د پاکستان همدا شرم هم بس دې!

0 789

مطیع الله سحر-

پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ تولیدونکي هیواد په نوم مشهور دی، ځکه تل یې د هغوی ملاتړ کړی او له هغوی سره یې د هر ډول سپکو او درنو وسلو، مالي مرستې او نورو تجهیزاتو او پټنځایونو په ورکولو کې مرستې کړې دي.

دلیل یې دادی چې پاکستان لا هم د مشروع اړیکو پرځای دغسې د فشار وسیلې زیاتي. د ترهګرۍ او وسله والو ډلو له لارې پر نورو فشار راوړي او فکر کوي چې دا کار به د دوی ګټې تامین کړي. مګر دې کار برعکس د پاکستان شهرت او اعتماد ته زیان اړولی او د سیمې اکثره هیوادونه له دې امله له پاکستانه کرکه لري او خپلې اړیکې یې یا ورسره پرې کړي او یا یې هم تر پخوا کمې کمې کړې دي، افغانستان په دې وروستیو کې خپل سفیر له اسلام اباد څخه کابل ته ور وغوښت، ځکه چې د پاکستان له ورانکاریو او لاسوهنو څخه افغانان تر پوزې راغلي دي.

د افغانستان په ګډون د نړي والو هم له پاکستان همدا غوښتنه ده چې له دا ډول بې ځایه کارونو څخه لاس واخلي، او د ترهګرۍ د پیاوړي کولو او پاللو پرځای باید له سیمې، حکومتونو، نړۍ، دولتونو ملتونو سره په دوستانه او ښو مناسباتو باور ولري او د دولت په دولت اړیکو له لارې د خپلو ستونزو حل ته راوړاندې شي.

ګوګل هم نن سبا د پاکستان پر وړاندې داسې شیان خپلو لېدونکو ته وړاندې کوي چې له دې سره یې د پاکستان حکومت د نړۍ والو هیوادونو پر وړاندې په دوو پیسو کړ. که چېرته د ګوګل پلټن ځای کې د نړۍ تر ټولو ښه تشناب کاعذ لټنه وکړئ، ستاسو د ګوکل پر صفحه به سمدستي د پاکستان سپين او شین بیراغ راشي، تاسو ته به د نړۍ تر ټولو ښه تشناب کاغذ  د پاکستان بیرغ دې نشان درکړي. دا د پاکستان لپاره لوی شرم او پېغور دی.

پاکستان که څه هم له کوم سند پرته د دې کار پړه پر هند اچوي، مګر دا په لویه کې د پاکستان د خپلو اعمالو نتیجه ده. پاکستان چې خپل ځان بدل نه کړي او په سیمه کې په دوستانه مناسباتو لرلو ته ارزښت ورنه کړي او د نورو په چارو کې له لاسوهنو لاس په سر نشي، نو پاکستان به همداسې ورځ تر بلې په سیمه او نړۍ کې منفور شي.

تروریزم په سیمه کې په نهایت جدي خطر برابر شوی دی او دغه تهدید له پاکستان څخه سیمې او نړۍ ته ور متوجه دی او حتی په پاکستان کې هم وخت پر وخت د خلکو ژوند ګواښي. افغانستان چې له پاکستان سره په پوله پروت دی، نو د ترهګرۍ اصلي قرباني پاکستان دی، ځکه پاکستان په افغانستان کې مستقیمه لاسوهنه کوي او افغان حکومت په دې اړه وخت پر وخت نړیوالو ته شکایتونه کړي او اسناد یې هم وړاندې کړې دي.

خو د امریکا په ګډون د سیمې نور هیوادونه لا هم په دې برخه کې جدي اقدام نه کوي. دوی ته ښایي چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي. داسې فشارونه چې پاکستان یې درد، پایلې او تاثیرات حس کړي او پاکستان د خپل چلند او اوسني ناوړه دریځ بدلېدو ته مجبوره کړي او بالاخره دوی دا تصمیم ونیسي چې د ترهګرو له تمویل او د نورو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس په سر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply