زموږ مغزو کې ډز شوی (طنز) /کفیل نیازی

0 706

ګلدان یار چې به هر وخت طنزیه خپرونه جوړوله د جمعې په ورځ به د ده مینوال د تلویزویون پردې ته شخ ناست وه چې دا اونۍ کې به ګلدان یار صیب بیا څه ګلان له ځانه سره راوړي؟ ګلدان یار د یوې خوندورې طنزیه خپرونې سره د هیواد په لر او بر کې شهرت موندلی وه دده طنزیه خپرونې له ډیرې خندا او پند څخه ډکې وي همدا علت وه چې ګلدان یار ته یې شهرت وربښلی وه.

یوه جمعه چې ټول مینوال یې د تلویزیون مخې ته میخ شوي وه ګلدان یار د تلویزیون په پرده د مرمیو، هوانونو او د توپونو د ډزونو له غږونو سره یو ځای داسې راڅرګند شو چې خپلې ګوتې یې غوږونو کې نیولې وې. مینوال هک حیران شول چې ګلدان یار او د ډزونو غوږونه؟؟؟

ګلدان یار خپل مینوال ډېر منتظر پرېنښودل او خپلو مینوالو ته مخاطب شو.

ډز، ډز ډزه ډوزه

څلوېښت کاله کیږي

ډزه ډوزه

تر څو به وي همدا ډزه ډوزه

موږ خو نور تباه شو

له دې ډزه ډوزه

اسلام علیکم ګرانو مینوالو وطنوالو، ځوانانو، بوډاګانو، ماشومانو، د پارلمان  وکیلانو، د پوستو قومندانانو، رشوتخورو ریسانو، ټمبل وزیرانو، بې کاره والیانو او زړه ته رانږدې خاله ګانو! رښتیا به ټول وایی چې کله ستاسې معزو کې ډز شوی؟ مغزو کې خو د ټولو ډز شوی خو څوک حال وایي او څوک حال نه وایي.

تالار کې ناستو کسانو او د تلویزیون مخې ته میخ شوي مینوالو بو بل ته برګ برګ وکتل او حیران حیران شول، چې ګلدان یار صیب ورته وویل:

هو زما په شمول د ټولو په مغزو  کې ډز شوی دی. خبره دلته ده چې د چا معزو کې یو ځل ډز شوی د چا دوه ځلې د چا په کال کې یو ځل ډز کیږي د چا هره میاشت د چار هره اونۍ د چا هره شپه او د چا هر ساعت …. او د چا په مغزو کې تل فایرونه روان وي.

د همدې ډزو نتیجه ده چې موږ در په در یو ډز د یو مغزو کې وشي کور د بل سړي وران شي. زه یې یو ځو مثالونه وایم او بیا تالار کې ناست کسان باید زما پوښتنې ته ځوابونه راکړي.

مثلاٌ د جهاد او مقاومت وختونو کې، جهادي قومندانانو د نورو په زامنو جنګونه کول په اول خط کې یې جنګول او په خپلو زامنو یې زده کړې کولې، هغوۍ چې لومړي خط کې جنګېدل او مړه شول نن یې څوک نوم هم نه یادوي او چا چې زده کړې وکړې نن لوی لوی سړي دي او د وطن په چارو لګیا دي نو اوس تاسې ووایاست چې د چا مغزو کې ډز شوی وه؟

تالار کې ناستو کسانو په یو غږ وویل:

زموږ مغزو کې ډز شوی وه، زموږ مغزو کې ډز شوی وه

ګلدان یار بیا مینوالو ته مخاطب شو او یو څه په لوړ غږ یې وویل، همدې د مغزو ډز همداسې وروسته پاتې کړي یو زموږ مغزو کې خو ځکه ډز شوی وه چې سړی مو کتلو نه منډې مو پسې وهلې. هغوۍ چې جنګونه طرحه کول نن په قصرونه کې اوسي هغوۍ چې ماشې ته ناست وه نن د سرکونو په غاړه یوې پیسې ته ناست دي. نور نو له د ډزونو ځان وساتۍ ماغزو مو په کاروبار زده کړه او دوطن د ابادۍ په لار کې مصروف کړۍ نه په ډزوونو کې.

ګلدان یار صیب بیا یو بل مثال وړاندې کړ تاسې په ټاکنو کې ولیدل چې نوماندانو څومره په خواره خوله رایې غوښتلې او ټولو ته ښه مالوم وه چې څوک څومره کوز او څومره پاس دی خو بیا هم تاسې رایه ورکړه. ولې مو رایه ورکړه ځواب راکړئ.

ناستو کسانو په یو غږ وویل:

زموږ مغزو کې ډز شوی وه، زموږ مغزو کې ډز شوی وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply