له قطر مخکې اسلام اباد ته سفر؛ پاکستان به طالبانو ته څه ووايې؟

0 492

-خوشحال آصفي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې فبروي مياشتې په ۲۵ نېټه د قطر په دوحې کې د امريکا او طالبانو تر منځ بل پړاو خبرې ترسره شي؛ دغې ډلې اسلام آباد ته د سفر موزې په پښو کړي دي. طالبانو ويلي چې سبا دوشنبې به اسلام آباد کې له عمران او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري. پاکستان هم ویلي چې اسلام آباد ته د طالبانو سفر د پاکستاني حکومت په رسمي بلنه ترسره کیږي.

په ورته مهال بيا افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم د استازو په پر اعلان شوي‌ سفر ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت کړی دی.‌ افغان حکومت د يو ليک له لارې ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ويلي، پاکستان ته د طالب استازو د سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې، او طالبانو سره د پاکستاني‌ چارواکو لیدنه به د دې ډلې په رسمیت پېژندنې په مانا وي.‌ د لیک په پای کې له امنیت شورا غوښتنه شوې چې د خپلو ټاکل شویو اصولو په رڼا کې د دې قضیې په اړه اړین ګامونه پورته کړي.‌

پوښتنه دا ده چې د قطر له ناستې وړاندې اسلام آباد ته د طالبانو سفر د څه لپاره ترسره کيږي؟

له دغه سفر څخه پاکستان درې ګټې ترلاسه کولی شي

لومړی؛ د قطر په راتلونکو خبرو کې د پاکستان ګټي خوندي کول

طالبان د پاکستان د امتياز وسيلې دي، پاکستان تل د طالبانو په وسيله په غير مستقیم او مستقيم ډول، هم له افغان دولت او هم له امريکا او نړيوالې ټولنې امتياز ترلاسه کړی دی. اوس چې ټاکل شوې په روانه ميلادي مياشت کې په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ بل پړاو خبرې وشي او داسې ګمان هم کيږي چې ممکن طالبان له افغان حکومت سره په خبرو سلا شي؛ اوس پاکستان طالبانو ته په غوږ کې څڅوي چې د دوی کومې غوښتنې بايد په دغو خبرو کې د طالبانو د شرط په توګه وړاندې کړي.

ممکن پاکستان په طالبانو دا ومني چې له افغان حکومت سره د سولې په صورت کې به په افغانستان کې د هندوستان رول کابو او له پاکستان سره اړيکې پراخې کړي. همداراز پاکستان ممکن له طالبانو وغواړي چې افغان حکومت ته د ډيورنډ پورې غاړې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پښتون ژغورنې غورځنګ سره اړيکې غوڅول د شرط په توګه وړاندې کړي. او دېته ورته نور ډير څه چې د پاکستان اساسي غوښتنې بلل کيږي؛ احتمال دی چې اسلام آباد ته د طالبانو په دغه سفر کې طالبانو ته وويل شي.

دويم؛ له پاکستانه د امریکا وروستۍ غوښتنې ته ځواب

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمير کې د هندوستان په پوليسو د تېر خونړي بريد په غبرګون کې امريکا له پاکستانه غوښتنه کړې چې په دغه هيواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه جيش محمد ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي چې د ياد بريد مسوليت يې منلی دی. له پاکستانه د امريکا دا غوښتنه پر پاکستان د امريکا د فشار په توګه يادولی شو. اوس د دې لپاره چې پاکستان له دغه فشاره ځان خلاص کړي؛ امريکا له خوږې ګوتې نيسي.

یعنې امريکا چې د افغان سولې په اړه د پاکستان د مرستې په تمه ده؛ د امريکا د همدې مجبوريته په ګټه اخيستو پاکستان امريکا ته ښايې چې که ته پر ما فشارونه راوړې نو زه هم کولی شم چې طالبان له امريکا سره له روانو خبرو په شا کړم. په همدې خاطر يې طالبان اسلام آباد ته غوښتي څو امريکا ته وښيې چې لا هم پاکستان طالبان د امريکا پر ضد کارولی شي او لا هم پرې خپل حکم چلولی شي.

درېيم؛ د افغان حکومت منزوي کول

دا چې سره له دې چې د طالبانو د مرکچي ټيم غړي دملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو په لیست کې دي او بیا هم اسلام آباد ورته د سفر بلنه ورکوي؛ دا په همدې مانا دا چې پاکستان د افغانستان دولت ته د نظام په سترګه نه ګوري او هڅه کوي چې منزوي يې کړي. همداشان له افغان دولت سره له خبرو د طالبانو انکار او بيا پاکستان ته د طالبانو د سفر د بلنې منل د پاکستان له همدې شوم هدف سره مرسته کوي چې د سولې په روانو خبرو کې د افغان حکومت موقف ضعيف او طالبان قوي وښيي.

دلته اړین بحث دا دی چې ملګري ملتونه بايد ژر تر ژره اسلام آباد ته د طالبانو د سفر په اړه ځواب ورکړي. که ملګري ملتونه د افغان حکومت شکايت ناديده وبولي او ورته کوم غبرګون ونه ښيې نو دا چاره به له طالبانو او پاکستان سره مرسته وکړي څو افغان حکومت لا هم منزوي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply