دی چې ((موږ سوله ژر غواړو، په سرعت يې غواړو، خو په تدبير يې غواړو چې بيا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي)). بله دا چې ((موږ سوله د تړلو دروازو تر شا نه غواړو)).  تېر ته په کتو زموږ عبوري او جهادي حکومتونه په راولپينډۍ او د پېښور په نشرتال هال کې همدغسې د يو فشار له مخې د تړلو دروازو تر شا جوړ شول، خو ډېرې خونړۍ پايلې يې ولرلې چې تر ننه پکې ټول کړيږو. ان تر دې چې اسامه پکې له سوډانه راوستل شو او پر افغانستان راوتپل شو. د هند الوتکه راوتښتول شوه او کشميري اسلامپال پکې په يوه معامله خوشې شول. القاعده، حافظ سعيد او نورو ډلو ته د روزنې مرکزونه پرانېستل شو. د هند د ممبي د هوټل په پېښه کې چې هند ګواښنه وکړه د حافظ سعيد او نورې جنګي ډلې ټول د کشمير له کنترول لاينه افغانستان او سرحدي قبايلي سيمو ته راوړل شول. دا چې ښاغلی زلمی خليلزاد د طالبانو دغه رګونه رانيسي ورته پته ده چې له کوم شارګه يې راونيسي؟

د اردو د انحلال مساله يوځل مخکې همدغسې له برهان الدين رباني سره هم شوې وه او د هماغې معاملې له مخې رباني اردو منحل اعلان کړه چې تر طالبي پيره پورې ناوړه وخيمې پېښې رامينځته کړې. دا چې ستانکزی دا خبره کوي هماغه د جهادي وخت پروتوکول تازه کول دي چې پاکستان يو قوي، اباد او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان نه شي زغملی او دېته ډېرې اندېښنې له نړيوالو سره شريکې شوي دي.

زما په شمول د ډېری افغانانو مشوره ولسمشر ته دا ده چې ولسمشر پر خپل قوي درايت سره د لوبې کيلي يا په بله مانا زموږ هغه کورنی وبهرنی سياسي واک چې د ضياءالحق په لمسون د ښاغلی حکمتيار په سرزورۍ رانه واخېستل شو بيرته ترلاسه شي. زه په يقين سره ويلای شم چې دغه يوازېنۍ د افغان ولسمشر ډاکټر غني د بېساريو هلوځلو، پوره تدبير او قوي درايت سره راخپليږي، خو لږ سخت کار، قوي اراده او زغم ته اړتيا لري. د ښاغلي غني د خبرې پر تاييد چې طالب دوه انتخابه لري :

  • يا به د نورو اجنډا مخته وړي
  • او يا به له خپل ولس سره يوځای کيږي او غوښتنو ته به يې لبيک وايی.

فکر نه کوم چې پاکستان دې دومره خپلسرۍ ته طالبان پرېږدي. که په تېر کې موږ جهاديان يې پرېښي يو، نو دوی به هم خپلې خوښې ته پرېږدي، خو والله أعلم بالصواب چې طالب دې دومره خپلواکي ولري؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

شيرمحمد عباس ستانکزی: مونږ به د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه منحل کړو

http://www.taand.com/archives/119825

ولسمشر غني: بېړنۍ سوله ناکامه وي، طالبان: انحصار نه غواړو

http://www.taand.com/archives/119797

غني: د سولې بهير کې بايد د ډاکټر نجيب د وخت تېروتنې تکرار نشي

https://www.pashtovoa.com/a/4761546.html

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply