!د ډاډ منې سولې په درشل کې، مثبت بدلونونه

اسمعیل غرنی

0 794

 د سی ان ان cnn سره د غني څلورو خبرو د افغانستان په اړه د افغانستان ، سيمې او نړۍ سياست بدل کړ :. ” په دموکراسۍ کې، اړينه ده چې افغانستان ته د امريکې د متحده ايالاتو د مرستو سياسي ژوند روښانه او تعريف شي ” !!

۱- بايد څرګنده شي چې د امريکې د متحده ايالاتو امنيتي ګټې په افغانستان او سيمه کې، څه دي !؟. ځکه هيڅوک نور دلته د تراهګرو او وېره اچوونکو … د پښو پل نه غواړي . ۲- په افغانستان کې د څلويښت کلنې غميزې پای ته رسول ، په نړۍ واله او سيمه ايزه کچه يو تړون او ضمانت ته اړتيا لري .

۳- د سولې روان بهير بايد د افغان ولس او افغان دولت په واک کې وي . ۴- په افغانستان کې د امريکې د متحده ايالاتو د شتون څرنګوالی بايد تعريف شي . تر ټولو اړينه دا ده ، چې موږ بايد دوه خبرې ؛ وتل او د هغه زماني چوکاټ دواړه سره همغږي کړو . غواړم په تېرو دوو اونيو کې، د دې بدلونو نو څو مثبتې بيلګې وړاندې کړم : – نيل پونتن د امريکا ستر او مطرح جنرال :. موږ دبن په کنفرانس کې سترې تېر وتنې وکړې . هغه چا او هغو ډلو، چې د طالبانو په پرځولو کې موږ سره مرسته کړې وه ؛ نه يوازې داچې ټول واک مو هغو ته ورکړ ، بلکې د هغو په خوله او غلطو اطلاعاتو مو په زرګونه – زرګونه بې ګناه افغانان ووژل ، کلي او ښارونه مو ونړول …! موږ په لوی لاس مړه طالبان له سره ژوندي کړل . په ۲۰۱۴ کال پاکترين انتخابات موږ قصدآ بدنامه کړل . په يوې څوکۍ موږ دوکسه کېنول . په ۲۰۱۹ کال موږ بيا هم يو نمايشي او خود غرضه انسان (عبداله ) د واک په ګدۍ سريخ کړ . تر هغه وروسته مو د دوحې يو طرفه تړون په افغانانو وتاپه . غني د ملي يووالي او ښې حکومتوالۍ له پاره ډېرې هڅې وکړې، خو موږ ورته د مرستو پر ځای ستونزې جوړې کړې …!! _ د امرکې پخواني سفر ( رونالډ نيومن ) : تر کومه ځايه چې زه کره او دقيق معلومات لرم ؛ طالبان سولې ته په هيڅ صورت غاړه نږدي . طالبان افغان دولت سره د سولې پر ځای د هغه نسکورول غواړي . – د ايران سفير ( بهادر امينيار ) : افغانستان مستعره امريکا نبود ؛ بکدام حق اين توافق نامه يک جانبه را اعلان کرد !؟. – د ناټو پخوانی قوماندان ( کريستال ) : د دوحې توافقنامه يو جانبه ، غير منصفانه او په ټوله مانا يو طرفه وه . امريکا يو طرفه هر څه وکړل . خپل قوتونه يې ۲۵۰۰ ته را ټيټ کړل . په افغان دولت يې ۵۰۰۰ جنايتکاران خوشې کړل . طالبانو ددې جانيانو په مټ د توافقنامې خلاف ؛ جګړه نوره هم سخته کړه . نورو تراهګرو ډلو – ټپلو سره لا نور هم نژدې شول … _ د امريکې د متحده ايالاتو نوی حکومت دې او دې ته ورته سلګونو فشارونو ته په کتو اړ شو ، چې په خپلو ژمنو يو وار بيا په تينګار سره ؛ د دوحې په تر سره شوي توافق نامې له سره کتنه وکړي . – تر هغه وروسته ناټو ، اروپايي اتحادې ، کاناډا او استراليا …په ټينګار سره وويل : طالبانو د ژمنو خلاف جګړو ته زور وکړ ، عام المنفعه ځايونه نړوي ، هدفي وژنې تر سره کوي او نورو تراهګرو ډلو – ټپلو سره په لا نور نژدې همغږۍ کې دي . په طالبانو غږ کوو، چې اوربند ته غاړه کېږدي ؛ پرته له هغه به زموږ قهر او غضب را وپاروي . – د امرکې د دفاع وزارت وياند : طالبانو د دوحې ټول مواد نقض کړي . جګړه لا هم توده شوې ، تراهګرو ډلو او القاعدې سره لا هم نژدې شوي . له طالبانو په کلکه غواړو ، چې له ساخته ګي او مصنوعي مذاکراتو راووځي . افغان دولت سره دې په واقيعي مانا خبرو ته کېني . – د امريکې دفاع وزير : موږ داسې افغانستان غواړو چې د امريکې متحده ايالتو له پاره ګواښ نه وي . هغه هيله چې دطالبانو عوامفريبانه او خيالي شعارونو ( جهاني خلافت او امارت ) سره په هيڅ صورت ډډه نه شي لګولی. ځکه ، که له نړۍ وال تراهګرۍ نه لاس په سر شي او لا اقل د غني بنسټيزو اصلاحاتو ته مخه کړي؛ نو حاميان او په تېره ساده لوحه طالبان به وايي : چې زموږ د دا دومره سرښندنو او شهادتونو اړتيا څه وه !؟ دا کارونه خو تر تاسو څو – څو چنده ښه او بهتره غني کول…!! دا يوه معما ده . هر څه د مخه بايد طالب مشران د دې خبرې وضاحت ورکړي !! – بله جالبه مرکه د فبروري په لومړۍ نيټه امريکا غږ سره د يوه نوم وتي سناتو وه : نوی حکومت مخکې له دې چې د دوحې په تړون د بطلان کرښه وکاږي ، اړينه ده چې ښه يې وارزوي . وروسته ورکې بدلون راولي . تر هغه وروسته دوهم ګام پاکستان سره جدي خبرې دي . پاکستان ته بايد په ډاګه وويل شي ؛ که غواړئ خپل راتلونکي نسلونه د اقتصادي افتضاح نه وژغورئ؛ بايد افغان سولې ته په صادقانه توګه مرسته وکړئ . ځکه يوازې باثباته افغانستان تاسو ژغورلی شي . سره له دې چې پاکستان يو څه کړي ، خو بنيادي کار دا دی چې د تراهګرو کمپونه ، اډې او مراکز وتړي . هغوئ کولی شي ټول طالبان لاس تړلي افغان دولت ته وسپاري . – د ايران په اړه يې وويل : ايران تر پاکستانه هم بد ګاونډی دی . هغه تر پاکستانه زيات يو ضعيف افغانستان غواړي ، ځکه په همدې نا مطمئينو شرائطو کې د ټولو بهرنيانو په وتو ټينګار کوي . – د سيمې او نړۍ په کچه مثبت تغيرات خورا زيات دي ؛ داسې تغيرات چې تر ډېره حده د افغان دولت په وياندانو بدل شوي . دا مثبت تغيرات ښکاره کوي، چې افغان دولت د دا دومره سختو جګړو او داخلي لانجو سره – سره بيا هم په خپل بهرني سياست کې ډېر زيات پر مخ تللی دی . د همدې مثبتو حالاتو او بدلونونو ، دقيق جاج وروسته ولسمشر شيعه علماوو سره په خپلو خبرو کې ، سيمې او نړۍ ته يو بل تازه پيام هم وړاندې کړ:

– انقطاع در جمهوريت قيمت نهايت بالا خواهد داشت . قوای امنیتی و دفاعی ما جنګ را نباخته اند و مشروعيت کامل بين المللی نظام جمهوری اسلامی افغانستان پا بر جاست . ايالات متحده امريکا شريک دولت ، قوای امنيتی و دفاعی ماست. تعين هدف ما به دنيا و منطقه اين است که افغانستان مستقل ، دارای اقتدار ملی و مردم سالاری و وحدت ملي ميباشد . طريقه ديګر ما به مراحل ديګر مذاکره ؛ انجام بادقت ، باتدبير و با اطمينان است !! ما به عذر و تسليمی حاضر نيستيم . صلحی ميخواهيم که در آن بقا، رفا و وحدت ملي باشد . – وروستی ګيچ کوونکی پيام : د واک لېږد ( انتقال) يوازينی منطقي او معقوله لار انتخابات دي . راځئ په انتخاباتو او د هغه په بېړني ميکانيزم فکر وکړو او وخت يې وټاکو! د انتخاباتو وروسته به بريالي ولسمشر ته واک وسپارم !! دې خبرې په طالبانو او حاميانو يې سم – دم اور بل کړ . حاميانو خپلو اجنټانو ته چوکې ونيولې . ځکه دا خوران په خپل کرايي پوزېشن؛ د قتل ، قتال ، وژلو او نړولو … ؛ پرته کوم بل شعار لري ، چې ولس ته هيلې ورکړي او دوئ په انساني لارو – چارو … واک ته ورسوي!!؟؟ اصلا نه !! کله چې دا هيله هم له خاورو سره خاورې شوه او د دوحې يو جانبه تړون، چې ډېر پرې نازېدل هغه هم ننګونو سره مخ شو ؛ نو د بدلون له ډاره يې ايران او روسې ته مخه کړه . د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ، چې څو موده مخکې وتلي خبريال نجفي زاده سره په خپل شرمېدلي مرکې کې له هر څه انکار کاوه ؛ په دواړو لاسونو طالبانو ته هر کلی ووايه. په خورا مکاره او مفتينه ژبه يې وويل : طالبان توان جنګيدن با دولت افغانستان و ايالات متحده امريکا را دارند . هغه د فاطيمينو په جوړېدو او ناځوانمردانه استعمال انکار ونه کړ . زياته يې کړه : افغان دولت کولی شي هغوئ په خپله ګته وکاروي . اوس چې د امريکې د نوي حکومت له لوري پرې د کلک څار او لټون غږ وشو او هم مهاله د اسرائيلو دفاع وزير اخطار ورکړ؛ که د امريکې نوی حکومت برجام ته وګرځېده ؛ زموږ بشپړ چمتووالی شتون لري ؛ موږ به د ايران هستوي پروګرام له خاورو سره خاورې کړو! ځکه يې کټ – مټ د نجيب الله د حکومت په شان په بله بڼه پاکستان او روسې سره په همغږۍ ؛ خپل لاس پوڅی عليپور د هم هغه فاطمينو مشر را پورته کړ . په خواشينۍ سره چې يو شمېر روڼ اندو او مطرحو ذواتو ( چارواکو) هم په داسې حساسو شرائطو کې، د ملي ګټو پر ځای قومي او مذهبي ګټو ته ځانون کاږه کړل . بل لور ته پاکستان هم خپل لاس پوڅي رحماني او نور تنظمي مشران … تر پخوا لا زيات فعاله کړل . غني بيا هم غلی پاتې نه شو : روسانو د شاه امان پر وړاندې خپله ناځوانمردانه دسيسه يو کال وروسته افشا کړه . دا ښاغلي لا هم خبر نه دي، چې د معاصرې تيکنالوژۍ يوويشتمه پېړۍ ده ؛ اوس هر څه د ورځو او اونيو په اوږدو کې راوځي . هله به نه تاسو او نه نورو ته څه پاتې شي…!!

  ګرانو هېواد والو ، د مکارو او مفتينو ګاونډيانو له لوري د هغه تېرو ظالمانه توطيو او دسيسو د تطبيق ناکامې هڅې يو ځل بيا ګړندۍ شوي !! له جوړ نظام ، منتخب دولت نه ملاټړ په هيڅ صورت له شخص نه د ملاتړ په مانا نه دی . د ولسي جرګې د يو شمېر ميړنو او با شرفو وکيلانو په شان دا ملاټر بايد هر افغان په هر ځای، په هره وسيله چې ممکنه وي، د خپل شرف، عزت، د ګران هېواد تاريخي افغانستان او خپلو خلکو .. ملاتړ وګني . په بې علايشانه پېرزو ينو …

ستاسو ټولو مخلص غرنی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply