طالبان پر نړیوال سټیج وننګېدل 

0 2,134

په وروستیو ۲ میاشتو کې په لومړي ځل طالبان په نړیوال سټیج له پراخې رسوایي او ننګونې سره مخامخ شول. د دوی د سیاسي دفتر د مشرانو هغه بری اوس مسخره بلل کېږي چې ها خوا دې خوا یې سفرونو ته خوښي ښووله.
اسلام‌اباد ته یې هغه مهم سفر د دويم ځل لپاره لغوه شو چې د اعلامیې د ژبې پر اساس یې د یوې ډلې په توګه نه، بلکې د یوه دولت ته ورته استازیتوب له عمران خان سره لیدنې ته تابیا نیولې وه. دوی په خپله غیر ډیپلوماټیکه اعلامیه کې په ډېر ویاړ ویلي وو چې پاکستان ور بللي او دافغانستان او پاکستان تر منځ پر اړیکو، د افغان کډوالو او افغان سوداګرو په مساله به له پنجابي چارواکيو سره ناسته کوي، خو په دې نپوهېدل چې پاکستان ولې د دغې لیدنې په اړه په رسماً څه نه دي ویلي؟ پاکستان په دې پوهېده چې د ولسمشر غني واکمن حکومت په رسمیت پېژني او هیڅکله له داسې ډلې سره چې د پاکستان د ملاتړ تور پرې پورې دی نه‌شې کوللی د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو باندې بحث وکړي.
پاکستانیانو هم په خپل رنګ کې کوټ وخوړ او هغه هڅې یې د هرې ورځې په تېرېدو سره رسوا کېږي چې غواړي په افغانستان کې د سټراټېژیک ژوروالي پالیسي ته عملي بڼه ورکړي.
د طالبانو د سفر د ځنډېدو مهم لاملونه ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت شکایت، د طالب چارواکيو تر منځ اختلافات او د پاکستاني سیاسي ګوندونو له خوا د عمران خان له دغې پرېکړې سره مخالفت بلل کېږي چې طالب پلاوي سره یې لیدو ته زړه ښه کړی وو.
افغانستان د خپل ملي حاکمیت د ننګې په پار د ماسکو له ناستې وروسته چې طالبانو یو شمېر نورو سیمو ته د تلو هوډ په ډاګه کړ لومړی يې له روسیې او بیا له اسلام‌اباده شکایت وکړ. کابل دا خپل حق بولي چې د هرې هغې نړیوالې هڅې مخه ونیسي چې ملي حاکمیت ته یې زیان رسوي او روانې جګړې ته نور خس او خاشاک ور واچوي.
د ولسمشر غني له حکومت وړاندې پخواني ولسمشر په دوحه کې پر طالب دفتر د امارت د بیرغ او لیکدړې د پورته کېدو په تړاو واشنګټن ته جدي اعتراض وکړ او د طالبانو د سیاسي دفتر کیسه یې تر ننه ګلمرجاني کړه، خو چې طالبانو بیا د سولې د خبرو په نوم له خپلې بړستنې پښې اوږدې کړې؛ نو د ښاغلي غني حکومت له ډیپلوماټیکو لارو د دوی پښې ور لنډې کړې.
داسې ښکارېدل چې طالبانو په لویه کچه داسې هڅې پیل کړې وې چې خپلې اړیکې په سیمه کې پراخې کړي، خو د افغان حکومت له اعتراض وروسته روسیې هم خپله هڅه وژووله او په کابل کې یې مرستیال سفیر ان په دې بې خبري وښووله چې نه پوهېږي په څه ډول له کابله د ورغليو کسانو او طالبانو ته وېزې ورکړل شوې.
پاکستان هم تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي چې څه ډول یې طالبان وربللي او بېرته ناسته لغوه شوه. د ولسمشر غني ویاند پر پاکستان غږ وکړ چې ژر تر ژره په دې تړاو رسمي وضاحت ورکړي.
طالبانو کې ځینو وپتېله چې د خبرو اترو په دې تاوده بازار کې له پاکستانیانو سره کتل د دوی په غورځنګ د افغانانو شکونه پیاوړي کوي او د دوی اجنډا او را تلونکي ته زیان رسوي. دا شکونه تېره میاشت د ابوظبۍ او دوحې له ناستو وروسته هغه مهال وغوړېدل چې د عمران خان په ګډون لوړ پوړيو پاکستاني مشرانو په ویاړ سره وویل چې دوی طالبان له امریکایانو سره خبرو ته کېنول او د شنونکو په باور له عربي نړۍ یې هم په دې نوم مرستې تر لاسه او د اړیکو رغېدو ته يې زمینه برابره کړه.
د اسلام‌اباد د سفر په خوښي کې طالبانو تر ټولو له مخه اعلامیه ورکړه او دې ته یې پام نه و چې د غورځنګ پلویانو او جنګیالیو ته به یې په افغانستان کې څومره ګوتې لکې شي. پر ټولنیزو رسنیو د افغانانو غبرګون او د افغان سیاستوالو اعتراض هم طالبان وڅنډل چې ولې په هره مساله د پاکستان خوله بویوي چې د دغو ټولو پرمختیاوو په لړ کې د طالبانو او پاکستانیانو تر منځ د دالو خوړلو میلمستیا فعلاً د طالبانو په وینا وځنډېده.
بل خوا د ولسمشر غني او امریکا تر منځ هوکړه شوې چې ځانګړی استازی خلیلزاد به یې له طالبانو سره تر خبرو مخکې له افغان حکومت سره مشوره کوي او د مشخصې اجنډا پر موضوع به له طالبانو سره نورې خبرې پر مخ بیايي.
دا پرېکړه د افغان ولسمشر او امریکايي چارواکيو تر منځ د سولې د خبرو په تړاو له را منځ ته شوي تتوالي وروسته شوې. د ښاغلي غني ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد تر منځ د وروستۍ ناستې په تړاو جزییات ورکول وویل چې امریکايي غاړه له طالبانو سره تر هغه هیڅ ډول هوکړه نه‌شې کولای چې یو هر اړخیز اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو خبرو باندې هوکړه نه وي شوې.
د چخانسوري له خبرو داسې ښکارېدل چې ولسمشر غني د واشنګټن او طالبانو تر منځ د خبرو پر سر له امریکايي غاړې سره سر خلاص کړی او په واشنګټن یې منلې چې د دوی د اجنډا سره سم دې خبرې پر مخ بوځي چې د خبرو بهیر ته د افغان حکومت ور دننه کېدل یې لومړی شرط دی.
د هغه له خبرو داسې برېښېده چې د غني حکومت توانېدلی د ملګرو ملتونو او امریکا پر مټ د طالبانو خپل سري او هر خوا تل را تل بند کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply