سکڼې سکڼې ماښام ميده باران او د يار څنګ
سپرلې ده ننګرهار نارنج ګلان او د يار څنګ
ديدن وي د ميئنو ده چنار د سيوري لاندې
په خوايي ده کنړ لوي سيند روان او ديار څنګ
وږمې ده پسرلي د بلبلانو پکې شور
راياد کړم شنه باغونه د پغمان او د يار څنګ
جنت سره سيالي کا که يي پريږدي په قراره
ښايسته ښکلې درې ده نورستان او د يار څنګ
ميلو ته ډلې ډلې چې ورځي په نوبهار کې
بابا صاحب زيارت شينکې لغمان او د يار څنګ
ديدن ته يي له ليرې سلانيان راتلل په مينه
شمال د لوړ پامير سيل ده واخان او د يار څنګ
ثاقبه لاس دې راکه چې ورځو غاړه په غاړه
ميلې ده ګل غونډۍ ګل ارغوان او د يار څنګ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320