د هند او پاکستان وروستي جنجالونه او د افغانستان د خلکو دریځونه

0 672

محمد عارف رسولي

موږ افغانان د خپل هېواد، ملي او دیني ګټو او ارزښتونو په هکله باید یو معقول چوکاټ ولرو ځکه نړیوال شرایط زیات پېچلي شوي، نړیوال او سیمه ایز قوتونه د وړو ملکونو په سر تل سودا کوي او دوی ته دین او ګاون‌‌‌‌‌‌ډيتوب مطرح نه دي یوازې خپلې ستراتېژيکې ګټې پېژني. بل که هر مسلمان افغان کوم اسلامي ملک ته سفر کوي د هغه او د یوه انکریز او یابل غربي او یابل کوم قوي ملک د پاسپورت توپير به د ځمکې او اسمان په څېر وي، تاته هېڅ ارزښت نه درکوي خو د زیاتو نورو غربي ملکونو هېڅ ویزې ته اړتیا نشته او په زیاته درناوۍ ورسره چلند کوي.

لمړی باید لکه په کلي او ګاون‌‌‌‌‌‌ډ کې چې له خپلې کورنۍ ننګه کوو نو په سیمه کې هم لمړی باید د خپل هېواد او خپلو خلکو د ګټو په بنا له نورو ملکونو سره چلند وکړو. د واک او ځواک لرونکی هېواد، نظام، ملي اقتصاد، ملي امنیتي قوتونه، ملي افتخارات او ملي شان و شوکت ولرو. بیا چې کله په کوم مسلمان ملک چا ظلم کاوه موږ به ورسره مناسبه مرسته کوو. خو که زموږ خپل کور او ملک وران او اولادونه مو وږي، ناروغ او جاهل وي موږ د بل هغه کور او ملک ننګه کوو چې موږ ته یې ضرر رسېږي لیونتوب به وي.

که کوم ملک زموږ په بېګناه خلکو راکټونه اوروي، زموږ سره په هېڅ تجارتي او ترانزیتي معاهده پوره عمل نه کوي؛ زموږ تجارتي توکي دوی په مناسب وخت او مناسب مارکېټ ته نه پرېږدي؛ زموږ د ملک د زېربناوو او پرمختګ ویجاړوونکي دي، زموږ په ورانۍ کې خپله ابادي ګوري؛ زموږ محکوم افغانان او پښتانه وروڼه وژني، نالوستي او محروم یې ساتي، پخپل سر زموږ د خلکو په سینه تېر شوې کرښې باندې اغزن تار راکاږي او خلاصه زموږ د ټولو بدبختیو لامل همدوی دي، نو کوم قانون او سلیم عقل به موږ ته ووایي چې موږ د هغو ننګه وکړو.

ځينې به ووایي چې دوی د روسانو د تجاوز په وخت موږ ته ځای راکړی و، زه وایم چې هغه دوی د نړیوالو سره د معاملو ، د خپلو ګټو، زموږ د هضم موضوع وه. بله داچې دوی هېڅکله ونه غوښتل چې افغانان په خپل وطن کې بسیا شي او تل یې موږ پخپلو منځو په شخړو اچولو او دوی غوښتل افغانان له نورو ملکونو سره د خپلو ګټو لپاره په نیابتي شخړو کې وجنګوي. دوی غوښتل د وسلوالو له کنترول او کارونې څخه د خپلو ګټو لپاره په نړیوالو او سیمه ایزو معاملو کې کار واخلي، دا کار یې پخوا کړئ، مسلمانان او ان خپل هېوادوال یې د پيسو په مقابل کې خرڅ کړي، همدا اوس ورته لوبه کوي له غرب او عربو په ورته معاملو کې پيسې ترلاسه کوي.

نو افغانان باید د نن زمانې له شرایطو او خپلو ټولو دیني او ملي ګټو او ارزښتونو سره ځان بلد کړي او د هغو په رڼا کې سمې پرېکړې وکړي. زه فکر کوم اوس دا سیاسي شعور زموږ په خلکو کې عام شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply