ازبکستان له افغانستان سره صادقانه همکاري کوي

0 506

په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ په قطر هیواد کې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په موخه خبرې اترې روانې دي ، په دې منځ کې د طالبانو مرستیال او د قطر د سیاسی دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله تر منځ په قطر هیواد کی ناسته تر سره شوه .

په دغه ناسته کی د افغانستان د وضعیت په اړه مفصل بحث وشو د طالبانو او ازبکستاني پلاوي تر منځ ډېر بحث په سوله وو او ازبکستاني پلاوي د افغان سولې لپاره د هر ډول همکارۍ چمتووالی وښوده او زیاته یې کړه ازبکستان له افغانستان سره د اقتصاد په برخه کې هر ډول همکارۍ ته اماده دی .

د دغو دواړو لوریو له کتنو وروسته د افغانستان د ملی امنیت مشاور حمدالله محب د دوشنبې په ورځ د ازبکستان مرکز تاشکند ته لاړ او هلته یې له ازبکستاني چارواکو سره د افغان سولې د روان بهیر، د تروریزم او فساد ضد مبارزې، سرحدونو ، نظامي او اقتصادي همکاریو، د مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې او دغه راز د افغانستان او ازبکستان تر منځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په اړه بحث درلود.

ویل کېږي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د روغې جوړې په صورت کې ازبکستان دېته اماده دی چې د ضامن رول ولوبوي، په همدی خاطر له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان د ملي امنیت د مشاور لیدنه د دې لپاره هم وشوه چې د افغان حکومت، امریکا او طالبانو تر منځ د روغې جوړې په صورت کې د ضامن رول لوبولو هغه غوښتنې واوري او له نیږدې پرې بحث وکړي .

دغه او دېته ورته ناستې د افغانستان د سولې لپاره ډېرې ګټورې دي ځکه ازبکستان د افغانستان له بې غرضه او ښو ګاونډیانو څخه دی، هر څومره چې د سولې موضوعات له پاکستان او ایران لیرې د ازبکستان او منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو په منځګړتوب ترسره کېږي، نو همغومره د افغانستان په ګټه تمامېږي.  

ازبکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په دې وروستیو کې د ولسمشر غني په پاملرنه ورسره د افغانستان اړیکې ډېرې ښې شوي او دغه دواړه هیوادونه په خپلو کې د دوه اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ او راکړې ورکړې قراردادونه هم لري. بل لور ازبکستان له روسیې سره هم ښې اړیکې لري چې دغه اړیکې د افغانستان او روسیې د اړیکو په ښه والي کې هم موثرې تمامېدلی شي.

ازبکستان که وغواړي، نو د روسانو هغه بدنېتي چې پاکستان او طالبانو د افغانستان په اړه پیدا کړې له منځه وړلی شي او څومره چې په دې برخه کې مناسبات ښه کېږي، نو همغومره د هیوادونو او د سیمې امنیت او ثبات ته ګټه رسوي.  

که ازبکستان د روسیې په همکاری له طالبانو سره د افغان سولی په اړه صادقانه همکاری وکړی نو دواړه هیوادونه کولی شی په ګډه طالبان د افغان حکومت سره د سولی د خبرو لپاره کېنوي تر څو په افغانستان کی تل پاتی سوله راشي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply