ارمان لوڼي په جنازه کې سلګونو کسانو ګډون کړی

0 755

د پښتون ژغورنې غورځنګ وژل شوی مخکښ محمد ابراهيم ارمان لوڼی د جنازې تر مراسمو وروسته په کلاسيف الله کې خاورو ته وسپارل شو.

د فبرورۍ د درېيمې ماښام شوې جنازه کې د غورځنګ مشر منظور پښتين، د قامي اسمبلۍ غړيو محسن داوړ، علي وزير، د پښتونونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مشر نواب اياز خان جوګيزي په ګډون ددې ګوند او د غورځنګ نورو مشرانو، غړيو او ځايي خلکو د زرګونو په شمېر کې ګډون وکړ.

د جنازې پر وخت پارېدلو کسانو شعارونه ورکول.

د جنازې لمونځ شروع کېدو له مخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وينا وکړه.

هغه مستيقما د چا نو وانخيست البته ادعا وکړه چې ارمان لوڼی ځکه ووژل شو چې هغه دده په وينا د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د تشدد د تازه لړۍ پيلولو مخالفت کولی.

منظور پښتين زياته کړه،

(( دوی په لورالايي کې اول په پولیسو حملې وکړې، کله يې په ځان وکړي، کله مشر، کله ملا او کله ډاکټر ووژني چې مقصد يې دا وي چې خلک له دې حالاتو سره عادت کړي، دوی په دې وطن کې د جنګ فضا جوړوي. ارمان لوڼي ددې مخالفت کاوو، دوی په دې جنګ خيبرپښتونخوا وخوړله، دوی په دې جنګ فاټا وخوړله او اوس يې جنوبي پښتونخوا ته سترګي ته دي خو په والله که دا لوبه دلته راڅخه وکړې.))

علي وزير او د ارمان لوڼی مور
علي وزير او د ارمان لوڼی مور

پردې مهال د پښتون ولسي جرګې مشر نواب اياز خان جوګيزي هم وينا وکړه.

هغه اعلان وکړ چې له سياسي او قبايلي مشرانو سره به تماسونه نيسي او يوه جرګه راغواړي چې پکې به د راتلونکې لپاره يوه تګلاره وټاکل شي.

تردې وړاندې چې کله د کوټې په سول روغتون کې تر طبي معاينې يا پوسټ مارټم وروسته د ارمان لوڼي مړۍ له کوټې څخه کلاسيف الله ته په اېمبولېنس کې په لاره وو نو په بېلا بېلو سيمو کې پارېدلي خلک لارو ته راوتلي ول او شعارونه يې ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د پېښې عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل، ارمان لوڼی د فبرورۍ د دویمې پر ماښام پولیسو د ټوپک په کونداغ پر مغزي وواهه چې له کبله یې هغه ژوبل شو او بیا په روغتون کې ومړ.

ارمان لوڼی ځکه ووژل شو چې هغه دبلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د تشدد د تازه لړۍ پيلولو مخالفت کولی.
منظور پښتين

نوموړی په بوري يا لورالايي کې تر څلور ورځنۍ درنې یا ناستې ختمېدو وروسته له ملګرو سره روان وو چې په لاره ورته پولیس ولاړ ول او دی یې ونیوه.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو دعوه کړې چې ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړ شوی دی.

دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وکړه.

دا په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې لومړی ځل دی چې د بلوچستان حکومت د لوڼي د مړینې په اړه غبرګون ښودلی.

لانګو وویل، د لورالايي پولیس د فبرورۍ پر دویمه ځکه ورغلي ول چې د غورځنګ ملاتړو او غړو د ۱۴۴مې دفعې خلاف ورزي کوله:

“په لورالايي کې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذه وه او دې کسانو یې سرغړونه کوله نو ځکه پولیس ورغلل. ځايي پولیسو ما ته خپل ابتدايي رپورټ رااستولی دی او ویلي یې دي چې ارمان لوڼی د زړه له دورې مړ شوی. په لورالايي کې تر مړینې وروسته د طبي معاینې (پوسټ مارټم) رپورټ وايي چې د هغه پر بدن د تشدد نښې هم نشته. خو موږ د دې پېښې تفصیلي تحقیقات کوو او تر حتمي رپورټ وروسته به پکې ککړو کسانو ته سزا ورکوو”

د ارمان لوڼي د وژل کېدو پرضد مظاهرې شوي
د ارمان لوڼي د وژل کېدو پرضد مظاهرې شوي

د لوڼي په مړینه احتجاجونه شوي

د لوڼي د وژنې په غبرګون په سوات، پېښور، ډېره اسماعیل خان، ژوب، کوټې، جلال اباد او کابل کې یو شمېر غونډې او مظاهرې شوې دي.

په مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو د هغه د وژنې ضد احتجاج کړی او د پلټنو غوښتنه یې کړې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر دویمه، شپې مهال په پېښور کې هم مظاهره شوې.

په جلال اباد او کونړ کې د لوڼي غایبانه جنازې وشوې او په کابل کې یې هم د وژنې پر ضد غونډه شوې.

ارمان لوڼی څوک وو؟

محمد ابراهیم ارمان د وړانګې لوڼۍ ورور وو او د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ژبې استاد وو.

ارمان او وړانګه دواړو د پښتون ژغورنې غورځنګ په هلو ځلو او جلسو کې د ګډون لپاره د هېواد د بېلا بېلو سېمو سفرونه کړي.

ارمان لوڼي د دې غورځنګ له جوړیدو راهیسې پکې فعاله ونډه درلوده.

نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعال غړی وو.

مشال رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply