په کولمبیا کې د پنځو لسیزو جګړه څنګه پای ته ورسیده؟

0 676

عبدالستار ترین

که د تاریخ هرې جګړې ته ځير شو نو جوتیږي چی هره جګړه  پای لري. همداراز د کولمبیا داخلي جګړه له 1964 څخه د ټيټې طبقې د خلکو د حقوقو د حصول او پرمختیا په پار د FARC د ‌‌‌‌‌‌ډلې له خوا شروع او بالاخره د 2016 کال په نومبر کې له دولت سره د یوې معاهدې په نتیجه کې پای ته ورسیده.

دغه جګړه چې 52 کاله یې دوام وکړ د 220000 انسانانو ژوند یې واخیست، 25000 انسانان بې درکه او د 7 میلونه خلکو په شاوخوا کې یې کډوالۍ ته اړ کړل.

د FARC وسله واله ‌‌‌‌‌‌ډله چې د جنګ مصارف یې د مخدرو موادو له کاروبار، اختتاف او د ناقانونه معدنونو له استخراج څخه پوره کول، بالاخره د 2016 کال په نومبر کې له منتخب ولسمشر سره د سولې خبرو ته
راضي شوه او د همدې کال د نومبر په 24  د دولت او FARC  وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ترمنځ د سولې معاهده لاسلیک شوه. دې معاهدې دې ته لار هواره کړه چې د لاتینې امریکا تر ټولو اوږده کورنۍ جګړه پای ته ورسیږي.

په دې معاهده کې د مختلفو هیوادونو استازو ‌‌‌‌‌‌ګډون وکړ او له اینده حکومت سره یې د مرستو وعدې ورکړې او منتخب جمهور ریس یې د دې لپاره چې د سولې لپاره یې ‌‌‌‌‌‌ډيرې هلې ځلې کړي وي د همدې کال د نوبل د جایزې ګټونکی شو.

د سولې تر معاهدې سمدستي وروسته د FARC ‌‌‌‌‌‌ډلې له ملت څخه د کړو بې عدالتیو، اختتاق او قتل په کولو بخښنه وغوښته، دولت یې ګوند ته قانوني حیثیت ورکړ او FARC د کولمبیا د سیاست برخه شوه.

د سولې د معاهدې 5 مهم موارد داسې وو:

1.  دFARC ‌‌‌‌‌‌ ډله به ډېره وسله ملګرو ته تسلیم او هغوی به د دولت په مرسته د دې ‌‌‌‌‌‌ډلې امنیت تضمینوي.

2.  د FARC د ‌‌‌‌‌‌ډلې هغه غړي چې په جنایي جرمونو ککړ دي، د دولت د یوې خصوصي محکمې له خوا به له پوره انعطاف او احتیاط سره محاکمه شي او دولت به هغه خلک چې د جنګ په وخت متضرر شوي او زیان یې لیدلی مخلصانه جبرانوي.

3.  د فارک ‌‌‌‌‌‌ډله به وعده ورکوي چې د مخده موادو کښت، تولید، پراسیس او کاروبار به په هغو سیمو کې صفر ته رسوي چې د دوی تر واک لاندې دي او دولت به د دې په مقابل کی بزګرانو ته یو ښه بدیل وړاندی کوي.

4.  دا چې د FARC بنسټ د ټيټې طبقې خلکو له خوا د ژوند د سطحې د لوړولو لپاره ايښودل شوی و نو دولت باید په لېرو پرتو سیمو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي، اجتماعی خدمات تیز او د خلکو اقتصادي پرمختګ ته جدي پاملرنه وکړي.

5.  د FARC ‌‌‌‌‌‌ډله به د یوه سیاسي ګوند شکل غوره کوي، دولت به يې رسمي کوي او د کولمبیا د سیاست یوه برخه به ګرځي.

یادونه:

په کولمبیا کې وخت په وخت هر ولسمشر کوشش کاوه چې له FARC ‌‌‌‌‌‌ډلې سره سوله وکړي خو په مختلفو دلایلو به سبوتاژ شوی، بالاخره دې کوششونو په 2016 کال کې نتیجه ورکړه او د کولمبیا 49 ملیونه خلکو ته یې د سولې دروند زیری ورکړ.

د FARC ‌‌‌‌‌‌ډلې د سولې له معاهدی وروسته د ګوند لوګو (بیرغ) او نوم بدل کړل، د سیاست برخه وګرځیده او د لومړي ځل لپاره یې د 2018 کال په ټاکنو کې برخه واخیسته.

تر اوسه د دې معاهدې شاوخوا دوه کاله تیریږي خو له نیکمرغه دا معاهده د کوم خنډ ښکار نه شوه. او په دې ترتیب کولمبیایان له 52 کلن انتظار وروسته د سولې له نعمت څخه برخمن شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply