پښتون دوې پېړۍ وروسته ويښ شوی

0 2,046

تاریخي روایاتو ته په کتو له شاوخوا ۲ پېړیو وروسته پښتون د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره خوځښت پیل کړی او په لر او بر افغان وطن کې په یوه غږ د خپل سر او خپل عزت د خوندي کولو په لټه کې دی. شاوخوا شپېته میلیونه پښتانه په خپلو شپږو تاریخي مرکزونو کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار، پیښور او جنوبي پښتونخوا کې پر خپل قوم او خپلې خاورې د خپل واک او سوله‌یز اختیار هڅې کوي.
په لومړي ځل کوز او بر پښتانه په یوه مورچه کې د یوې موخې لپاره یوه ګډ دښمن ته غورځېدلي او له خپل ولس او خپلې خاورې د پردیو د غاښونو د ایستلو او د خپل درد د درملنې لپاره لاس او پښې وي. په پښتون وطن کې مشرانو او کشرانو، ښځو او نرانو ټولو د خپلو بچو لپاره د ژوند او مینې د تر لاسه کولو سیاسي، اجتماعي او سوله‌یزه منډه پیل کړې.
دغو منسجمو با تدبیره منډو پر جي ایچ کیو سربېره د ټول پنجاب زړه لړزولی او ماغزه یې اېشوي. له پاکستانه د افغانستان د سولې د لوبې ډیزاین ولسمشر غني او پرې راټولو ملګرو دومره ګډوډ کړی چې اوس په خوب کې هم ښاغلی غني په ټویټ کولو بوخت ویني. له اویا کلونو وروسته د پښتون وطن بچیان د لر او بر یو افغان شعارونه زمزمه کوي او د خپلو نیکونو د میړانې ترانې وايي.
له ۷ لسیزو وروسته پښتون زلمی له داوده تر محسوده او له نجیبه تر نقیبه د پښتنو دتویو شویو وینو په پوښتنې پسې را پاڅېدلی.
دلته په افغانستان کې له څلور لسیزې ځپنې وروسته ایله پښتون په دې لږ څه پوه شوی چې د دوی په ککريو د لوبې د پای شیبې را نږدې شوې او یوه او بل ته د ټوپک د شپېلۍ د نیولو پرځای د غاړې ورکولو وخت راغلی دی. حالات داسې خواته روان کړی شوي دي چې پښتنو په کابل، کندهار، پکتیا او ننګرهار کې پر خپل ټبر د روان ناورین د پای ته رسولو بیسارې ګړندې هڅې شروع کړې دي.
سیاستوال یې که په حکومت کې دي، که ترې بهر دي او که طالبان دي تر بل هر مهاله ډېر سوله‌یز ژوند او سیاست ته لیواله شوي او فکر کوي چې پر کور او کلي یې واکمن وضعيت د دوی ټول څه تباه کړي او بېرته پښتانه د نړۍ له ملتونو سره د سیال کولو جوګه کېدو ته نږدې کېدونکي دي.
ها خوا د کوزو پښتنو ځوان نسل د خپلو پلرونو او نیکونو د تاریخ ژوندي کولو ته ملا تړلې او تر ټولو له مخه یې پر خپل تاریخي هویت منګولې خښې کړې دي. له دوی اخیستل شوې ژبې پښتو کارولو ته یې هدف ویلی او د اعتراضونو او غونډو ژبه یې د تېرو اویا کلونو خلاف سوچه مورنۍ او تېزه پلرنۍ ژبه ده، خو په ځینو برخو کې چې پنجابي ته پیغام رسول غواړي غورځنګیانو په اردو ژبه بېنرونه ليکلي دي. د منظور پښتون غورځنګ د مچیو پر داسې ځاله وارونه پیل کړي چې په تېرو ۷ لسیزو کې یې نه یوازې دوی د ژبې پر سر چیچلي، بلکې د دوی په خېټه یې پښه ایښې او دې خوا یې په تاریخي افغانستان کې له پښتنو سرونه قلم کړي.
په لره پښتونخوا کې پر منظور را ټول ځوانان هڅه کوي چې شاوخوا ۴۰ میلیونه کوز پښتانه د اسارت او حقارت له دغه ژونده خلاص کړي چې پاکستاني پوځیانو پرې واکمن کړی. ښاغلی پښتین وتوانېد چې د خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو، جنوبي پښتونخوا او بلوچستان اړوند پښتون مېشتو سیمو ته نوی نظم او لوری ورکړي او د خپل راتلونکي په فکر یې د پنجابي ښکېلاک د سپورو ستغو په وړاندې درېدو ته برابر کړي.
څلور لسیزې وړاندې چې په برو پښتنو شوروي ناتار پیل شو کوزو پښتنو ورته کتل او د دوی تر سترګو او ږیرې لاندې د دوی په برنیو ورونو پنجابیانو خپل منتر پخاوو او د خپلې دفاع جګړه یې پرې کوله چې د پاکستان د ژغورنې جګړه پای ته ورسېده، پنجاب د کوزو پښتنو تر سترګو لاندې د افغانانو تاریخي جنت نشان وطن ته اور ور کړ او د پلرونو او نیکونو شتمني یې د کباړ په نوم ترې را بار کړه چې لږ یې نور هم سترګې سرې شوې؛ نو د چڼي په جامه کې یې د خدای په نوم لښکر ته بیرغ په لاس ورکړ او د تاریخي افغانستان پر ټولو ارزښتونو یې سره کرښه پرې را کاږله او د دین او مذهب په نوم یې د خلکو د ژوند او فکر د بدلون لپاره کېبل ته مخه کړه چې د طالب په جامه کې یې لږ لاس او پښې ازادې شوې؛ نو د لسګونو میلیونو کوزو پښتنو په مټ یې د ابدالي او امان الله خان هېواد افغانستان ته د خپلې پنځمې صوبې نوم ورکولو او بودیجې بېلولو پلان رامخې ته کړ.
پر امریکا چې غضب را پرېوت نو پاکستاني جنرالانو خپلې دې لوبې ته بدلون ورکړ او له نویو دریڅو او مورچو یې پر پښتنو برید پیل کړ. پاکستان چې په امریکايي لوبه کې پر برو پښتنو طالبي ناتار ته زمینه برابره کړه او پر کوزو پښتنو یې د طالب ځپنې په نوم د پنجابي راج او تاج د ټینګولو عملیات پراخ کړل؛ نو دواړو غاړو ته پښتون وخوځېد او د خپل دښمن د توطیې د خنثی کولو هوډ یې وکړ.
لوبه اوس داسې برید ته رسېدلې چې په لر او بر افغان وطن کې د سولې او خپلواکي لمر راختونکی دی چې پر پنجاب له وخت وړاندې تیاره خپره کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply