د سولې زمینه/ مطیع الله سحر

0 495

کلونه کېږي چې وسله وال طالبان په افغاستان کې د پردیو په لمسون ورانکارۍ، ظلمونه، وحشتونه او جنګونه کوي. همدغو جنګونو او وحشتونو افغانان در په در کړل په هر کورکې  یې ویرونه جوړ کړل، د هرې مور زوی او د هرې خور ورور یې ورته په خپلو کورونو کې شهیدان کړل.

همدغو ظلمونو او وحشتونو زموږ تنکي او له ځانه بې خبره زلمي بې لارې کړل. هغوی ته یې د قلم پرځای ټوپک په لاس کې ورکړ. د ژوند پر ځای یې مرګ او وحشت ته وهڅول. هغوی یې دېته ولمسول چې څنګه په مازې خبره خپل ورور او هیوادوال ووژني. څنګه یې په غم او بدۍ واړوي او څنګه یې دېته مجبوره کړي چې د پنجاب، تهران او نورو د نامشروع ګټو لپاره خپلې ځوانۍ لولپه کړي.

همدغو ترهګرو ډلو ښایسته او تنکي ځوانان بوتلل.  د هغوی ذهنونه یې له کرکې، نفرت، وژنو او جنګ ور ډک کړل. طالبانو به تر پرونه ویل چې د امریکایانو پر ضد جهاد کوي، مګر نن له هغوی سره ناست دي مذاکرات ورسره کوي.

په تېرو څلوېښتو کالو کې ایله په تېر کوچني اختر کې افغانانو هغه مهال د ژوند او خوښۍ خوند وڅاکه چې د دریو ورځو لپاره اوربند اعلان شو. د لومړي ځل لپاره هغوی له وېرې او ډار پرته کلیو او ښارونو ته لاړل، جشنونه او خوښۍ یې ونمانځلې. دغې خوښۍ د اختر مهمه خوښي له هغوی هېره کړه او د اوربند په خوشحالیو شول.

وسله وال طالبان او د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر منسوبین چې په کلونو کلونو خپلو کورونو ته نه وو تللي، هغوی خپلو کلیو او کورونو ته لاړل. د هر چا په سترګو کې د خوشحالۍ اوښکې ځلېدې. دوی په خپلو سترګو کې د خپلو کورنیو مینه ولیده چې دا دومره موده پس بیا هم د دوی مینه لا همغه شانته دې هېڅ کوم بدلون ندې پکې راغلی.

طالبان په لا ډېرو حقایقو پوه شول. دوی له ځان سره دا ومنله چې د نورو له لوري تېراېتسل شوي.  ځکه دوی پوه شول چې د نظام او ولس پر وړاندې جنګېدلي او دغه جنګ یې د پردیو په لمسون کړی دی. له هغه وروسته ډېری طالب جنګیالي بېرته د جنګ لیکو ته ور ستانه نشول، ځکه دوی پوه شول چې دغه جنګ یې د وطن او ولس په زیان دی. هغوی له ځان سره دا پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به نه خپله جنګ کوي او نه به هم نور جنګ ته لمسوي. حتی خپل د سنګر ملګري به دې ته هڅوي چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او خپل عادي ژوند ته ورستانه شي.

د اوربند له اعلان وروسته عملاً دا حس شوه چې هم عادي افغانان او هم وسله وال طالبان له جګړې ستړي دي. دوی د سولې لپاره پلمه لټوي او له همدې امله په نړیواله کچه د افغان سولې هڅې چټکې شوې. ولسمشر غني هم د جنګ پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړ خو وې ویل هغوی چې سولې ته غاړه نه ږدي، نو د امنیتي ځواکونو له لوري به ووژل شي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply