له هغه وروسته چې وسلهوالو طالبانو اسلاماباد ته د دې ډلې د سولې مرکچي پلاوي د سفر او هلته د امریکايي استازیو تر څنګ، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدو خبر ورکړ، افغان حکومت یې په اړه په ملګرو ملتونو کې شکایت ثبت کړ او دا یې د ملګرو ملتونو د تور نوملړ کمېټې له پرېکړهلیک سرغړونه او د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو په رسمیت پېژندل وبلل.
طالبانو ویلي وو چې استازي یې د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته ځي، خو د راپورونو له مخې، دغه هېواد ته د طالب پلاوي سفر لغوه شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې د پاکستان په اړه یې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی او دغه هېواد باید له افغانستان سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په همدې حال کې وسلهوالو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې غونډې لغوه کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا او ملګرو ملتونو له لوري د دوی ځینو استازیو ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې. په اسلاماباد کې له امریکايي استازیو او پاکستاني چارواکیو سره د طالبانو په غونډه کې د افغان حکومت مداخلې د طالبانو او پاکستان ګډه سناریو ګډه وډه کړه او خپل کور ته یې د طالبانو د سفر مخه ونیوله.
افغان حکومت پر وخت د طالبانو او اسلاماباد پر وړاندې اقدام وکړ او دا یې ورته وښوده چې د یوه مشروع دولت په حيث نه پاکستان او نه هم طالبانو ته اجازه ورکوي چې د دوی تر اجازې او مشورې پرته د افغانستان پر قضیې خبرې وکړي.
که څه هم د پاکستان او طالبانو اړیکې او له یو بل نه ملاتړ لکه لمر داسې روښانه دي، خو اسلاماباد په دغه اقدام غوښتل چې په رسماً طالبانو ته د افغان حکومت پر وړاندې رسمیت ورکړي او له دې لارې یوازې په افغان سولې پروسه کې خپلې موخې او ګټې لا هم یقیني کړي، بلکې پر افغان حکومت هم سیاسي فشار راوړي.
وسلهوالو طالبانو په خپله اعلامیه کې دا هم لیکلي وو چې استازي به یې د افغان سولې تر څنګ، له پاکستاني چارواکیو سره د کابل او اسلاماباد د اړیکو پر جوړولو او دغه راز په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر ستونزو هم خبرې وکړي چې دا د حکومتونو کار دی، نه د یوې داسې ترهګرې ډلې چې د سیمې د استخباراتو په ملاتړ او مستقیمه لارښوونه د خپل نظام او خلکو پر ضد جنګېږي!
پاکستان تل هڅه کړې چې له طالبانو ځان لرې او هغوی خپلواک وښيي، خو اوس د دواړو یاري او مضریت نه یوازې افغانانو، بلکې د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته هم ثابت شوی دی. اسلاماباد دا ځل هم دا هڅه وکړه، خو د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په اقدام پهکې پاتې راغلل او د طالبانو هغه سیاسي کش چې پهدې وروستیو کې یې د پاکستان، ایران، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو په همکاري او ملاتړ پیدا کړی و، صفر ته را ټيټ کړ.
وسلهوالو طالبانو د خپلو سیمهیزو ملاتړو او بادارانو په ملاتړ د افغان سولې په اړه په تېرو څو غونډو کې پوره هڅه وکړه چې په سیاسي ډګر کې ځان مطرح او د خپلې ډلې په ګټه پراخ تبلیغات وکړي، خو د ملګرو ملتونو په همکاري د افغان حکومت وروستي اقدام بیا وځپل.
پاکستان ته د طالبانو تګ راتګ او هلته اوسېدل یوه عادي خبره ده، خو په سیاسي لحاظ د افغان حکومت پر ضد د دواړو مغرضانه پلان په شنډولو سره دا ځل طالبانو او اسلاماباد دواړو په خپل رنګ کې داسې کوټ وخوړ چې د دوی په راتلونکيو پلانونو او غونډو به هم مستقیم اغېز وکړي.
که څه هم پاکستان ته د طالبانو د استازیو د سفر تر اعلان وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې پر دې موضوع د طالبانو د رهبري تر منځ سخت اختلافونه رامنځ ته شوي او ښايي د طالبانو د مرکچي پلاوي د سفر لغوه کولو یو لامل دا هم وي، خو په ټوله کې پر پاکستان د ملګرو ملتونو فشار د افغان سولې په اړه د اسلاماباد د غونډې لغوه کېدو اصلي لامل دی.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320