په ګران هیواد افغانستان کې د سولې ټینګښت د هغې غونډې د بحث موضوع وه، چې په ۲۰۱۰م کال د امریکا د هیوارد په ښار کې، د یو شمیر افغانانو او بهرنیانو په ګډون جوړه شو ې وه.« د لنډ مهاله حکومت جوړیدو له لارې د جګړې او بلواکۍ څخه سولې او ملي واکمنۍ لورته حرکت »د دوکتور محمد عثمان تره کي د وینا موضوع وه.دغونډې ګډونوالو پریکړه وکړه، چې د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو طرحه د یو سیاسي حرکت کړنلارې په توګه ومني.پدې توګه د تیلفوني کنفرانسونو او بحثونو په لړ کې «د افغانستان د ژغورنې ملي جرګه » د یو سیاسي حرکت په توګه رامنځته شوه.جرګې د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو طرحه د هیواد د حالاتوچټکو بدلونونو سره سم څو وارې تر بیا کتنې لاندې ونیوله او تدوین یې کړه.د لنډ مهاله حکومت د طرحې لاندنۍ بڼه د سولې پروسې د وروستيو جریاناتو سره سم جوړه شوې ده.
بسم الله الرحمن الرحیم
لنډ مهاله حکومت :
د هیواد د روانې غمیزې څخه د وتلو لار
په افغانستان کې د سولې، امنیت او ملي واکمنۍ د تامین او د اوسني ناورین د پای ته رسولو پروسه ښایي د ملګرو ملتونو تر کلکې څارنې لاندې جریان ومومي او له لاندې پړاونو څخه تیره شي:
- د سولې کاري کمیټه
ملګري ملتونه د جګړې د اړخونو په توافق د سولې د پلویانو څخه یوه پنځه کسیزه کمیټه د «سولې کا ري کمیټې» ترنامه لاندې جوړوي.د سولې کاري کمیټه خپل مشر ټاکي او لاندې دندې سرته رسوي:
الف- امریکایي چارواکي دیته هڅوي،چې طالبانو سره د خبرو-اترو پرمخ بیولو سره جوخت، د کابل ادارې او ورسره د تړلو جګړه مارانو څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي او د وسله والو مخالفینو مشروع غوښتنې ومني.
ب- د جګړې د دواړو خواوو په سلا ، د ټولو بهرنیو پوځونو د وتلو مهال ویش پلان طرحه کوي .
ج- یو لنډ مهاله تکنوکرات حکومت جوړیدو په موخه د ښکیلو اړخونو سره تماس نیسي.
د- د راتلونکي لنډ مهاله حکومت د غړیو د لست جوړولو په موخه، د جګړې له اړخونو او جګړې بهر د بیلابیلو کړیو دریځونه رانږدې کوي او د لنډ مهاله حکومت څرنګوالی ټاکي.
ه – د حکومتي او غیر حکومتي کړیو او د جګړې د دواړو اړخونو، هراړخیزو مشوروته په پام سره ، په راتلونکي سیاسي نظام کې د وسله وال مقاومت ځای تنظیموي.
و- د اوربند په موخه د جګړې اړخونو سره خبرې کوي.
ز- د بهرنیو ځواکونو سره په پوهاوي ، د طالب مشرانو پر سر باندې بندیزونه او جایزې لغوه کوي او د هغوۍ د بندیانو برخلیک ټاکي؛ د وسله وال مقاومت سره خبرې-اترې وروستي پړاو ته رسوي.
ح- د ملګروملتونو په مرسته ،دودیزه لویه جر ګه رابولي.
- لویه جرګه او لنډ مهاله حکومت
لویه جرګه د علماو،قومي او روحاني مشرانو،مدني ټولنو او ولایتي شوراګانو له استازو څخه جوړیږي:
۱-د لویې جرګې له خوا لنډ مهاله حکومت ته د مشروعیت ورکولو په موخه، په ټول افغانستان کې د اوربند، امن ټینګیدو او د الکترونیکي تذکرو تر ویشلو وروسته،د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره کیږي.
۲-د سولې کاري کمیټې مشر د لنډ مهاله حکومت لست لویې جرګې ته وړاندې ګوي.لویه جرګه د اړتیا په صورت کې په لست کې د بدلون راوستلو وروسته،حکومت ته د باور رایه ورکوي او کاري موده یې د دوو کلونو له پاره ټاکي.
۳-نوی حکومت د بهرنیو دولتونو له خوا په رسمیت پیژندل کیږي او د اوسني مستعفي حکومت ځای نیسي.
۴-لویه جرګه له خپلو غړو څخه ، د ولایتونو د نفوس په بنسټ، یوه سل کسیزه جرګه ګۍ ټاکي.لویه جرګه د ملي شورا واکونه د اساسي قانون د پنځم فصل له مخې جرګه ګۍ ته سپاري او تر دې وروسته ړنګ کیږي.
۵-لنډ مهاله حکومت خپلې دندې د اوسني اساسي قانون په چوکاټ کې پرمخ وړي،خو پنځم فصل(ملي شورا) او شپږم فصل(لویه جرګه) ځنډوي او اړوندې چارې د تقنني فرمانونو پربنسټ باندې سرته رسوي.
د اساسي قانون د دویم فصل حکمونه (د اتباعو اساسي حقوق او وجایب) پدې شرط نافذیږي،چې له امنیتي حالاتو سره په ټکر کې نه وي.
۶-لنډ مهاله حکومت د اسلامي او ملي اصولو د روحیې سره سم، په هیواد کې د نړیوال نظامي ایتلاف د لند مهال شتون په موده کې ، د بیان آزادي اود بشر او ښځو د حقوقو په برخه کې ترلاسه شوي ارزښتونه خوندي ساتي.
۷-لنډ مهاله حکومت ټول هغه تړونونه، چې د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې وي، باطل اعلانوي.
۸-لنډ مهاله حکومت ټول سیاسي بندیان آزادوي او په لنډ وخت کې د جنایي بندیانو برخلیک، د قانون سره سم ټاکي.
۹-لنډ مهاله حکومت د ټول پوښتنې له لارې ، د ولس سره په سلا او د امنیتي وضعې په پام کې نیولو سره، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو پوځونو او جنګیالیو د وتلو د مهال ویش طرحه شوی پلان عملي کوي.
۱۰-لنډ مهاله حکومت موازي قوتونه ړنګوي او د انجوګانو فعالیتونه د افغانستان تر قوانینو لاندې راولي.
۱۱-لنډ مهاله حکومت په ټول افغانستان کې د سرتاسري امنیت ترټینګیدو وروسته، د خپلې کاري مودې د وروستي کال په پیل کې، د اوسني اساسي قانون د حکمونو او تقنیني فرمانونو سره سم، د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو زمینه برابروي.د ټاکنو په بنسټ رامنځته شوی نوی حکومت د لنډ مهاله حکومت ځای نیسي.
د سولې په دې طرح کې د اساسي قانون جنجالي تعدیل هغه حکومت ته سپارل کیږي،چې د آزادو او عمومي ټاکنو د لارې مشروعیت ترلاسه کوي، بشپړ امنیت ټینګوي او د اوږد مهالې جګړې د عصبیتونو د سیاسي چاپیریال څخه لیرې جوړیږي.
د اساسي قانون تعدیل د ریاستي نظام په ساتنې سره ترسره کیږي.
و من الله توفیق
۲۸/۱۲/۲۰۱۸
د افغانستان د ژغورنې ملي جرګه
دوکتور محمد عثمان تره کی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320