که موږ په مریخ کې اوسېدلای، ژوند به مو څنګه وو؟

0 855

ژباړه او زیاتونه: رحمت الله کټوازی

د ځمکې خلک د مریخ د نیولو (خپلولو) لپاره خورا ډېرې خبرې کوي. خو کله مو دا فکر کړی چې دا به څنګه وای چې دغه څه مخکې له مخکې واقع شوي وای؟ او لومړني انسانان په دغه سره سیاره (مریخ) کې مېشت شوي وای؟
په مریخ کې به څه ډول ژوند وو؟ ایا موږ به د مریخ پر مخ د اوسېدلو توان لرلای او که به یې پر سطحه له لګېدونکیو لمریزو وړانګو نه پټ وای؟ ایا موږ به په دې توانېدلي وای چې مریخ مو د اوسېدو په مېنه بدل کړی وای؟
هغه مریخ چې تاسي یې پېژنئ:
کله مو دې سرې سیارې ته د تګ نیت کړی؟ مریخ ممکن موږ ته شاو خوا ۵۶ میلیونه کیلو متره نږدې وي، چې ۳۴.۸ میلونه میله کېږي. د مریخ اندازه د ځمکې د اندازې شا خوا نیمایي (۵۳٪) ده، چې تر عطارد وروسته په لمریز نظام کې دوهمه کوچنۍ سیاره ده. د مریخ نوم د رومیانو د جنګ له خدایه اخیستل شوی. د مصر د قاهرې ښار تر مریخ وروسته په دغه نوم ونومول شو، دا ځکه چې داسي ادعا کېږي چې دغه سیاره هم په هماغه ورځ وموندل شوه چې د قاهرې ښار جوړ شو. دغې سرې سیارې ته لومړنۍ فضايي بېړۍ په کال ۱۹۶۵ کې واستول شوه چې مارینر ۴ نومېده. مریخ کې دوه سپوږمۍ موجودې دي چې (Phobos) او (Deimos) نومېږي. مریخ په لمریز نظام کې هغه سیاره ده چې تر ټولو لوی غر پکښې دی او تر ټولو ډېر خاورین(له ګرد او دوړو سره مله) طوفانونه لري. د مریخ د ځمکنۍ سطحې اندازه شاوخوا د ځمکې د سطحې له اندازې سره یو شان ده. د مریخ د ځمکي رنګ ځکه سور دی چې د ځمکې سطحه یې د اوسپنې په منرالونو پوښلې ده. په مریخ کې د تودوخې درجه کېدای شي ۱۵۳ ته را ولوېږي چې (۲۲۵ فارنهایټ) کېږي او لوړه درجه یې ممکن ۲۰ ته لوړه شي چې (۷۰ فارنهایټ) کېږي. د تېرو کلونو ډېرې موندنې دا په ډاګه کوي چې د مریخ په ځینو برخو کې ژوند ممکن دی. په کال ۲۰۱۴ کې د ناسا فضایي بېړۍ په یاده سیاره کې د مېتان ټوټې موندلې وې چې ددوئ په اند، ددې شونتیا یې ښکاره کوله چې د مریخ ځیني برخې ممکن د ژوند کولو پاره مساعدې وي. ددې تر څنګ، ساینس پوهانو د اوبو او نورو اړینو موادو نښې، چې د انسان د ژوند کولو لپاره اړینې دي، هم موندلي. اما، د اوبو هغه اندازه چې په مریخ کې شته، ممکن د ځمکې د سمندرونو یواځي ۱٪ سلنه اوبه ولري. ددې ترڅنګ، د ځمکې د ځینې نورو شیانو نښې هم په مریخ کې شته. مثلا، د یخي (کرل) ځیني ټوټې هم په مریخ کې شتون ولري. نو که چېرته موږ له ځمکې دغې سرې سیارې (مریخ) ته ولاړ شو، ژوند به بدل شي؟
که موږ مریخ ته د تګ نیت وکړو، څه به پېښ شی؟ 
که چېرته موږ په بېخي تېز سرعت لرونکې فضایي بېړۍ کې له ځمکې سپاره شو، نو له ۴۰ ورځو نیولې تر ۹.۵ میاشتو پورې ممکن موږ هلته ورسېږو چې د وخت دغه توپیر د سیارې په مسیر(حالت) پورې تړاو لري. په فضا کې له دومره وخت تګ نه وروسته به، تاسي د اسمان په څنډه کې مریخ ووینئ. مګر تاسي څه فکر کوئ، چې هلته به ژوندي پاته شئ؟ او بله دا چې په مریخ کې به د ژوندي پاته کېدلو لپاره څه شي ته اړتیا ولرئ؟
لومړنۍ خبره دا ده چې په دې پوه شئ چې د سا اخیستلو لپاره څنګه اوکسیجن تنفس کړئ. د مریخ فضا ۹۵٪ سلنه کاربن ډای اوکسایډ نیولې. نو تاسي نه یواځي دې ته اړتیا لرئ چې د ژوندي پاته کېدلو لپاره همدومره اوکسېجن له ځمکې نه له ځان سره مریخ ته یوسئ چې تاسي اړتیا ورته لرئ، بلکه په مریخ کې شته کاربن ډای اوکسایډ په اوکسیجن واوړئ، چې ددې لپاره هغه ماشین په کار دی چې ((NASA یا د امریکا د فضايي څېړنو اداره یې کاروي چې دا ماشین (MOXIE) نومېږي. دغه ماشین نه یواځي دا چې تاسي ته د سا اخیستلو لپاره جوړه هوا برابره کړي، بلکه تاسي ته د مایع اوکسیجن د وړاندي کولو وسیله هم کېدای شي.
دا به نو هغه شیان او لوازم وي، چې تاسي یې مریخ ته د تللو په وخت کې درسره واخلئ، اما په هغه صورت کې چې تاسي بېرته ځمکې ته د راتللو (راکښته کېدلو) تصمیم تر تللو د مخه نیولی وي. په مریخ کې داسي خاوره نشته چې تاسي کښت ورباندي وکړئ، مګر ددې پر ځای تاسي (Hydroponics) عملیه کارولی شئ چې دغه عملیه بیا خاورې ته اړتیا نلري. اما، دا چې په دې ځمکه (مریخ) کې کومې روانې اوبه نشته، نو ستاسي ځمکه (مریخ) به وکولای شي چې تاسي ته ۲۰٪ اوبه برابرې کړي چې تاسي یې د کښت لپاره وکاروئ. نورې د اړتیا وړ اوبه باید له ځمکې در وغواړئ. بل دا چې په مریخ کې به مو خواړه تازه پاته نه شي، بلکه ستاسي ټول خواړه به وچ شي.
نو هلته به موږ چېرته ژوند کوو؟
تاسي به د ځمکي له نورو مهاجرینو سره، په هغو تعمیرونو کې اوسئ چې له هوا ډک شوي وي. دا داسي دی لکه تاسي چې په زېزمیني کې (تر ځمکي لاندي) اوسئ. دا ځکه چې په مریخ کې د ځمکې غوندي د جاذبې قوه نشته او د مریخ اتموسفیر ډېر نری دی چې د مریخ په مدار کې د وړانګو کچه ۲.۵ وارې تر نړېوال فضايي سټېشن لوړه ده، چې د انسانانو لپاره په دومره لوړه کچه د لمر وړانګي په مشکله تحمل کېدای شي. دا بېخي هېر کړئ چې تاسي لمر ته ددې لپاره راووځئ چې ویټامین ډي واخلئ. لمر به دلته هم تقریبا همدومره لوی معلومېږي لکه څومره چې یې له ځمکې وینئ؛ خو که چېرته غواړئ چې له خپله ځایه د باندي ووځئ او ژوندي بېرته راستانه شئ، نو د اتموسفیر د فشار د کمولو او له وړانګو د ځان ساتنې لپاره باید هغه خاص فضایي لباس پر تن کړئ، چې د ساتنې تضمین مو وشي. دغه خاص لباس به ستاسي سره په دې کې هم ډېره مرسته وکړي چې بدن مو توود(ګرم) وساتي، دا ځکه چې په مریخ کې د تودوخي درجه ډېره ټيټه ده. که د خپلې ځمکې هغه بېخي یخ ژمی د مریخ له منځنۍ کچې یخني سره پرتله کړو، نو د ځمکې په ژمي به شکر وباسئ او فکر به وکړئ چې د ځمکې هغه ډېر سوړ ژمی هم جنتي هوا لري.
د تودوخې درجه به منفي ۵۵ وي (منفي ۶۷ فارنهایټ). خو په قطبونو کې به له دې هم ټیټه وي او منفي ۱۵۳ ته رسېږي چې (۲۴۳ فارنهایټ) کېږي. د مریخ ورځ صرف ۴۰ دقیقې له هغې ورځې نه لویه ده چې موږ یې په ځمکه کې لرو، خو په مریخ کې یو کال د ځمکې تر کال شاوخوا دوه ځلې طولاني (اوږد) دی. که چېرته تاسي د مریخ په شمالي قطب کې اوسئ، نو له ۷ میاشتي پسرلي او ۶ میاشتي اوړي نه خوند واخلئ. او هلته به نو ۵ میاشتي منی او ۴ میاشتي ژمی وي. په مریخ کې نه یواځي دا چې د حرارت درجه ټيټه ده، بلکه په یوه اونۍ کې بدلېدونکې او اووښتونکې هم ده، چې دغه بدلون ډېری وخت ددې سبب کېږي چې قوي د خاورو (دوړو) توپانونو راشي. تاسي ته به زیان و نه رسوي، خو برقي سامان الات به مو خامخا زیانمن کړي. که په ځمکه کې د کورنۍ له کوم غړي سره مو خبرو ته زړه وشي، نو دا هم تقریبا ناممکن وبولئ. که له دوئ سره له مریخ نه په برقي الاتو (چې ډېر پرمختللي وي) خبري کوئ، نو ستاسي هره خبره به ۱۵ دقیقې وخت ونیسي چې ځمکې ته ورسېږي. دا هم په پام کې ولرئ، چې په مریخ کې د جاذبې قوه د ځمکې له هغې سره په پرتلنه کې 1/3 ده. یعني چې هلته ولاړ شئ، نو لکه د ماشومتوب غوندي لومړی باید تر هرڅه مخکې دا زده کړئ چې څرنګه قدم ووهئ. نو اوس هم غواړئ چې له خپلې ځمکې نه مریخ ته ولاړ شئ!!؟
خیر، تر هغې انتظار وباسئ چې لومړني انسانان دغې سرې ځمکې (مریخ) ته لاړ شي او دا سره ځمکه د ژوند لپاره لکه د خپلې ځمکې غوندي جوړه کړي. دوئ به ممکن امونیا (ammonia) د بلې سیارې له اتموسفیر نه مریخ ته راوړي چې مریخ لږ پرې توود (ګرم) کړي. دغه توودوالی به د مریخ د شمالي قطب وچ یخی په ګاز تبدیل کړي چې دغې سیاري ته اتموسفیر ورکړي. خو دغه ډول اتموسفیر به بیا هم زموږ لپاره د ساه اخیستلو (تنفس کولو) وړ نه وي، مګر لږ تر لږه به دومره خو وکړي چې د اتموسفیر فشار دومره خو مساعد کړي چې دغه فضايي جامې خو وباسو. تر هغې وروسته به دغه لومړني انسانان له هغه یخي شوي اوبو نه چې د مریخ تر سطحې لاندي دي، اوبه راوباسي. د اوبو بخار به اتموسفیر نور هم ډبل (غوټ) کړي. بالاخره به تاسي په مریخ کې دا ووینئ چې واورې او باران اورېدل به پیل شي. تر هغې وروسته به ممکن زرګونه کلونه وروسته ددغې سیارې ځمکه کافي اوکسیجن ولري، چې انسانان ساه پکې واخلي (تنفس پکې وکړي). نو تر هغې وروسته به، ددغي سیاري بیا جوړونه پای ومومي او د ژوند لپاره به اماده شي.
اوس څه فکر کوئ؟ ایا په مریخ کې ژوند کولو ته زړه ښه کوئ؟ او یا به هم هڅه وکړئ چې کله هلته لاړ شئ، او دغه له نعمتونو غني ځمکه پرېږدئ؟ ایا هغه څه چې موږ په ځمکه کې لرو، لکه اوبه،هوا،د تنفس لپاره کافي اکسېجن، نباتات، د کورنۍ غړي، خواږه ملګري، ډول ډول خوراکونه، او په ټوله کې ټول چاپېریال، دوئ ته پام کوئ، او یا هم الهي نعمتونو په سترګه ورته ګورئ؟ نو که مو ځواب دا وي چې هلته نه ځئ، نو په ځمکه او طبیعت کې د ټولو شته شیانو (ونې، اوبه، د ځمکې نورې کاني زېرمې، هوا، ژوندي موجودات…) خیال وساتئ او له نعمتونو ددې غني سیارې د یوه اوسېدونکي په توګه د خپلې برخې مسولیت ادا کړئ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply