افغانستان، پاکستان او هند د پردیو ګټو قربانیان

0 712

محمدخان بریال 

تېره ورځ د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۶مه هندي رسنیو داسې راپورنه خپاره کړل چې ګواکي د پاکستان په ازاده شوې سیمه کشمیر کې هندیو الوتکو بمبار کړی او د پاکستان په خاوره کې یې د جېش محمد تروریستي ډلې لوی مرکزونه په نښه کړي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرټر ویجي ګوکلي پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هندي‌ الوتکو د کشمیر په بالاکوټ سیمه کې د جېش محمد تروریستي ډلې پر مرکز هوايي بریدونه کړي دي. د هندي چارواکو پخبره چې په دغه برید کې تر ۳۰۰ ډېر تروریستان وژل شوي دي. تر دې وروسته پاکستاني چارواکو د دغو بریدونو پر وړاندې غبرګون وښود او د پوځ ویاند عاصف غفور ویلي چې د هند د بریدونو پر وړاندې به د پاکستان ځواب حیرانوونکی وي. د دې تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پر پاکستان د هند بریدونه او ځوابونه به د افغان سولې خبرې هم زیان مننې کړي. په ښکاره لیدل کېږي چې هند، پاکستان او افغانستان د پردیو ګټو خوندي کېدو لپاره قرباني ورکوي.

پاکستان پخپله خاوره کې ډېرو مذهبي ډلو ته ځای ورکړی او خپلې ګټې یې د دوی پر مټ خوندي کړې دي. پر دې هم سترګې پټول ناشوني دي چې ګواکي پاکستان د مذهبي ستخدریځو ځای نه دی. هند هم د ډیموکراسۍ پر مټ هغه هېواد دی چې عامو خلکو ته د پوځ د پټو رازونو په اړه معلومات نه ورکول کېږي. که پوځ د نورو پردیو هېودونو لکه امریکا، روسیه، چین او اورپایي ټولنې په ګټه هر ډول معامله کوي، عام وګړي اوس هم ترې ناخبره دي. د هند او امریکا تر منځ اړیکې په دې وروستیو کې خورا ښې شوې دي، لامل یې دا دی چې د امریکا پټې موخې د هند پر مټ تر لاسه کېږي او امریکا اوسمهال غواړي چې هند په سیمه کې داسې هېواد جوړ کړي چې د پاکستان او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو پر وړاندې یو ګواښ وي. پاکستان تر دې وړاندې د امریکا لپاره قرباني ورکوله او اوس یې هم ورکوي.

کومې مذهبي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې تروریستي بریدونه تر سره کوي، تر ډېره یې مرکزونه په پاکستان کې دي. لشکرې طیبه، طالبان او حقاني، داعش، القاعده او دې ته ورته نورې تروریستې ډلې دي چې اوس هم په پاکستان کې خوندي ځایونه لري. پاکستان دغو ډلو ته پخپله ډله کې ځکه ځای ورکړی چې خپلې موخې پرې تر لاسه کړي. د بلګې په ډول، د طالبانو او نورو ډلو پر مټ غواړي چې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښه رسمي او د خپل ځان کړي. بله موخه یې دا ده چې د همدغو ډلو په مرسته له نورو سیمه ییزو هېوادونو ګټه او امتیاز تر لاسه کوي. همدارنګه که هند ته وګورو، تر ډېره هند اوسمهال د امریکا لپاره خپله تګلاره داسې چمتوکړې چې د امریکا له یوې عادې خبر هم نه په شا کېږي. څه چې امریکا وغواړي، دوی د نه ځواب نه ورکوي.

ځکه د امریکا او هند تر منځ اړیکې اوسمهال داسې دي چې امریکا په سیمه کې د اسلامي هېوادونو د ګواښ پر وړاندې د یو لوی قدرت رامنځته کېدو لپاره هند ټاکلی دی. د افغانستان په اړه خو به څه نه وایو، ځکه اوس له سیاستوالو نیولې تر  ماشومانو پورې ټول پر دې پوهېږي چې افغانستان د کومو ګټو قرباني دی او د چا لپاره خپل خلک وژني. له ستراتیژیک موقعیت، پراخو تیلو او نورو طبیعي زیرمو پرته چې ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول امریکا سترګې ورته پټې کړې، نور داسې هېواد نه دی چې ګاونډيو هېوادونو ته یو ګواښ وي. یوازې همدا ستراتیژیک موقعیت او طبیعي زیرمې دي چې بهرنيو هېوادونو سترګې ورته پټې کړې دي.

له بل لوري، پاکستا، هند او افغانستان که له مذهبي پلوه دومره ژور او ګډ فرهنګ نه لري، خو ډېر نور دودونه او فرهنګونه شته چې د دغو هېوادونو ګډ دي. تر ډېره د دغو هېوادونو عام وګړي پر دې نظر دي چې باید دغه هېوادونه د یو بل په زیان تمام نه شي او تر منځ یې د سولې او وروروۍ غږ کړی دی. خو دا چې په درېیو واړو هېوادونو کې سیاسي ادارې دغه حالت نه درکوي او د پردیو لپاره خپل خلک قرباني کوي، د حیرانتیا او افسوس خبر ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply