کشمیر؛ پاکستان او هند څه غواړي؟ /جمیل وقار

0 808

د ۱۹۴۷ کال په اګسټ کې چې د پاکستان په نوم سیمه کې نوی هېواد رامنځ ته شو او هند له بریتانیا څخه خپله ازادي ترلاسه کړه، د د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذهب په بنا سیمې داسې ووېشل شوې، چې د مسلمانانو سیمې د پاکستان او د هندو مذهبو سیمې د هند په برخه ورسېدې، خو په دې منځ کې یو لړ سیمې لکه کشمیر، حیدراباد او جونګادا چې مسلمانان او هندوان ګډ په کې دېره ول ځکه خودمختاره پرېښودل شوې، چې د ازادو حاکمانو له لوري اداره کېدې. د پیل په هماغه کلونو کې هند په حیدراباد او جونګادا ځکه ولکه ټینګه کړه، چې اکثریت اوسېدونکي هندو مذهبه وو. هندي حکومتونو د دې سیمو د نیولو لپاره دا منطق را مخې ته کړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وېش د مذهب په بنا شوی ځکه دا سیمې هم د دوی حق جوړېږي.

په دې لیکنه کې د کشمیر سیمې په معرفي، په سر یې تېرو او اوسنیو شخړو او له دې شخړو د هند او پاکستان په اهدافو تم کېږو.

د کشمیر موقعیت

کشمیر د هند په شمال لویدیځو حدودو کې د هند، پاکستان او چین ترمنځ وېشلې سیمه ده. په اوسنۍ جغرافیه کې جمو او کشمیر – سرنګر د هند، کشمیر – مظفر اباد او ګلګیت بلتستان د پاکستان او اقصا د چین تر منځ  پرته ده.

د هند تر حاکمیت لاندې جمو او کشمیر ۱۰۱۴۳۷ کیلومټر مربع مساحت لري، چې د ۲۰۱۱ احصايې له مخې نفوس شاوخوا ۱۲ میلیونه اټکل شوی دی. د دې سیمې ژمنۍ پلازمېنه سرنګر او د اوړي هغه یې جمو دی. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پلازمینه مظفر اباد دی، چې ۵۶۱۹ کیلومتره مساحت لري او یوه بله برخه چې اوس د جلا ایالت په بڼه اداره کېږي ګلګیت بلتستان دی چې ۷۲۴۹۶ کیلومټره مساحت لري. د چین تر حاکمیت لاندې اقصا سیمه هم شاوخوا ۴۲ زره کیلومتره مساحت لري.

د کشمیر منازعې ته لنډه کتنه

د کشمیر لومړنی مسلمان واکمن شامیر نومېږي، چې په ۱۴مه پېړۍ کې په دې سیمه واکمني درلوده. له هغه وروسته یادې سیمې ته د مغلو واکمني وغځېده او په ۱۸مه پېړۍ کې رسماً د افغانستان برخه شو. د ۱۸۳۸ کال د توافقاتو له مخې چې د شاشجاع او رنجیت سینګ ترمنځ وشول د پېښور، دیر او کشمیر په ګډون یو شمېر نورې سیمې له افغانستان څخه بېلې او د سیکانو په واک کې ورکړل شوې او دا د افغانستان د تجزیې او ټوټه کېدو پیل و.

په ۱۹۴۷ کال کې چې بریتانیا له سیمې پښې سپکې کړې او هند ته یې ازادي ورکړه د پاکستان په نوم یو بېل هېواد یې د مشخصو اهدافو لپاره د مذهب په نوم تاسیس کړ. په دې منځ کې کې کشمیر هم د هغو سیمو په منځ کې و چې نه په هند او نه هم په پاکستان پورې وتړل شو. په هغه مهال د دې سیمې واکمن سیک توکمه هري سینګ و، چې د کشمیر شاوخوا ۶۵ سلنه مسلمان او پاتې غیر مسلمانان یې اداره کول.

د هند او پاکستان د وېش پر مهال سري سینګ او د شیخ عبدالله په نوم د مسلمانانو یوه رهبر پرېکړه وکړه چې کشمیر به نه په پاکستان او نه هم هند پورې نښلول کېږي. پاکستان چې د حیدراباد او جونګادا په قضیو اعتراض درلود له خپل جوړښت ټیک یو کال وروسته په ۱۹۴۸ کال کې په دې سیمه برید وکړ. دا د کشمیر په سر د هند او پاکستان لومړنۍ جګړه وه، چې د زیات فشار له امله هري سینګ هند ته پناه ور وړه او هند یې هم په دې شرط د دفاع او مرستې غوښتنه ومنله چې د یوه تړون له مخې به کشمیر د هند برخه اعلانوي. سري سینګ او مسلمانانو بله لار نه درلوده او له هند سره یې د یوه توافق له مخې دا سیمه د هند برخه اعلان کړه. په کومه برخه چې اوس پاکستان واکمن دی، دا یې په ۱۹۴۸ کال کې په زور لاندې کړي او د پاتې کشمیر د ترلاسه کولو لپاره شاوخوا اویا کاله په مبارزه بوخت دی.

د کشمیر په سر که څه هم هند او پاکستان په ۱۹۴۸، ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کلونو کې معلومې جګړې کړي، خو په ۱۹۵۳، ۱۹۸۰ او ۱۹۸۴ کلونو کې د جګړو تر پولې رسېدلي. د پاکستان له جوړښت او د هند له ازادۍ را په دې خوا د دې دواړو هېوادونو اړیکې د همدې سیمې په سر همېشه په کړکیچن حالت کې دي، چې دښمني یې د ملتونو کچې ته لوړه شوې او د رقابتونو په لړ کې د دې سیمې د ګټلو لپاره دواړو هېوادونو ځانونه په اټومي وسلو سمبال کړل.

په ۱۹۹۹ کال کې د کارګیل له جګړې وروسته پرویز مشرف د اوربند غوښتنه وکړه، چې بلاخره په ۲۰۰۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نسبي اوربند وشو، خو په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ چاودنو او په ۲۰۱۴ کال کې د نریندرا مودي په مشري د بهارتا جاناتا حکومت بریا چې د پاکستان پر وړاندې سخت سیاست لري د دواړو هېوادونو ترمنځ نسبي ښه روابط متاثر کړل. یو کال وروسته د هند تر واک لاندې په پټانکوټ کې د هندي ځواکونو په یوه بیس برید وشو او هندي لوري پړه په هغو تروریستانو واچوله، چې په پاکستان کې پټنځایونه لري. د دې بریدونو په غبرګون کې نریندرا مودي په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان ته کېدونکی سفر لغو کړ او د غچ او حساب و کتاب خبره را مخې کړه.

کړکېچ هغه مهال زور واخیست چې په ۲۰۱۶ کال کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د برهان واني په نوم د هند مخالف کشمیری ځوان له هندي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو. د نوموړي په جنازه کې چې زرګونو کسانو ګډون کړی و، لاریون کوونکو په پوځیانو یرغل ور ووړ، چې په پایله کې دېرش تنه لاریون کوونکي ووژل شول. شخړه له همغې ورځې لا پسې شدیده شوه او پاکستان ورته په مختلفو نومونو تروریستي ډلې جوړې کړې. په دې لړ کې د روان کال د فبرورۍ په ۱۴مه په پلوامه سیمه کې د هند په نیمه پوځي ځواکونو موټر بم برید وشو، چې پړه یې د پاکستان ملاتړې ډلې جیش محمد په غاړه واخیسته. جیش محمد له تېرو څو کلونو راهیسې د هغو اهدافو لپاره مبارزه کوي، چې پاکستان یې غوښتونکی دی.

کشمیر؛ پاکستان او هند څه غواړي؟

هند دا سیمه خپل حق بولي، د تاریخي اسنادو په اساس دوی ادعا کوي چې کشمیر د سیمې د واکمنانو او هند ترمنځ د دوه اړخیزو توافقاتو په اساس د هند برخه ګرځول شوې ده. د هندي واکمنانو په خبره کشمیریان یې خپل خلک دي او د هند د قوانینو په رڼا کې حقوق ورکوي. د دوی په خبره په دې سیمه کې په ځلونو ټاکنې کړي او په هر ځل ټاکنو کې د یادې سیمې اوسېدونکو خپل استازي او خپل حکومت جوړ کړی دی، خو پاکستانن د هند دا ادعاوې ردوي او په خبره یې کشمیر په زور لاندې شوی او دا سیمه د دوی تاریخي او حقوقي حق جوړېږي.

پاکستان که څه هم د زور او افراطیت له لارې د دې سیمو د نیولو په هڅو لګیا دی، خو ترڅنګ یې ډيپلوماټیکې هڅې هم روانې کړې دي. دې هېواد په ځلونو په ملګرو ملتونو کې دا موضوع راپورته کړي، خو هغسې ملاتړ چې اړتیا یې ده، ترلاسه کړی نه دی. دا هېواد غواړي له هند سره د کشمیر په سر خبرو ته کېني، خو هند یې په ځلونو دا خبره رد کړې ده او په ځواب کې یې مستقیم او غیر مستقیم دا مسج ور رسولی چې کشمیر د هند برخه ده او د پاتې برخې د ترلاسه کولو لپاره هم هڅې کوي.

پاکستان که څه هم په ظاهره کې ځان د کشمیر حقدار ګڼي او د هند پر وړاندې خپلې مبارزې ته همدا نوم ورکړی، خو په حقیقت کې مسله تر کشمیر پورې نه محدودېږي. د پاکستاني دوکتورینو او پالیسي جوړونکو له لوري د هېواد د بقا او د واحد ملت په توګه د ځان ثابتولو لپاره څو پروژې طرحه شوې، چې کشمیر له هغو څخه یوه ده. له دې داعیې څخه د پاکستاني حکومتونو موخه داده چې د عقیدې په نوم روانې جګړې ته مشروعیت ورکړي او د یوه جوړښت په توګه د دې هېواد تر چتر لاندې خواره واره قومونه له واحد ادرس سره په ټکر کې واچوي او دوی ترې ستراتژیکې ګټې پورته کړي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیریان په هر صورت خو د هند تر واک لاندې د دې سیمې اوسېدونکي هم له څو کلونو راهیسې د پاکستان په لوبه پوه شوي او په ۲۰۰۸ او  ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د دې پوهاوي بېلګې دي، چې نور د یوه سوله ییز ژوند په لټه کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply